اوکرایین: کورسک سیمه کې پر ۱۰۰ روسي مېشت ځایونو کنټرول لرو

د عکس سرچینه، Getty Images
د روسیې پر کورسک سرحدي سیمه د اوکراييني ځواکونو د برید درېیمه اونۍ پوره شوه.
ویل کېږي په دغه ناڅاپي برید کې شاوخوا ۱۰ زره روزل شویو اوکراییني ځواکونو برخه اخیستې.
اوس که څه هم د دغو ځواکونو پرمختګ پڅ شوی خو د کیېف تر ټولو جګپوړی پوځي قوماندان 'اولکساندر سېرسکي' وايي، ځواکونه یې اوس د روسیې پر ۱۲۹۴ کیلومتره مربع خاوره او کورسک سیمه کې پر سلو استوګنیزو سیمو کنټرول لري.
دا تر هغې زیاته اندازه خاوره کېږي چې روسي ځواکونو روان کال په اوکرایین کې نیولې.
جنرال سېرسکي همدا راز دغلته د ۵۹۴ روسي سرتېرو د نیولو خبر هم ورکړی دی.
هممهاله د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګیې لاوروف لویدیځ ته د دې خبرداری ورکړی، چې اوکرایین ته ورکړې اوږد واټنه وسلې یې د روسیې خلاف وکارول شي.
رویټرز خبري اژانس د ښاغلي لاوروف له قوله لیکلي، مسکو خپل د اټومي وسلو اړوند دوکتورین بدلوي او دا چې لویدیزو اټومي ځواکونو ته له "اور سره لوبې" خطرناکه دي.
د اوکرایین ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي ویلي، روسیه کې دننه پر اهدافو بریدونو لپاره د لویدیځ د وسلو کارول به پر اوکرایین د مسکو د برید وړتیا کمه کړي.

د عکس سرچینه، EPA
مسکو ګواښ کړی چې پر خپله خاوره د اوکراییني ځواکونو برید بې ځوابه نه پرېږدي، خو د غبرګون د څرنګوالي جزییات یې نه دي ورکړي.
د روسیې هوايي ځواکونو له تېرو دوو ورځو راهیسې اوکرایین کې بریدونه ډېر کړي دي.
له کیېف څخه راپورونه وايي، همدا تېره شپه دغه ښار کې لږ تر لږه درې چاودنې شوې دي.
د اوکرایين پوځ وايي، د کيېف د هوايي دفاع سيسټمونه په شپه کې څو ځلې د توغنديو او بې پيلوټه الوتکو د شنډولو لپاره فعال شوي دي. د دغو بریدونو په پایله کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي.
د روسیې د دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي، د کیېف، لویېف او د خارکیف او اوډیسا په ګډون د اوکرایین په ګوټ ګوټ کې، پر برېښنا کوټونو او د برېښنا پر زیربناو د برید لپاره، د اوږده واټن دقیقې هوايي او سمندري وسلې کارول شوې دي.
اوکراييني چارواکي وايي، د دوشنبې په ورځ د اوکراين تر نيمايي زياتې سيمې د هوايي بريدونو له امله زيانمنې شوې دي. د بریدونو یوه اصلي موخه د برېښنا تاسیسات بلل شوي، چې په پایله کې یې د اوکرایین لویه برخه له برېښنا بې برخې شوې ده.
په ورته وخت کې، د دوشنبې په ورځ، د اوکرایین ډېرو سیمو کې اوکرایینیانو ته له هوایي بریدونو څخه د خوندیتوب خبرداری ورکړل شوی دی.

د عکس سرچینه، Reuters
روسيې هم د دغو پراخو هوايي بريدونو ترسره کول تائيد کړي او په اوکرايین کې يې د انرژۍ پر تاسيساتو د بريد مسوؤليت هم منلی او ټينګار يې کړی، چې په دغو هوايي بريدونو کې ټاکل شوي هدفونه په نښه شوي دي.
د رپوټونو له مخې، د اوکرایین پر نیمایي سیمو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو پراخ بریدونه د دوشنبې د سهار په لومړیو کې پیل شول او تر سپېده داغه یې دوام وکړ. تر هغه یو ساعت وروسته د اوکرایین په ختیځ کې د ښاري تاسیساتو اړوند یوه ودانۍ او د کرفیي رایا په ښار کې د توغندیو برید وشو چې په ترڅ کې یې یوه ښځه وژل شوې او د سیمه ییزو چارواکو په وینا پنځه نور لادرکه دي.
په ورته وخت کې د اوکراین د هوايي ځواکونو قومندان مایکولا اولشچوک د ټیلیګرام په یوه پیغام کې ویلي، روسیې د دوشنبې د ورځې تر سهاره ۱۲۷ توغندي او ۱۰۹ ډرون بریدونه کړي چې له ډلې یې د اوکراین دفاعي ځواکونه توانېدلي ۱۰۲ توغندویي او ۹۹ د بې پیلوټه الوتکو بریدونو مخه ونیسي او هدف ته تر رسېدو مخکې یې له منځه وړي دي.
زېلېنسکي: د روسیې د بریدونو ځواب به ورکړو

د عکس سرچینه، Getty Images
د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، تېره شپه د روسيې له خوا د یوه بل پړاو بریدونو ځواب به ورکړي.
نوموړی وايي، د ژغورنې عملیات روان دي، خو زیاتوي په بریدونو کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
ښاغلی زلېنسکي وايي، روسیې د "ملکي وګړو او بنسټیزو تاسیساتو پر ضد له ۹۰ څخه زیات هوايي هدفونه" کارولي، چې پکې ۸۱ بې پیلوټه الوتکې او کروز، بالستیک او له هوا ویشتونکي بالستیک توغندي هم شامل دي.
د اوکرایین ولسمشر په ټولنیزو رسنیو کې په خپاره کړي پیغام کې ویلي، "موږ به بې له شکه د دې او نورو ټولو بریدونو په تړاو د روسیې ځواب ووایو. د بشریت پر وړاندې جرمونه بې سزا نشي پاتې کېدای."

د عکس سرچینه، Reuters
په همدې حال کې پولنډ چې د ناټو غړی هېواد دی ویلي، د دغو بریدونو په ترڅ کې یو "توغول شوی" د دوی هوايي حریم ته داخل شوی او د دغه هېواد پر خاوره لګېدلی دی.
پولنډي چارواکو ویلي، ډیر احتمال شته چې دا څیز بې پیلوټه الوتکه وي.
د پولنډ یوه پوځي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د دغه توغول شوي "شی" د حرکت د زاویې او د هغې د سرعت له مخې معلومېږي، چې دا یو توغندی نه و.
د ناټو ویاند د دغو پراخو هوايي بریدونو د غندلو پرمهال ویلي، د روسیې له خوا د ناټو له هوايي حریم څخه سرغړونه "یو غیر مسوولانه او احتمالي خطرناک عمل" دی.
تر دې برید مخکې روسیې د ډسمبر په میاشت کې پر اوکرایین د ۱۵۸ توغندیو او بې پیلوټه الوتکو برید کړی و، چې د کییف پر وړاندې د مسکو تر ټولو ستر هوايي برید ګڼل کېده.








