تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اسرائيلو او حزب الله کړکېچ؛ د امریکا ولسمشر وايي منځني ختيځ کې د شخړې مخنيوي هڅې کوي
د اسرائیلو او د لبنان حرب الله ډلې ترمنځ د شخړې پراخېدو ته د نړیوالو د اندېښنو په ترڅ کې د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي منځني ختیځ کې د روانې جګړې د لا پراخېدو مخنیوي لپاره خپلې ټولې هڅې کوي.
نوموړي خبریالانو ته وویل حکومت یې د جګړې د پراخېدو د مخنیوي لپاره جدي هلې ځلې کوي.
یوه خبریال له ښاغلي بایډن وپوښتل چې آیا منځني ختیځ کې د ترینګلتیا په اړه اندېښنه لري؟ ده په ځواب کې وویل، "هو اندېښنه لرم ، خو د یوې پراخې جګړې د مخنیوي لپاره به هر هغه څه وکړو چې امکان یې وي، موږ خپله هڅه کوو."
له دې وړاندې مصر منځني ختیځ کې د جګړې د پراخېدو په اړه خپله اندېښنه په ډاګه کړې وه.
د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي ویلي هېواد یې لا له وړاندې د سیمه ییز جګړې د خطر په اړه خبرداری ورکړی و.
نوموړي ويلي، "د هغه څه په اړه ډېر ژوره اندېښنه شته چې مصر یې په اړه له وړاندې څو ځله خبرداری ورکړی و، او هغه په ټوله سیمه کې د پراخې شخړې رامنځته کېدل او پایله کې پراخه سیمه ییزه جګړه ده، موږ په دې اړه خبرداری ورکړی و او اوس یې هم ورکوو. دا د هېڅ لوري په ګټه نه ده."
ښاغلي عبدالعاطي دغه راز ويلي چې له حزب الله سره جګړه غزه کې د اوربند لپاره هڅې هم زیانمنوي.
د نوموړي په وينا، "طبیعي خبره ده چې دا د روانو خبرو پر بهیر منفي اغېز کوي. خو مصر، قطر او امریکا ژمن دي او هڅه کوي چې خپلې ټولې هڅې وکړو او خبرې دوام ومومي، چې د بې ګناه فلسطینیانو د وینې توېیدو مخه ونیول شي او سیمه کې ثبات وساتل شي."
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش هم ویلي وېره لري چې د حزب الله او اسرائیلو ترمنځ روانه جګړه د غزې په څېر د یوه کړکېچ د رامنځته کېدو لامل نه شي.
نوموړي سي ان ان ته ویلي داسې نه ښکاري چې اسرائیل او حماس دې د روغې جوړې خبرو ته لیواله وي ده ویلي غزه کې اوربند ته "هیله من نه دی."
وړمه ورځ پر لبنان د اسرائیلو له پراخو هوايي بریدونو وروسته پرون یکشنبه حزب الله د اسرائیلو پر شمالي سیمو کې شاوخوا ۱۵۰ توغندي وتوغول. ورته مهال د اسرائیلو لوی درستیز ویلي د حزب الله پرضد به خپلې جګړې ته دوام ورکړي.
دفاع وزیر یې یوواف ګالانت هم ویلي د ټاکل شویو موخو تر لاسه کېدو پورې به د حزب الله پرضد عملیات دوام وکړي.
منځني ختیځ کې د جګړې د پراخېدو په اړه د اندېښنو سره هم مهال عراق کې د اسلامي مقاومت ډلو چې ګومان کېږي ایران یې ملاتړ کوي، ويلي چې د اسرائیلو تر نیواک لاندې د جولان پر لوړو یې د ډرون بریدونه کړي دي.
اسرائیلو هم ویلي چې په بیسان وادي او د جولان په سویل کې یې د بریدونو لپاره د خبرداري زنګونه وهلي دي. د سوریې د بشري حقونو سازمان چې مرکز یې لندن کې ویلي دا ډرون د سوریې له هوايي حریمه تیر شوي او د جولان هوايي حریم ته ننوتي دي.
جولان کې هم د درنو چاودونو غږونه اورېدل شوي او ویل شوي چې دا د هغو توغندي غږونه دي چې د توغول شویو ډرون د له منځه وړلو لپاره کارول شوي.