طالبانو حکومت: پاکستان سوداګریزې لارې د فشار او ګواښونو په وسیلو بدلې کړې

د عکس سرچینه، DOHA FORUM
د دوحې د ۲۰۲۵ کال فورم په دویمه ورځ، د افغانستان په تړاو غونډه کې د سيمه يیز اتصال له لارې د افغانستان پر اقتصادي پرمختګ د طالبانو حکومت، قطر او ازبکستان استازو خبرې وکړې.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز مشر د سیمه ییز اتصال او همکارۍ په برخه کې د افغانستان د رول په اړه څرګندونې وکړې.
خو عبدالحی قانت د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستیو ترینګلتیاوو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ ځنډېدو ته په اشارې وویل، "هغه څه چې موږ یې شاهدان یوو هغه جغرافيه او سوداګریزې لارې د سياسي فشار په وسيلو بدلېږي. سوداګریزې لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ستونزو کې د سیاسي ګټې په توګه کارول کېږي."
ښاغلي قانت ټینګار وکړ چې دا د سیمه ییزې همغږۍ او همکارۍ اصل ګواښي.
نوموړي زیاته کړه چې پاکستان او افغانستان باید سره کېني او د ستونزې حل ومومي. د ده په وينا، "که دا کړکېچ د اوږدې مودې لپاره دوام وکړي، نو د سیمې باور به په سیمه ییز اتصال او همکارۍ زیانمن کړي."
خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت چارواکي ټینګار وکړ چې باور لري "دا یو لنډمهاله کړکېچ دی" او هیله یې څرګنده کړه چې د افغانستان او پاکستان اړیکې بیا مثبت لوري ته ولاړې شي.
د ښاغلي قانت په وینا په داسې یوه چاپېریال کې به، دوی وکولی شي "افغانستان د ګواښ په توګه نه، بلکې د جنوبي او مرکزي اسیا سره د نښلولو لپاره د یوه مهم مرکز په توګه وکاروي."
د طالبانو حکومت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې له مرګونو نښتو او بريدونو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ لارې له نژدې دوو مياشتوې راهيسې تړل شوې دي.
اسلام اباد وړاندې ټینګار کړی و چې د طالبانو د حکومت له "قوي امنیتي ضمانت" پرته خپلې پولې نه پرانیزي.
بل بلو په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم ټینګار کوي چې له پاکستان سره به تر هغه سوداګریزې لارې پرا نه نیزي چې تر څو یې داسې "قوي ډاډ" نه وي ورکړی چې د "سیاسي فشار" په توګه به د لارو له تړلو کار نه اخلي.
د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد پاکستان تورن کړی چې له افغانستان سره یې د سوداګرۍ او ټرانزیټ لارې "په ناقانونه ډول د سیاسي او اقتصادي فشار د وسیلې په توګه" وتړلې او "د دواړو غاړو ولسونو ته یې جدي زیانونه ورسول."
پاکستان په افغانستان د طالبانو پر حکومت تور لګوي چې پاکستاني طالبانو طالبانو (ټي ټي پي) ته يې ځای ورکړی او له هغه ځای پر دوی بريدونه کوي. د طالبانو حکومت بيا دا د پاکستان کورنۍ مسئله بولې او وايي هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي.
د طالبانو حکومت مخکې اعلان کړی و چې اوس به تر ډېره د منځنۍ اسیا هېوادونو او ایران له لارې سوداګري کوي او له سوداګرو یې غوښتي وو چې د پاکستان پر وړاندې بدیل بازارونه ومومي.
ازبکستان افغانستان ته د یوه فرصت په سترګه ګوري
د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي په غونډه کې وویل چې هېواد یې افغانستان "یو فرصت ګڼي، نه یو ګواښ".
عصمت الله ارګاشف زیاته کړه چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګري په تېرو نهو میاشتو کې ۱.۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده.
نوموړی وايي، افغانستان د ازبکستان د پولو له لارې خپل صادرات هم زیات کړي دي.
ازبکستاني چارواکي ټینګار وکړ چې د دوی هېواد د امنیت په ګډون په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکاري کوي.
په همدې مهال، د قطر د بهرنیو چارو وزارت استازي په غونډه کې وویل چې دوحه د نړیوالې ټولنې او افغانستان ترمنځ د پول رول لوبوي.
فیصل بن عبدالله ټینګار وکړ چې له طالبانو سره د اړیکو پرته بله لار نشته، که څه هم هغه وویل چې "خبرې اترې د (طالبانو حکومت) په رسمیت پېژندلو په معنی نه دي."
د دوحې فورم، له ۱۶۲ هېوادونو څخه د شاوخوا پنځه زره کسانو په ګډون، د شنبې په ورځ پيل شو چې يکشنبې د ډسمبر پر اوومه پايته ورسېد.











