پر روسیه د اوکرایین هوايي برید د ښوونځیو او هټیو د تړل کېدو لامل شو

روسیه

د عکس سرچینه، REUTERS

روسي چارواکي وايي، د دغه هېواد د ولسمشریزو ټاکنو په دویمه ورځ اوکراییني ځواکونو د روسیې پر جنوبي سیمو برید کړی چې د دوکانونو او ښوونځيو د تړل کېدول لامل شوی.

دوی وايي د اوکرایین په ګاونډ د بیلګورود په سیمه کې څو بریدونه شوي دي.

د روسیې دفاعي چارواکي وايي، د اوکرایین ۱۵ توغندي یې ویشتلي، خو ځینې یې د بلګورود په څو سیمو کې لګېدلي دي.

په دغو بریدونو کې دوه تنه وژل شوي او څو تنه نور ټپیان شوي دي. د دې سیمې په مرکز او نورو سیمو کې د پېر او پلور مرکزونه او ښوونځي تړل شوي دي.

د روسیې دفاع وزارت هم اعلان وکړ چې د دوی ځواکونو د اوکرایین د " تخریبکارانو" یوه ډله له منځه وړې چې غوښتل یې بلګورود ته ننوځي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، اوکرایین هڅه کوي چې په بیلګورد کې د رایې ورکوونکو په وېرولو سره د روسیې انتخابات ګډوډ کړي.

اوکرایین د دغو راپورونو په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې روسي چارواکو ویلي وو چې اوکراییني بې پیلوټه الوتکو د روسیې په سمارای سیمه کې د تېلو د چاڼ دوه کارخانې هم په نښه کړي دي.

د سیمې والي دیمیتري ازروف په ټیلیګرام کې لیکلي چې د سیزران د تصفیې کارخانه کې اور لګېدلی دی.

په خپرو شویو ویډیوګانو کې چې بي بي سي یې نه شي تاییدولی، یوه لویه اور لګېدنه ښيي چې له هغه ځایه تور لوګي پورته کېږي.

د معلوماتو له مخې، په بل چاڼځای هم برید شنډ کړای شو او د کوم زیان په اړه یې معلومات نه دي خپاره شوي.

د روسیې ولسمشریزې ټاکنې پرون پیل شوې او تر سبا پورې به دوام وکړي.

ډیری په دې باور دي چې په دې درې ورځنیو ټاکنو کې به اوسنی ولسمشر ولادیمیر پوتین ګټونکی اعلان شي او د ولسمشر په توګه به خپله پنځمه دوره پیل کړي.

ښاغلی پوتین له څه شلو کلونو راهیسې په پرله پسې توګه د روسیې د چارو مشري پرغاړه لري او په دې موده کې د دغه هېواد ولسمشر یا صدراعظم پاتې شوی دی.

ښاغلي پوتین له ۲۰۰۰ کال راهیسې په عملي توګه پر روسیه واکمني کړې ده. هغه د لومړي ځل لپاره د هغه وخت ولسمشر بوریس یلسین لخوا موقت ولسمشر وټاکل شو او د ۲۰۰۰ کال په مارچ کې یې په لومړي ځل ټاکنو کې بریا ترلاسه کړه.