کرېکټ: افغانستان په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې زمبابوې ته ماته ورکړه

Cricket

د عکس سرچینه، ACB

د افغانستان او زمبابوې کرېکټ لوبډلو تر منځ د یو ورځنیو لوبو د لړۍ دویمه سیالي افغان لوبډلې د ۲۳۲ منډو په لوی توپیر وګټله.

دې بري سره اوس افغانستان د دریو یو ورځنیو لوبو په دې لړۍ کې یو صفر مخته شو.

نننۍ لوبه کې افغان لوبډلې لومړی بیټېنګ وکړ او په ټاکلو پنځوسو اورونو کې یې ۲۸۶ منډې وکړې.

کوربه زمبابوې یوازې وتوانېده چې په ۱۸ ارونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۵۴ منډې جوړې کړي.

د افغانستان په توپ اچوونکو کې نوید ځدران او غضنفر درې درې او فضل حق فاروقي دوه لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان ښه توپ وهنه

نننۍ لوبه کې زمبابوې د پچې له ګټلو وروسته افغان لوبډلې ته د منډو بلنه ورکړه.

د افغان لوبډلې د بیټېنګ پيل خورا ښه وو او د سر دوو لوبغاړو صدیق الله اتل او عبدالمالک د ۱۹۱ منډو ملګرتیا وکړه.

عبدالمالک په ۸۴ منډو وسوځېد او صدیق الله اتل وتوانېد چې سلیزه وکړي او د ۱۰۴ منډو له جوړولو وروسته وسوځېد.

دا په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې ملي لوبډلې لپاره د صدیق الله اتل لومړۍ سلیزه ده.

Cricket

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه صدیق الله اتل ته ورکړ شوه

دواړو ځوانو لوبغاړو د تجربه لرونکو لوبغاړو رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدران تشه په ښه ډول ډکه کړه.

له عبدالمالک او صدیق اتل ورهاخوا بل افغان توپ وهونکی ښه ونه ځلېد او افغان لوبډلې په ټولو ۵۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۲۸۶ منډې وکړې.

نننۍ لوبې لپاره افغان لوبدله کې یو بدلون راغلی و.

د فرید ملک پر ځای تېز توپ اچوونکی نوید ځدران لوبډلې ته اضافه شوی و.

Cricket

د عکس سرچینه، ACB

د افغانستان او زمبابوې تر منځ د درېیو یو ورځنیو لوبو د لړۍ لومړۍ سیالي د باران له امله بې پایلې ختمه شوې وه.

تر دې وړاندې افغان لوبډلې د شل اووریزو لوبو لړۍ له کوربه زمبابوې دوه یو ګټلې وه.

تر یو ورځنیو لوبو وروسته به دواړه لوبډلې په دوو ټېسټ سیالیو کې هم سره مخامخې شي.