د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین پیل شول

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت وايي، په یوولسو ولایتونو کې د ګوزڼ (پولیو) ضد واکسین کمپاین پیل شوی دی.
د دغه وزارت ویاند شرافت زمان په وینا په کونړ، ننګرهار او لغمان کې دوه ورځې وړاندې یعنې د اکتوبر له ۲۱مې پیل شوی دی. په دغو ولایتونو کې د ګوزڼ د خپرېدو وېره پرتله ییز ډول ډېره ده، ځکه واکسینونه هم د نورو ولایتونو پرتله ډېر په کې کېږي. دا وروستیو کې د پولیو پېښې هم دغو ولایتونو کې ډېرې وې.
د ښاغلي شرافت په وینا په دغه کمپاین کې به شپږ اعشاریه پنځه دېرش میلیونه ماشومان واکسین کړای شي.
په روان لمریز کال کې په افغانستان کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوي، خو تېر کال دا شمېر دوه پېښې و.
د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت وايي دا کمپاین به د اکتوبر میاشتې تر شپږویشتمې نېټې په بغلان، غزني، کابل، کاپیسا، خوست، کونړ، کندز، لغمان، نورستان، پکتیا، پکتیکا، پروان او تخار ولایتونو کې روان وي.
افغانستان کې اوس هم ځینې کورنۍ خپل ماشومان د بېلابېلو لاملونو له کبله نه واکسینوي، چې دا د ماشوم د بدن دفاعي وړتیا کموي او په دې توګه په اسانۍ په پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ اخته کېدای شي.
ګوزڼ عموما تر پنځو کلو کم عمره ماشومان اغېزمنوي او درملنه یې ناشونې ده.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) د معلوماتو له مخې په تېرو څو میاشتو کې د ډیورنډ کرښې بلې غاړې ته هم د ماشومانو د ګوزڼ ځينې پېښې ثبت شوې دي.
د طالبانو د روغتیا وزارت د ګوزڼ وېروس د مخنیوي لپاره د ټولنې له مشرانو او په ځانګړي ډول له میندو او پلرونو غواړي چې خپل ماشومان واکسین کړي.
ډاکټران وايي، په افغانستان کې د پولیو په اړه عامه پوهاوي ډېر اړین دی او د کافي پوهاوي د نشتوالي له امله په ځینو سیمو کې خلک خپل ماشومان د پولیو پرضد نه واکسینوي.
د یادونې ده چې افغانستان او پاکستان نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم د ماشومانو د ګوزڼ پېښې په کې رامنځته کېږي.











