د هند تر ټولو شتمن مندر؛ لس ټنه سره زر او میلیاردونه روپۍ لري

مندر

د عکس سرچینه، Getty Images

کله چې د مندرونو یا درمسالونو او پکې د عبادت خبره کېږي نو د نذر او خیرات کیسه هم ورپورې غوټه وي. هغه کسان چې نذرونه یې منلي او درمسال ته په عقیدت قایل وي له خوراکي توکو رانیولې بیا تر پیسو، سره او سپين زر او نور قیمتي ګاڼې پر مندرونو لوروي. دا لړۍ له پېړیو راهیسې په هندوانو کې روانه ده.

د هند پریس ټرسټ آف انډیا خبري‌ اژانس د خبر له مخې، تېره ورځ د هند تر ټولو بډای درمسال بنسټ د دغه مندر شتمني په ډاګه کړه.

دا درمسال د هند جنوبي ایالت اندرهرا پردېش کې دی او "تروپتي مندر" نومېږي.

د "تروملاتروپتي دیوستانم" په نوم د دغه مندر د چارو سمبالوونکي بنسټ ویلي چې ۱۰.۳ ټنه سره زر او په بانکونو کې تر ۵۰ میلیارده ډېرې روپۍ لري.

پر دې سربېره نږدې ۱۶۰ میلیارده نغدې روپۍ هم ورسره دي.

دغه بنسټ همدا راز د شتمنیو ډاګیزولو پر مهال ویلي چې په ۲۰۱۹ کې یې په بېلابېلو بانکونو کې تر ۱۳۰ میلیارده روپۍ وې چې اوس شاوخوا ۱۶۰ میلیارده شوې دي.

دغه بنسټ په ټول هند کې د شاوخوا ۹۶۰ ودانیو څښتن دی. په تېرو درو کلونو کې یې ګټه وټه نږدې ۳۰ میلیارده روپۍ ډېره شوې ده.

د هند انګلیسي ورځپاڼې "د مېنټ" لیکلي چې د تروپتي مندر ټولټال شتمني ۳۰ میلیارد امریکايي ډالرو ته رسېږي چې د هند د ټېکنالوژۍ شرکت وپرو، د خوراک او څښاک توکو جوړوونکې کمپنۍ نېسلې او د تېلو دولتي شرکت نه هم ډېرې پیسې لري.

مندر تر ورځې بلې ته لا پسې بډای کېږي

د دې ورځپاڼې په خبره، د دغه مندر سمبالوونکی بنسټ په ۱۹۳۳ کې جوړ شوی او دا لومړۍ ځل دی چې خپله شتمني په ډاګه کوي.‌

مندر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پدمنابا سوامي مندر، ترووننتها پورم ښار

د تروپتي مندر یوه کارکوونکي "د مېنټ" ورځپاڼې ته ویلي چې دا درمسال په پرله پسې ډول بډای کېږي او شتمني یې ډېرېږي، ځکه چې په خبره یې، په غره کې جوړ شوي‌ دغه مندر ته نذرمنونکي ډېرې نغدې روپۍ او سره زر وروړي او په بانکونو کې د سود کچې له ډېرېدو سره هلته د دغه درمسال ساتل شوې پیسې هم ګټه کوي او ورسره ډېرېږي.

"تروملاتروپتي دیوستانم" بنسټ په اندهرا پردېش، تمېل ناډو، نېلنګانه، اوډیسه، هریانه، مهاراشټر او په نوي ډیلي کې هم د ګڼو درمسالونو چارې سمبالوي.‌

د یادولو ده چې په ۲۰۱۱ کې د هند جنوبي ایالت کېراله کې په شپاړسمه پېړۍ کې د یوه جوړ شوي درمسال په ځمکتل کې د میلیاردونو هندي کلدارو په ارزښت ګاڼې او قیمتي غمي موندل شوي وو.

د پدمنابا سوامي په نوم په هغه مندر د دغه ایالت په مرکزي ښار ترووننتها پورم کې دی.

د مالوماتو له مخې د دغه درمسال له څلورو یې دوه ځمکتلونه له شاوخوا ۱۳۰ کلونو راهیسې چا نه وو پرانیستي او د هند سترې محکمې د لارښوونې پر بنسټ یوه اووه کسیزه کمېټه دننه ورغله او هلته شته شتمني یې ارزولې ده. که څه هم چارواکو دا نه دي په ډاګه کړي چې ارزښت یې څومره دی خو د مالوماتو له مخې د هغه درمسال دننه هم د شاوخوا ۲۵ میلیارد روپيو په ارزښت قیمتي ګاڼې او غمي‌ شته.