په افغانستان کې د پوليو واکسيناتوران وايي:"ښايي کار مو ټکنى شي."
د طالبانو حکومت د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د يونيسف په مرسته د پولیو واکسین درې ورځې وړاندې پیل کړ.
ټاکل شوې وه دغه بهير راتلونکې اوونۍ په فراه او هلمند کې هم پیل شي، خو د عامې روغتیا وزارت د چارواکو په وینا د تخنیکي ستونزو له امله ځنډېدلې ده.
خو لکه زموږ د همکار سید عبدالله نظامي په رپوټ کې چې به یې وګورئ، واکسین په ځينو سميو کې یوازې په جوماتونو کې ورکول کېږي چې ښايي ځینې ماشومان ترې پاتې شي.