ایا سره زر په مالي کړکېچ کې دګټې پانګونه ده؟

یوه ښځه د ممبۍ په یوه بازار کې د زیوراتو په یوه نندارتون کې د سرو زرو بنګړۍ ته ګوري.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، یوه ښځه د ممبۍ په یوه بازار کې د زیوراتو په یوه نندارتون کې د سرو زرو بنګړۍ ته ګوري.
    • Author, دیبولا کیمولي
    • دنده, بي‌بي‌سي نړیوال سروېس

په تېرو میاشتو کې د سرو زرو نړیوال قیمتونه په پرله‌پسې توګه لوړ شوي او نوې بیې یې ریکارډونه مات کړي، ځکه چې پانګه‌وال د بازارونو د نامعلوم حالت له امله خوندي پانګونې لټوي.

سره زر په دودیز ډول د مالي ستونزو یا بې‌ثباتۍ پر مهال یوه باوري او محسوسه شتمنۍ ګڼل کېږي.

خو، ایا دا ریښتیا هم یو خوندي پټنځای دی؟

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ګمرکي تعرفو د پلانونو له امله، چې د تېرو سلو کلونو له مهمو سوداګریزو بدلونونو بلل کېږي، د تېرې اونۍ په اوږدو کې د سرو زرو بیه تر ۳،۱۶۷ ډالرو پورې لوړه شوه.

په روان کال کې څو ځله دا ریکارډونه مات شوي، چې اصلي لامل یې د ګمرکي تعرفو او سوداګریزو جګړو په اړه اندېښنې دي.

بې‌ثباتي اکثره د سرو زرو د بیو لوړېدو لامل ګرځي.

کله چې مالي بازارونه وپرځي، یو ناڅاپي "د سرو زرو یرغل" رامنځته کېږي، چې پکې ډېری خلک هڅه کوي دا قیمتي فلز وپېري.

نو، څوک دا سره زر پېري؟

د هند په چندیګډ کې د سرو زرو خښتې نندارې ته وړاندې شوې.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د هند په چندیګډ کې د سرو زرو خښتې نندارې ته وړاندې شوې.

ډاکټر فیلیپ فلیرز، چې د بلفاسټ پوهنتون یو اقتصادي تاریخپوه دی، وایي: "یا حکومتونه، یا انفرادي پانګه‌وال او یا هم پرچون پانګه‌وال (کوچني پانګه‌وال) دي چې سره زر پېري."

هغه زیاتوي: "خلک په پراخه کچه له ونډو (لکه سهامو) وځي او سرو زرو ته مخه کوي."

"او دا کار د سرو زرو بیې ډېرې پورته وړي."

په دودیز ډول سره زر هغه فلز ګڼل کېږي چې خلک ورته د نړیوالې اقتصادي بې‌ثباتۍ پر مهال متوجه کېږي.

په ۲۰۲۰ کال کې، کله چې د کورونا وېروس خپرېدو اقتصادي رکود رامنځته کړ، د سرو زرو بیې ناڅاپه پورته شوې.

خو، دا هم باید هېر نه‌شي چې د مالي بازارونو نامعلوم حالت کله نا کله پر سرو زرو هم منفي اغېز لري.

د ۲۰۲۰ کال جنورۍ کې، کله چې د کورونا وبا راڅرګنده شوه، د سرو زرو بیې چټکې پورته شوې، خو د هماغه کال په مارچ میاشت کې یې بېرته د راښکته کېدو لوری ونیو.

ډاکټر فلیرز وایي: "دا چې سره زر یوه 'خوندي' پانګونه بلل کېږي، دا مانا نه لري چې هېڅ خطر نه لري."

خو سره زر لا هم د داسې پانګې په توګه شهرت لري چې خلک پرې د اقتصادي بې‌ثباتۍ پر مهال تکیه کوي، نه یوازې د دې له امله چې ارزښت لري، بلکې دا فلز د تاریخ په اوږدو کې او په بېلابېلو کلتورونو کې ډېر ارزښتناک ګڼل شوی او له همدې امله په اسانۍ تبادله کېدونکی هم دی.

د توتنخمون د سرو زرو ماسک
د عکس تشریح، د توتنخمون د سرو زرو ماسک

د مصر د پخواني فرعون توتنخامون د سرو زرو نقاب څخه د ګانا د اسانتي د سرو زرو تر څوکې پورې او هند کې د پدمانابهاسوامي معبد د سرو زرو تختونو پورې، سره زر په تاریخي توګه د مذهبي او سمبوليک اهمیت لرونکی فلز بلل شوی دی.

دا هیڅ عجیبه نه ده چې ډېر خلک سره زر د خپلې شتمنۍ خوندي کولو لپاره د باور وړ لاره ګڼي.

کور کې د سرو زرو توکي او سینګارونه ډېری وخت د نړیوالو مالي بازارونو له بدلونونو نه اغېزمنېږي.

خو هر ډول لویې پانګونې ښايي د لویو مالي لوبغاړو د کړنو پر وړاندې زیانمنې شي.

ډاکټر فلیرز وایي: "ډېر ځله، زه ګمان کوم چې د سرو زرو د بیو وروستي لوړوالی د حکومتي مرکزي بانکونو له خوا د سرو زرو اخیستو له امله رامنځته شوی دی."

مرکزي بانکونه اکثره د سرو زرو لوی مقدار اخلي چې خپلې ذخیرې پیاوړې کړي، ځکه چې د بې‌ثباتۍ په وختونو کې له ونډو څخه لرې شي.

دا معنا لري چې په سرو زرو پانګونه خطرناکه کېدی شي.

ډاکټر فلیرز وایي: "دا لا هم یوه خطرناکه ستراتیژي ده چې د سرو زرو د بیو د زیاتوالي په اړه اټکل وکړې، ځکه چې لکه څنګه چې بازارونه بیا ارام شي او حکومتونه خپلې هوښیارۍ ته راشي، خلک به بیا سرو زرو ته مخه ونه کړي."

هغه زیاتوي: "زه وایم چې د سرو زرو په شان پانګونه باید د اوږدې مودې لپاره وشي."