چمن کې له پرلت والو سره شخړه؛ محمود خان اڅکزي له ښکېلو امنيتي کسانو سره د قانوني چلند غوښتنه کړې

محمود خان

د عکس سرچینه، AFP

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په يوه خبري کنفرانس کې د پاکستان له حکومته غوښتي چې په چمن کې له پرلت والو سره د اخ او ډب پېښه کې ښکېل امنيتي کسان دې د قانون منګولو ته وسپارل شي.

په دغه خبري کنفرانس کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي تر څنګ د تحریک انصاف ګوند یوه لوړپوړي غړي، اسد قیصر، او یوه بلوڅ ملتپال مشر، ثناالله بلوڅ هم ګډون درلود.

څلور ورځې وړاندې د پرلت والو او پاکستان د اېف سي امنيتي کسانو تر منځ د اخ و ډب راپورونه ورکړل شول چې مرګژوبله يې هم لرله.

د ښاغلي اڅکزي په وينا پرلتوال غوښتنه کوي چې د اېف سي ځواکونو پر قومندان او مرستيال کمېنشر دې عريضه يا اېف ای ار يا ثبت کړل شي.

له دغې پېښې وروسته څلور ورځې کېږي چې د احتجاج په ډول پرلت والو د کوټې چمن تر منځ لويه لار هم تړلې ده.

په بلوچستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ايالتي مشر او د دغه پرلت ملاتړی نور پاچا د چمن کوټې تر منځ د لارې تړل کېدو پخلی کوي او وايي د چمن ټول بازار، بانکونه، د پاسپورټ او نادرا دفترونه هم تړل شوي دي.

پرلت شخړه

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

له پرلت والو سره د امنيتي کسانو په شخړه کې د مرګژوبلې بېلابېلې شمېرې ورکړل شوي دي.

ښاغلی نور پاچا وايي، د اخ او ډب پېښه کې دوه کسان وژل شوي او ۱۶ تنه نور ټپيان دي. خو د دغه پرلت تنظيموونکی کمېټې وياند صادق خان اڅکزی وړاندې بي بي سي ته د مړو شمېر څلور او د ټپيانو شمېر ۴۰ تنه ياد کړی و.

بي بي سي په خپلواکه توګه د مرګژوبلی دا ادعاوې نشي تائيدولی.

صادق خان اڅکزي بي بي سي ته ويلي و، اېف سي ځواکونو په پرلت کوونکو اوښکې بهوونکی ګاز کارولی، د دوی خېمې يې سوځولي او د کوتکونو پر ګوزارونو سربېره يې ډزې هم کړې دي.

سرچینې وايي، احتجاج کوونکو هم پر ملېشه ځواکونو د ډبرو ګوزارونه کړي وو.

د پرلت ځينو ګډونوالو بي بي سي ته ويلي چې امنیتي ځواکونو یې ۵۰ تنه نیولي هم دي.

د ځايي رسنيو په وينا وړاندې د اېف سي ځواکونو قومندان په پرلتوالو له ډزو کولو انکار کړی و. د بلوچستان حکومت هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

پرلت

د عکس سرچینه، SM

چمن کې د زرګونو کسانو پرلت له څه باندې اوو میاشتو راهيسې روان دی. دغه کسان له ويزو پرته پر ډيورنډ کرښه له پاکستانه، افغانستان ته د تګ راتګ غوښتنه کوي.

پرلت وال وايي، حکومت او امنیتي ادارې یې په زور له خپلو غوښتنو نشي اړولي او دا چې په راتلونکو ورځو کې به خپل اعتراضونه لا زیات کړي.

د دغه پرلت کډونوال تر ډېره هغه کسان دي چې په وېش بازار او د سپین بولدک-چمن دروازې دواړو غاړو ته کاروبار، خپلوي او راشه درشه لري.

دوی وايي د تاریخ په اوږدو او د پاکستان له جوړېدو راهیسې یې پر ډیورنډ کرښه ازاد تګ راتګ او کاروبار کاوه، او تر دې وروسته هم د پاسپورتونو او ویزو جبري کېدو ته غاړه نه نږدي.