تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسرائيلو پر لبنان پراخ هوايي بريدونه کړي، ملګرو ملتونو ویلي لبنان دې پر بله غزه نه بدلېږي
د اسرائیلو پوځ وايي لسګونو جنګي الوتکو یې د شنبې ناوخته یو ځل بیا د لبنان سوېل کې د حزب الله ډلې پر اړونده ځایونو پراخ بریدونه کړي دي.
د اسرائیلو پوځ دغه راز ویلي دا بریدونه یې وروسته له هغه وکړل چې د یادې ډلې له خوا پر اسرائیلو د تازه راکټي حملې په اړه یې معلومات تر لاسه کړل.
د اسرائيلو د پوځ وياند ويلي، په دغو بريدونو کې د حزب الله ډلې د راکټ توغولو ۴۰۰ ځایونه ویجاړ کړل شوي چې په وينا يې بريدونه د تېرې شپې تر ماښام پورې روان وو.
نوموړي وويل، "په تېر یوه ساعت کې موږ د لبنان پر سویل پراخ بریدونه وکړل، دا بریدونه وروسته له هغه وشول چې معلومه شوه حزب الله ډلې غوښتل پر اسرائیلو له هغه ځایه حمله وکړي. لسګونه جنګي الوتکې همدا اوس پر ترهګریزو موخو او د راکټونو د توغولو پر دستګاوو بریدونه کوي تر څود اسرائیلیانو پرضد ګواښونه له منځه یوسي."
په همدې مهال د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي چې دا اجازه به چاته ورنکړو چې لبنان هم لکه غزه په یوه بله جګړه کې ښکیل کړي.
ښاغلي ګوترېش ویلي دا جګړه او بریدونه باید په هر حال ودرېږي او د لا پراخېدو مخنیوی یې وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د جمعې پر ورځ هم اسرائیلي ځواکونو د لبنان په پلازمېنه بیروت پر سویلي څنډه کمساری پراخ برید کړی وو. د لبنان د روغتیا وزیر فراس الابیض ویلي دې بریدونو کې د دریو ماشومانو او اوو ښځو په ګډون د وژل شویو کسانو شمېر ۳۷ ته رسېدلی. په دې برید کې ۶۸ تنه ټپيان شوي. الابیض وویل یو شمېر کسان لا هم برید کې د ړنګو شویو ودانیو لاندې دي.
له بریدونو سره هم مهاله د اسرائيلو په شمالي سیمو کې د خطر زنګونه وهل شوي چې د راکټي بریدونو په اړه خبر داری ورکوي.
اسرائیلي رسنیو ویلي امنیتي او دفاعي ځواکونه د تیارسي په حال کې دي او سیاسي مشرتابه پرېکړه کړې چې پر حزب الله ډلې به لویو بریدونو ته دوام ورکړي.
د اسرائيلو لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو پرون د (شنبې په ماښام) د لوړ پوړو امنیتي چارواکو ځانګړې غونډه هم را بللې وه.
په رپوټونو کې ویل شوي چې د څو سیمو له اوسېدونکو غوښتل شوي چې پټن ځایونو ته نژدې اوسې تر څو د برید پرمهال ځانونه خوندي کړي. په یوه ځای کې د ډېرو کسانو د راټولیدو په اړه هم خبرداری ورکړل شوی.
له دې هوايي بریدونو سره هم مهال د لبنان او اسرائیل پر پوله هم د حزب الله له وسله وال سره د نښتو رپوټونه ورکړل شوي دي.
له بلې خوا د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سلېوان خبرداری ورکړی چې د اسرائیلو او حزب الله ترمنځ د جګړې پراخېدل ښايي په یوه سیمه ییزه جګړه واوړي.
نوموړي د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، په غزه کې لا هم د اوربند لپاره یوه لاره ویني او په دې اړه له قطري او مصري چارواکو سره خبرې دوام لري.
لبنان کې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې یو شمېر سوله ساتي ځواکونه هم مېشت دي. د دې ځواک مشر اندریا ټینېنټي وویل د لبنان او اسرائیلو ترمنځ د کرښې په اوږدو نژدې اتیا سلنه کلي بشپړ ویجاړ شوي او یا یې یوه برخه ویجاړه شوې ده.
نوموړي وويل، "پر شنه کرښه وضعیت داسې دی چې هره ورځ بریدونه کېږي. د سوله ساتي ځواک د فعالیت ساحه کې چې ۳۴ کیلومتره اوږدوالی لري هر ځای یې ويشتل شوی، اکثره کلي په نښه شوي دي. د دې کرښې په اوږدو کې پراته اتیا سلنه کلي یا بشپړ ویجاړ شوي او یا یې یوه برخه ویجاړه شوې ده. وضعیت ډېر ناوړه دی، دا هغه څه دي چې موږ یې هره ورځ د لبنان جنوب کې ګورو. پرون بیروت سویل کې هم همداسې وضعیت وو."
حزبالله ډله چې ایران یې ملاتړ کوي لسګونه زره وسله وال او پراخ مالي او لوژستیکي امکانات لري.
دا ډله پر غزې د اسرائیلو له برید وروسته د حماس په ملاتړ دې جګړه کې ښکېله شوې ده.