د حزب‌الله وژل شوی دویم مهم قومندان ابراهیم عقیل څوک و؟

د لبنان حزب الله غورځنګ منلې چې د اسرائیلو د پرون ورځې بریدونو کې یې یو جګپوړی قوماندان 'ابراهیم عقیل' وژل شوی دی.

د لبنان د پلازمینې بیروت سویلي برخه کې د اسرائیل په بریدونو کې لږترلږه ۱۴ کسان وژل شوي، چې د حزب الله څو نور قوماندانان هم پکې دي.

اسرائیلي پوځ ویلي عقیل او نور قومندانان چې (جلیل ته د ننوتلو د پلان) اصلي طراحان وو.

د اسرائیلي پوځ ویاند افیخای ادرعي ویلي، عقیل د ۱۹۸۰مو کلونو منځ کې حزب‌الله ته لاره ومونده او ددې ډلې اسلامي جهاد څانګه کې یې فعالیت پیل کړ چې د لبنان له خاورې بهر یې د حزب‌الله د عملیاتو مسؤلیت پر غاړه درلود او په ګڼو هېوادونو کې یې عملیات وکړل.

د راپورونو له مخې، د حزب‌الله د رضوان کنډک له غړو سره په داسې حال کې وژل شوی چې په یوه غونډه کې راټول شوي ‌وو.

حزب‌الله کې دویم سړی

د لومړنیو معلوماتو له مخې، ابراهیم عقیل چې د "تحسین" په نامه هم پېژندل شوی،‌ د فواد شکر له وژل کېدا وروسته په حزب‌الله کې دویم مهم سړی و.

عقیل په ۱۹۶۲ کال لبنان کې زیږېدلی،‌ کله چې نوموړی جهادي شورا (د حزب‌الله تر ټولو لوړپوړی پوځي بنسټ) کې فعال و، هغه مهال په ګوند کې د عملیاتو د برخې مشر هم شو او د فواد شکر له ترور کېدو پورې په ګوند کې درېیم مهم کس و.

د امریکا لپاره غوښن ښکار

ابراهیم عقیل د امریکا او اسرائیلو دواړو لپاره مطلوب کس و.

نوموړی په ۱۹۸۰مو کلونو کې د هغې ډلې غړی و چې په بیروت کې یې د امریکا متحده ایالتونو پر سفارت او د سمندري بارکونو بمي بریدونه تنظیم کړي وو.

پر سفارت په یاد برید کې ۶۳ تنه او په دویم برید کې ۲۰۷ تنه وژل شوي وو.

عقیل په دې موده کې امریکايان او جرمنان لبنان کې برمته کړي وو.

په ۲۰۱۹ کې، امریکا عقیل د یوه ترهګر په توګه معرفي کړ او د عدلیې وزارت وېبپاڼې اعلان وکړ چې هغه د حزب‌الله په جګپوړي پوځي بنسټ (جهادي شورا) کې هم کار کړی دی.‌

تېر کال، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د عقیل د ځای ځایګي معلومولو پر سر ۷ میلیونه ډالره اعلان کړل.