له داوطلبۍ د اسټرالیا له تېرېدو وروسته، سعودي د ۲۰۳۴ نړیوال جام کوربتوب کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۲۰۳۴ نارینه وو فوټبال نړیوال جام کوربهتوب ته د استرالیا د بولۍ له نه سپارلو وروسته اوس سعودي عربستان د دغه جام کوربهتوب کوي.
د استرالیا فوټبال خپله پرېکړه د سې شنبې په ورځ د دغه جام د کوربه توب لپاره د لېوالتیاوو ثبتولو ته د فیفا له ټاکل شوي وخت یوازې څو ساعته مخکې ډاګیزه کړه.
سعودي عربستان یوازېنی بل هېواد دی چې داوطلبي کوي.
فوټبال اسټرالیا په یوه بیان کې ویلي: "موږ دې نتیجې ته رسېدلي یو چې د ۲۰۳۴ سیالیو لپاره دا کار ونه کړو".
د اسټرالیا حکومت وايي غواړي خپلې هڅې په ۲۰۲۶ کال کې د AFC ښځینه اسیایي جام او په ۲۰۲۹ کال کې د کلب نړیوال جام پر کوربه توب ور ټولې کړي.
د ۲۰۲۶ نړیوال جام به په متحده ایالاتو، مکسیکو او کاناډا کې ترسره شي.
مراکش، پرتګال او اسپانیا به د ۲۰۳۰ کال د ټورنمنټ کوربه وي، چې په ارجنټاین، پاراګوای او یوراګوای کې به يې هم ځینې لوبې وشي.
فیفا ویلي وو چې د ۲۰۳۴ کال نړیوال جام به په اسیا یا اوشیانیا کې ترسره شي او د اسټرالیا داوطلبۍ د سعودي عربستان لپاره یوازینی احتمالي سیال بلل کېده چې د فیفا له پرېکړې لږ وروسته یې د داوطلبۍ اعلان وکړ.
د اسیا د فوټبال کنفدراسیون د ملاتړ له ترلاسه کولو سره سره، سعودي عربستان ته به د یوه لانجمن کوربه په سترګه وکتل شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د بشر حقونو کمپاین کوونکو په سعودي کې د بشري حقونو پر سر غړونو نیوکه کړې ده - تېر کال په یوه ورځ کې ۸۱ نارینه اعدام شوي - د ښځو د حقونو سرغړونې، د همجنسخوښۍ جرم، د بیان د آزادۍ محدودیت او په یمن کې جګړه یې ښکاره بېلګې یادې کړې دي.
د سعودي عربستان نړیوال حیثیت په ۲۰۱۸ کال کې د جمال خاشقجي د وژنې له امله سخت زیانمن شو. جمال خاشقجي په امریکا کې مېشت سعودي خبریال او د سعودي د حکومت یو مهم منتقد و.
تېره اونۍ د بشر حقونو د څار سازمان وویل: "د دې احتمال چې فیفا کولی شي سعودي عربستان ته د ۲۰۳۴ نړیوال جام جایزه ورکړي سره له دې چې د بشري حقونو وېروونکي ریکارډ او د هر ډول څارنې لپاره تړلې دروازې د بشري حقونو لپاره د فیفا ژمنې د شرم په توګه افشا کوي."
د بخښنې نړیوال سازمان د سې شنبې په ورځ له فیفا وغوښتل چې له سعودي عربستانه "روښانه او پابندې ژمنې" خوندي کړي.
د ۲۰۲۲ نړیوال جام کوربه توب کې د همجنس اړیکو په اړه د دریځ، د بشري حقونو ریکارډ او له کډوالو کارګرانو سره د چلن له امله پر قطر نیوکې راپورته شوې.

فیفا په سعودي عربستان کې د ۲۰۲۳ کال د ښځو د نړیوال جام د سپانسر کولو پلان د اسټرالیا او نیوزیلینډ د ګډو کوربه توبونو، لوبغاړو او سپانسرانو له غبرګون وروسته لغوه کړ، خو سعودي عربستان تېر کال د ښځو د ټیم له جوړولو وروسته د ۲۰۳۵ کال د ټورنمنټ کوربه توب ته لېواله دی.
د ۲۰۲۲ نارینه ټورنمنټ په شان، د ۲۰۳۴ به تقریبا په ژمي کې ترسره شي، ځکه چې په اوړي کې به هلته هوا ډېره ګرمه وي.
د سعودي عربستان د عامه پانګونې فنډ (PIF) په ۲۰۲۱ کې د نیوکاسل یونایټډ اخیستل بشپړ کړل او مدیر ایډي هو وویل: "ریاض او جدې ته زموږ سفرونه دوه خورا مختلفې تجربې وې.
"هر چېرې چې لاړو ښه تنظیم شوی و. زموږ ښه پالنه کېده. که نړیوال جام هم ورته تنظيمېږي دا به واقعاً ښه وي."
د سعودي عربستان لپاره د سپورت یو بل پړاو

د عکس سرچینه، AFP
سعودي عربستان له ۲۰۱۸ راهیسې د ګڼو لوبو کوربهتوب کړی، چې د فوټبال، فارموله ۱، ګلف او سوکوهنې لوبې پکې راځي. په پام کې ده چې په راتلونکې ډیسمبر کې به د کلب نړیوالې لوبې هم پکې جوړې شي.
د سعودي عربستان د سپورټ وزیر شهزاده عبدالعزیز بن ترکي بن فیصل وویل چې دا بولۍ "له فوټبال سره د لېوالتیا لرونکي هېواد په توګه زموږ په سفر کې یو مهم او طبیعي ګام دی".
سعودي د څلورو غوره کلبونو – الاهلي، الهلال، الاتحاد او النصر کنټرول لري او کریسټیانو رونالډو، کریم بینزیما او نیمار هغه لوبغاړي دي چې دوی خپل کړي او د سعودي له لیګ سره یوځای شوي.











