یوه اوونۍ افغانستان کې د پولیو دویمه پېښه؛ ۲۳ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین پیل شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې نن دوشنبه د مې میاشتې پر ۱۵مه، د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو پر ضد دری ورځنی د واکسین کمپاين پیل شوی دی.
افغانستان کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، روان کمپاین کې به په ۲۱۷ ولسوالیو کې له پنځه کلنۍ کم عمره نژدې شپږ نیم میلیونه ماشومانو ته واکسین ورکړل شي.
چارواکو له خلکو غوښتنه کړې، چې د پولیو له کمپاین سره همکاري وکړي چې "افغانستان د ماشومانو له ګوزڼ یا پولیو پاک شي."
دا کمپاین داسې حال کې پیلېږي چې په ختیځ ننګرهار ولایت کې د پولیو دویمه مثبته پېښه هم رپوټ شوې ده.
دا په یوه اوونۍ او په روان ۲۰۲۳ کال کې د پولیو دویمه مثبته پېښه ده چې په افغانستان کې ثبت شوې.
هغه مهال د طالبانو د روغتیا چارواکو ویلي، دغه پېښه د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې شوې ده.
ولې یوه اوونۍ کې دوه پېښې؟

د عکس سرچینه، Getty Images
دویمه پېښه بټي کوټ ته څېرمه په کوټ ولسوالۍ کې شوې ده. دغه دواړه ولسوالۍ د جمهوریت له پرځېدو مخکې خورا نا امنه وې او د ګوزڼ واکسین ماشومانو ته په سم ډول نه رسېدل.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي د مثبتو پېښو یو لامل دا دی چې دغلته په سیمه کې له وړاندې "په اوبو کې دغه وېروس موجود و."
په دغه وزارت کې د پولیو د له منځه وړلو عملیاتي مرکز مشر ډاکتر نیک ولي شاه مومن چې خپله بټي کوټ ولسوالۍ ته ورغلی، بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل، دویم "مهم لامل یې له پښتونخوا سره د خلکو تګ راتګ دی" او له همدې امله د کرښې له بلې غاړې دغه وېروس افغانستان ته لېږدول کېږي.
نوموړی وايي، د وېروس د کابو کولو لپاره د ننګرهار هغو ولسوالیو کې چې له کوټ او بټي کوټ سره پولې لري، "په جون او جولای کې د پولیو واکسینونه بیا پیلوي."
د طالبانو د روغتیا وزارت دغه چارواکی د ګوزڼ وېروس د مخنیوي لباره د ټولنې له مشرانو او په ځانګړي ډول له میندو او پلرونو غواړي چې خپل ماشومان واکسین کړي.
ډاکټران وايي، په افغانستان کې د پولیو په اړه عامه پوهاوي ډېر اړین دی او د کافي پوهاوي د نشتوالي له امله په ځینو سیمو کې خلک خپل ماشومان د پولیو پرضد نه واکسینوي.
اوس مهال افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني دوه هېوادونه دي چې د پولیو وېروس په کې شته.
افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو ۵۶، په ۲۰۲۱ کال کې ۴ مثبتې پېښې او په ۲۰۲۲ کال کې دوه مثبتې پېښې ثبتې شوې وې.
د روغتیا پوهانو وینا ده چې پولیو درملنه نه لري خو پرې د اخته کېدو د مخنیوي یوازینۍ لاره واکسین دی.










