"راتلونکو څلورو ورځو کې به لس ميليونه افغان ماشومان د پوليو ضد واکسين شي"

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو حکومت د روغتيا وزارت وايي د پوليو يا ګوزڼ ضد واکسين پړاو به سبا د نومبر پر اتمه نېټه رسما په ټول افغاستان کې پيل شي.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې دغه واکسين چې د يونيسف په مالي ملاتړ ورکول کېږي، په هرات ولايت کې شاوخوا ۷۰۰ ماشومانو ته لګول شوي دي خو د ياد وزارت په وينا په راتلونکو څلورو ورځو کې به د افغانستان په ټولو ولايتونو کې لس ميليونه هغه ماشومان چې عمر يې له پنځو کلونو کم دی واکسين شي.
د طالبانو د عامې روغتیا چارسمبالي وزیر قلندر د پوليو په اړه ويلي "بې له شکه پولیو یوه داسې ناروغي ده، چې له درملنې پرته ماشومان وژني او یا يې د تل لپاره معیوبوي، نو په دې صورت کې یوازینۍ لار د واکسین تطبیق دی."
د عامې روغتيا وزارت د پوليو کمپاين يو مشر ګلا خان ايوب بي بي سي ته ويلي، د پوليو واکسينو تر څنګ به په دې کمپیاين کې هغه ماشومان چې عمرونه يې د شپږو مياشتو تر پنځو کلونو پورې دي، د ويټامين اې درمل هم ورکول کېږي.
د ښاغلي ايوب په وينا د سږني کمپاين توپیر دا دی چې د واکسين په برخه کې امنيتي ستونزې نشته او د ده په وينا د خلکو همکاري هم زياته ده خو دا په داسې حال کې ده اوس هم د افغانستان په لېرې پرتو سیمو کې ځينې خلک اجازه نه ورکوي چې ماشومان يې د پوليو پر ضد واکسين شي.
د ماشومانو ګوزڼ يا پوليو د نړۍ په نورو هېوادونو کې له منځه تللې خو يوازې افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې د دغې ناروغۍ پېښې په کې لا هم رامنځته کېږي.




