د پاکستان پوځ مشر وايي په افغانستان کې د طالبانو حکومت دې د "اورپکو او پاکستان تر منځ يو غوره کړي"

عاصم منير

د عکس سرچینه، ISPR

د پاکستان د دفاعي ځواکونو مشر فيلډ مارشال عاصم منير و یلي، په افغانستان کې د طالبانو حکومت باید د اورپکو او پاکستان تر منځ باید يو غوره کړي.

نوموړي چې د دفاعي ځواکونو په نوي جوړ شوي مرکز کې د ګډو ځواکونو غونډې ته وینا کوله وويل، "د طالبانو رژیم [د طالبانو حکومت] ته هم يو څرګند پيغام رسېدلی چې د فتنه الخوارج او پاکستان تر منځ له غواروي پرته بله لار نه لري."

پاکستان د "فتنه الخوارج" ټکی د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) او خپلو نورو مخالفو وسله والو ډلو ته کاروي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تراوسه د عاصم منير څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی خو وړاندې یې ویلي چې هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي او پاکستاني طالبان د دوی خپله کورنۍ مسئله ده.

پاکستان تل تور پور کوي چې د پاکستاني طالبانو تحریک وسله وال د افغانستان په خاوره کې پټنځايونه لري او له هغه ځايه د دوی په خاوره کې پر امنیتي ځواکونو مرګوني بريدونه کوي.

په دې وروستيو مياشتو کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان تر منځ اړیکې خورا ترينګلې شوې دي. پاکستان څو ځله ډيورنډ کرښې ته څېرمه هوايي بريدونه کړي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په وینا ولسي وګړو ته په کې مرګژوبله اوښتې ده.

پاکستان د تېرې اکتوبر میاشتې لومړیو کې په کابل او پکتیکا کې هوايي بريدونه وکړل او ادعا یې کوله چې پاکستاني طالبان په نښه کړې دي. په دغو بریدونو د کرېکټ د کورنیو لوبغاړو په ګډون ګڼو ولسي خلکو ته مرګژوبله اوښتې وه.

د طالبانو حکومت دغو بریدونو ته د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو او پوځي مرکزونو په بریدونو ځواب ورکړ او له هغه راهيسې د دواړو هېوادونو تر منځ څو ځله نښتې شوې او سوداګري په ټپه درېدلې ده.

د طالبانو حکومت او پاکستان وروسته د قطر او ترکیې په منځګړیتوب دوحه کې د اوربند هوکړه لاسلیک کړه. ورپسې استانبول کې په دویم پړاو خبرو کې یوازې د اوربند پر غځېدو سلا وشوه، خو د نورو اختلافونو حل لپاره درېیم پړاو مذاکرات وشول چې هغه هم بې پایلې پایته ورسېدل.

پاکستان د طالبانو له حکومته غواړي چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو پر ضد عمليات وکړي او دوی ته ليکلی ضمانت ورکړي چې په پاکستان کې به بريدونه نه ترسره کېږي.

د طالبانو حکومت هم پر خپل دې دریځ ټینګ دی چې نه غواړي د پاکستان په کورنیو چارو کې ښکېل شي او دا چې ټي‌ټي‌پي او نورې وسله والې ډلې د پاکستان خپله مسله ده.

هند ته ګوتڅنډنه

د پاکستان د دفاعي ځواکونو مشر عاصم منير هند ته هم ګوتڅنډنه وکړه او ویې ویل چې "هند باید په هېڅ ډول غلط فهمۍ کې پاتې نشي، بل ځل د پاکستان ځواب به ډېر سخت وي. " نوموړي د هند او پاکستان تر منځ وروستۍ شخړې ته اشاره کوله.

د تېرې يکشنبې په ورځ، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي، د عاصم منیر او پاکستاني پوځ په اړه د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر وروستۍ څرګندونې د ده په ټکو پاروونکی، بې اساسه او غیر مسئولانه بللې وې.

د هند د بهرنیو چارو وزیر، د شنبې په ورځ په یوه کنفرانس کې د وینا پر مهال، د عاصم منیر په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ويلي وو، چې د هند او پاکستان تر منځ ډېری ستونزې د پاکستاني پوځ له امله رامنځته کېږي. د هغه په ​​وینا، ترهګري، روزنیز کمپونه او د هند پر وړاندې ایډیالوژیکي دښمني ټول له پوځ سره تړاو لري.

عاصم منیر په خپله وینا کې وویل چې "د نوي جوړ شوي دفاعي ځواکونو په مرکزي دفتر کې بنسټیز بدلون تاریخي دی." هغه زياته کړه چې "د مخ په زیاتېدونکو او بدلېدونکو ګواښونو په پام کې نیولو سره، دا اړینه ده چې موږ د ګډو ځواکونو څو اړخيز عمليات تر یوه متحد سیسټم لاندې نور هم ښه کړو."

عاصم منیر ویلي، د دفاعي ځواکونو د مرکزي دفتر جوړول د دې بدلون په لور یو اړین ګام دی.

د پوځ مشر زیاته کړه، "زه بیا تکراروم چې پاکستان یو سوله خوښونکی هېواد دی، په هرصورت، هیچا ته به اجازه ورنکړل شي چې د پاکستان حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا ته ګواښ پېښ کړي."

په دې غونډه کې د پوځ، سمندري او هوايي ځواکونو لوړ پوړو چارواکو هم ګډون کړی و.