د هند سترې محکمې د بابري جومات ځای هندوانو ته ورکړ

هندوان

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، هندوان داسې انګېري چې ګني دا د دوی د یوه خدای "رام" د زوکړ ځای دی او هوډ لري دا خپل معبد وګرځوي.

د هند سترې محکمې د رايو په ډېري په ایودیا ښار کې د هغه مذهبي ځای پر سر چې د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ پرې ناندرۍ وې حکم وکړ. د حکم له مخې دا ځای يوې حکومتي ادارې ته ورکړل شوی چې هلته پرې معبد ورغوي. د حکم له مخې مسلمانانو ته بل ځای بدیل ځمکه ورکول کېږي چې جومات پرې ورغوي.

پولیس په ښار کې د ارامۍ راوستلو په هڅه کې دي. مسلمانان او هندوان له لسیزو راهیسې د ایودیا بابري جومات پر سر اختلاف لري.

چارواکو په سیمه کې د ارامۍ غوښتنه کړې او پولیس او ملېشې اوتر پردیش ښار ته د امنیت نیولو لپاره استول شوي دي. د جمعې په ورځ د تاوتریخوالي په لړ کې سلګونه کسان ونیول شول.

مسلمانان او هندوان له لسیزو راهیسې د ایودیا بابري جومات پر سر، چې په شپاړسمه پېړۍ کې جوړ شوی، له یو بل سره اختلاف لري.

بابری جومات ۲۶ کاله مخکې د ډیسمبر پر ۲۶ ونړول شو.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بابری جومات ۲۶ کاله مخکې د ډیسمبر پر ۲۶ ونړول شو.

دغه حقوقي قضیه اوس د هند سترې محکمې ته رسېدلې ده چې د دغه جومات د ځمکې پر مالکیت پورې اړه لري.

هندوان داسې انګېري چې ګني دا د دوی د یوه خدای "رام" د زوکړ ځای دی او هوډ لري دا خپل معبد وګرځوي.

مسلمانان وايي، له پېړیو راهیسې یې په دې جومات کې عبادت کړی دی.

په پام کې ده چې محکمه د شنبې په ورځ په ځايي وخت ګهیځ لس نیمې بجې په دې تړاو خپل نظر اعلان کړي.

په سیمه کې ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي او پولیسو جومات ته غځېدلې لارې بندې کړې دي.

ایودا ته ۵۰۰۰ امنیتي سرتېري استول شوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ایودا ته ۵۰۰۰ امنیتي سرتېري استول شوي

په سیمه کې د پولیسو یوه مشر ام پرکاش رویټرز خبري اژانس ته ته ویلي، پولیس خواله رسنۍ څاري چې د محکمې د نظر د اعلان پرمهال د لمسوونکو کړنو مخه ونیسي.

د هند د کورني امنیت یوه جګپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، پولیس د هر ډول کوچني یا لوی اړدوړ مخنیوي ته ګومارل شوي دي.

دی وايي، ایالتي ادارې د اړدوړ جوړوونکو د احتمالي نیولو او ساتنې لپاره ځینې ښوونځي مشخص کړي دي.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي پر خپل ټوېټر له خلکو غوښتي چې ارام اوسي او د محکمې پرېکړې ته احترام ولري. دی وايي "د محکمې پرېکړه که هرڅه وي، نه به چا ګټلې وي او نه بایللې".

د جمعې په ورځ پولیسو اعلان وکړ چې د محکمې له حکم اعلانېدو مخکې یې ۵۰۰ کسان نیولي چې ډېری یې لاهم په بند کې دي.

هندوان ایودا د خپل یوه خدای (رام) د زوکړې ځای بولي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هندوان ایودا د خپل یوه خدای (رام) د زوکړې ځای بولي.

شخړه د څه پرسر ده؟

په شپاړسمه پېړۍ کې جوړ شوی جومات د لانجي اصلي موضوع ده. دا جومات په ۱۹۹۲ کال هندوانو ویجاړ کړ چې له کبله یې په اړدوړ کې کابو ۲۰۰۰ کسان ووژل شول.

ډېری هندوان ګومان کوي چې بابري جومات د هندوانو د ویجاړ شوي معبد پر کنډوالو جوړ شوی او ادعا کوي چې دا مسلمانانو دا معبد ویجاړ کړی و.

مسلمانان وايي تر ۱۹۴۹ کال پورې هغه مهال چې هندوانو د رام مجسمه په دې جومات کې کېښوده، هلته مسلمانانو عبادت کاوه.

په وروستیو لسیزو کې ددغه مذهبي ځای د مالکیت د شخړې پرسر د مسلمانو او هندي مذهبي ډلو پښې محکمې ته وڅکول شوې.

د ویډیو تشریح، د جومات او مندر پر سر شخړه