زابل کې ۱۷۰ زره ماشومانو ته د پوليو واکسين ورکول کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان په سویل زابل ولايت کې جومات په جومات د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ درې ورځنۍ کمپاین پیل شوی، ځايي چارواکي وايي، په ترڅ کې به یې د مرکز او ولسوالیو له پنځه کلنۍ کم عمره ۱۷۰ زره ماشومانو ته د پولیو واکسین ور کړل شي.
د راپورونو له مخې، دا په روان زیږدیز کې په دغه ولایت کې د ګوزڼ ناروغۍ څلورم کمپاین دی.
د زابل د عامې روغتیا مشر ډاکټر عبدالحکیم حکیمي د پولیو کمپاین د پرانیستې پر مهال ویلي، دغه کمپاین چې جومات په جومات تطبیقېږي، د مرکز او ولسواليو ټول ماشومان به تر پوښښ لاندې راولي.
د طالبانو د حکومت د عامي روغتیا مسوولانو پر داسې مهال د کور په کور کمپاین پرځای د جومات په جومات کمپاین پیل کړی چې د افغانستان په ځینو سیمو کې له جومات په جومات کمپاین څخه د زیات شمېر ماشومانو د پاتې کېدو په اړه راپورونه ور کړل شوي دي.
وړاندې د کندهار روغتیايي مسوولانو رسنیو ته ویلي وو، له جومات په جومات پیل کړي پولیو واکسین کمپاین څخه یې کابو ۵۶ سلنه ماشومان بې برخې شوې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف چارواکي هم وايي، ټولې کورنۍ نه شي کولی خپل ماشومان د واکسین لپاره جوماتونو ته یوسي.

په افغانستان کې د یونیسف ادارې د رسنیو د برخې مشر کمال شاه وايي، "سږکال چې کوم کمپايونه ترسره شوي په ځينو ولايتونو کې کور په کور وو چې د پوښښ کچه يې ښه وه او ځينو ولايتونو کې د کمپاينونو بڼه مسجد په مسجد يا سايټ په سايټ وه چې هلته د واکسين شويو ماشومانو شمېر کم دی ځکه ټول خلک ماشومان د واکسين تر ځايه نشي وړی."
د ګوزڼ معلولوونکې ناروغۍ ټغر له نورې نړۍ ټول شوی، خو یوازې درې هېوادونو، افغانستان، پاکستان او نایجریا کې یې لا هم پېښې شته.
د راپورونو له مخې، په روان زېږدیز کال کې په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ یوازې یوه پېښه په سویل ختیځ ولایت پکتیکا کې ثبت شوې ده.
خو په ګاونډي هېواد پاکستان کې بیا د ګوزڼ ناروغۍ یوه پېښه تازه ثبت شوې چې په دې سره سږکال په دغه هېواد کې د پولیو ناروغۍ د پېښو شمېر ۱۳ ته ورسېد.










