تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اسرائیلو او حزبالله کړکېچ؛ پر بیروت د برید قربانیان ۳۷ ته رسېدلي
د لبنان د روغتیا وزیر فراس الابیض د شنبې په ورځ وویل: "د جمعې په ورځ پر سوېلي څنډه د اسرائیلو بمبارۍ کې د درېیو ماشومانو او اوو ښځو په ګډون د وژل شویو کسانو شمېر ۳۷ ته رسېدلی." نن پر پوله د اسرائیلو او حزبالله غورځنګ تر منځ بریدنه بیا پیل شوي.
دا شمېر ښايي ډېر شي. الابیض وايي لا هم ۲۳ کسان د هغو ودانیو تر کنډوالو لاندې دي چې اسرائیلو بمبار کړې دي.
نوموړی وايي، پر سوېلي څنډه د اسرائیلو برید کې ۶۸ کسان نور ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا، "پر سوېلي څنډه بمبارۍ او د پېجر او نورو بېسیمه مخابراتي وسیلو چاودنو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۷۰ ته رسېدلی".
د لبنان حزب الله غورځنګ منلې چې د اسرائیلو د پرون ورځې بریدونو کې یې یو جګپوړی قوماندان 'ابراهیم عقیل' وژل شوی دی.
د شنبې په ګهیځ وختي حزبالله د بېروت پر سوېلي برخه د تېرې جمعې په ورځ د اسرائیلو برید کې د حزبالله د رضوان ځواکونو د پوځي عملیاتو د مشر قومندان احمد محمود وهبي وژل کېدل هم تایید کړل.
حزبالله وايي، هبي "په ګوند کې د بشري وړتیاوو د لوړولو برخه کې مهم رول لوباوه او د روان ځواکونو د پوځي برخې مشري د روان ۲۰۲۴ کال لومړیو کې ور پر غاړه شوه."
بلخوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا سیمه، په ځانګړې توګه لبنان کې د روان وضعیت څېړلو لپاره غونډه کړې.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنر 'وولکر تورک' دې غونډې ته ویلي، څو ورځې وړاندې لبنان کې د مخابرو چاودنې ښايي جګړه ییز جرم وبلل شي.
د لبنان حکومت او حزبالله وايي دا چاودنې چې لسګونه کسان یې ووژل او زرګونه نور یې ټپيان کړل، اسرائیلو کړې دي.
د اسرائیل هوايي ځواک لخوا پرون پر دویمه پرله پسې ورځ د بیروت سویل کې په نښه شوې سیمه د حزبالله مرکز بلل کیږي.
په دغو بریدونو کې د استوګنې څو ودانۍ په نښه شوي دي.
ابراهیم عقیل څوک دی؟
عقیل چې د تحسین په نامه هم پېژندل شوی، د راپورونو له مخې، د حزبالله د رضوان کنډک له غړو سره په داسې حال کې وژل شوی چې په یوه غونډه کې راټول شوي وو.
نوموړی په ۱۹۸۰مو کلونو کې د هغې ډلې غړی و چې په بیروت کې یې د امریکا متحده ایالتونو پر سفارت او د سمندري بارکونو بمي بریدونه تنظیم کړي وو.
پر سفارت په یاد برید کې ۶۳ تنه او په دویم برید کې ۳۰۷ تنه وژل شوي وو.
په ۲۰۱۹ کې، امریکا عقیل د یوه ترهګر په توګه معرفي کړ او د عدلیې وزارت وېبپاڼې اعلان وکړ چې هغه د حزبالله په جګپوړي پوځي بنسټ (جهادي شورا) کې هم کار کړی دی.
تېر کال، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د عقیل د ځای ځایګي معلومولو پر سر ۷ میلیونه ډالره اعلان کړل.
د اسرائیلو پوځ وویل د حزبالله یو مهم قوماندان 'ابراهیم عقیل' یې وژلی دی. وروسته پخپله حزبالله هم د هغه وژنه تایید کړه.
د اسرائيلو د پوځ ویاند 'دانیا هاګاري' وویل هوايي ځواک یې د حزب الله د قوماندانانو هغه ډله یې په نښه کړې چې پر اسرائیلو د بریدونو همغږۍ لپاره راټول شوي وو.
نوموړي زیاته کړه، دغو بریدونو پر ابراهیم عقیل سربېره د 'رضوان ځواک' څو مهم عملیاتي قوماندانان هم وژل شوي دي.
هغه ادعا وکړه چې دغه کسان د استوګنې د یوې لوړ پوړېزې ودانۍ په تلخونه کې را ټول شوي وو.
د اسرائیلو پوځ ویلي ابراهیم عقیل د حزب الله لوی عملیاتي قوماندان او د رضوان په نوم د ځواک قوماندان وو.
د حزبالله دغه جګپوړی قوماندان داسې مهال ووژل شو چې په وروستیو ورځو کې له اسرائیلو سره پر پوله د دې ډلې بریدونه زیات شوي.
د اسرائیلو پوځ ویلي، چې پرون د دغه هېواد پر شمال له سلو ډېر توغندي توغول شوي.
حزبالله ویلي چې هدف یې د اسرائیلو استخباراتي مرکز و.
د امنیت شورا غونډه کې څه وویل شول؟
منځني ختیځ، په ځانګړې توګه لبنان کې د روان کړکېچ په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه د الجزایر له خوا را بلل شوې وه.
ویناوالو پکې تر ډېره پر اسرائیلو نیوکې وکړې. د لبنان بهرنیو چارو وزیر عبدالله بوحبیب د دې غونډ له مهمو ویناوالو وو.
نوموړي لبنان کې د مخابراتي وسیلو چاودنو ته په اشارې وویل دا د اسرائیلو کار او یو ترهګریز عمل وو. ښاغلي بوحبیب تور ولګاوه چې د اسرائیلو د جګړې دا بڼه بې سارې، وحشي او یوه ترهګریزه کړنه ده.
په دغو چاودنو کې د حزبالله د ځینو غړو او دوه ماشومانو په ګډون لسګونه کسان ووژل شول او زرګونه نور ټپيان شول.
هغه ټينګار وکړ چې اسرائیلو په دې کار سره د بېلابېلو عمرونو لرونکی کسان په کورونو، کارځایونو، لارو کوڅو او بازارونو کې په نښه کړل او دا د ده په وینا ترهګري ده.
د لبنان بهرنیو چارو وزیر وویل اسرائیل هېڅ نړیوال قانون ته غاړه نه ږدي او نه څوک ترې پوښتنه کوي.
هغه د امنیت شورا له غړو وغوښتل چې د لبنان ملاتړ وکړي. ښاغلي بوحبیب وویل د اسرائیلو له بریدونو سره د چلن برخه کې د امنیت شورا رښتینولي له پوښتنو سره مخامخ شوې.
خو ملګرو ملتونو کې د اسرائیل استازي 'داني دانون' بیا پر ملګرو ملتونو نیوکه وکړه او ویې ویل نړۍ کې نورې جګړې هم شته خو ملګرو ملتونو ټول پام د اسرائیلو غندلو ته اړولی.
هغه زیاته کړه، اسرائیل به د خپلو خلکو د ساتنې لپاره ټول هغه څه وکړي چې اړتیا یې وي.
نوموړي وویل تر هغه چې حزبالله ډله د لیطاني شمال ته نه وي په شا شوې، اسرائیل به په کراره کښېنني.
د اسرائیلو استازي تور ولګاوه چې حزبالله د خلکو له کورونو راکټي بریدونه کوي او لبنان کې مشت نړیوال سوله ساتي ځواکونه د ډال په توګه کاروي.
داني دانون وویل د لبنان بهرنیو چارو وزیر د حزبالله د استازي په څېر خبرې کوي خو دی وايي ستونزه داده چې د لبنان حکومت د دې ډلې پر وړاندې د ګام اخېستلو توان نه لري.
حزبالله چې ایران یې ملاتړ کوي لسګونه زره وسله وال او پراخ مالي او لوژستیکي امکانات لري.
دا ډله پر غزې د اسرائیلو له برید وروسته د حماس په ملاتړ دې جګړه کې ښکیله شوې ده.
ملګرو ملتونو کې د الجزایر استازي 'عمار بن جامع' وویل اسرائیل سیمه جګړې ته ټېلوهي او د ده په وینا د جمعې ورځې هوايي بریدونه ښيي چې اسرائیل سولې ته ژمن نه دی.
نوموړي د مخابراتي الاتو چاودنې جنګي جرم وباله او ویې ویل له لېرې د دې کنټرولېدونکو چاودنو تر سره کوونکي ټولو ته معلوم دي.
د الجزایر استازي د ملګرو ملتونو له امنیت شوا وغوښتل چې د اسرائیلو نیواک پای ته ورسوي او په دې سره به د نوموړي په وینا سیمه کې سولې او دایمي ټیکاو ته لار هواره شي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنر 'وولکر تورک' دې غونډې ته وویل جګړه د هېڅ لوري په ګټه نه ده او له ویجاړۍ پرته بله پایله نه لري.
هغه نړیوال قانون ته په اشارې وویل د ولسي وګړو په نښه کول د دې قانون له مخې منع دي ان که په منځ کې یې وسله وال هم وي.
وولکر تورک د مخابراتي وسیلو چاودنو ته په اشارې وویل دا کار د نړیوالو قوانینو خلاف او شونې ده چې جنګي جرم وبلل شي.
خو د امریکا استازې 'لېنډا جیفرسن' د اسرائیلو دفاع وکړه.
هغې وویل د حزبالله بریدونه پر اسرائیلو د ایران او حماس د بریدونو په ملاتړ کې کیږي، نو اسرائیل حق لري د خپل ځان دفاع وکړي.
اغلې جیفرسن پر دیپلوماتیک حل ټينګار وکړ او دا یې خپلو مېنو ته د بې ځایه شویو اسرائیلي او لبناني کورنیو د ستنېدو یوازینۍ لار وبلله.
د امریکا استازې وویل د اکتوبر پر اوومه پر اسرائیل د حماس برید سیمه کې ټیکاو ته زیان رسولی.