تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په لبنان کې د مخابرو چاودنو ۲۰ کسان وژلي، له ۴۵۰ ډېر نور ټپیان دي
په لبنان کې د روغتیا وزارت چارواکي وايي، په دغه هېواد کې چارشنبه د مخابرو په چاودنو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۰ ته لوړ شوی دی.
دغو پېښو چې د لبنان بېلابېلو سیمو کې رامنځ ته شوې له ۴۵۰ ډېر نور کسان ټپي کړي هم دي.
تېره ورځ په ورته چاودنو کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان شوي وو.
بیروت کې د بي بي سي خبریال وايي، د دغه ښار په جنوبي سیمو کې د حزب الله ډلې پیاوړی مرکز بلل کېږي، حالت ښه نه دي.
دا دویمه ورځ ده چې په دغه هېواد کې په دا بڼه په کمسارې ډول مخابراتي وسیلې چاودنې کوي. پرون پېجرونو هم مرګژوبله اړولې وه.
د لبنان حزب الله په یوې اعلامیې کې ویلي، د دې ډلې مشر حسن نصرالله به د پنجشنبې په ورځ د سپټمبر پر ۱۹مه نېټه د پېجرونو د چاودنې په اړه وینا وکړي.
په دې اعلامیه کې حزب الله ژمنه کړې چې "د اسراییلو پر ضد به خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي او د غزې ملاتړ به کوي."
حزب الله په بیان کې ویلي، د غزې ملاتړ او هغه غبرګون چې "د سې شنبې د ورځې د قتل عام له امله د جنایتکار دوښمن انتظار کوي" جلا دي.
حزب الله وايي، د لبنان د پارلمان غړي او د دغه ګوند د استازي علي عمار د زوی په ګډون د دوی اته غړي وژل شوي دي.
د رپوټونو له مخې، په دغو چاودنو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۲ تنو ته رسېدلی دی چې دوه په کې ماشومان دي.
بل پلو په لبنان کې د ایران سفارت او په بیروت کې د ایران د سفیر مېرمنې د هغه د روغتیا د "جدي فزیکي او لیدو حالت" په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړي او وايي، د مجتبی اماني د درملنې بهیر "ښه" روان دی.
د مجتبی اماني د "جدي ټپي کېدو او د لیدو سخت حالت" خبره داسې مهال شوې، چې په خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې جامې یې په وینو لړلي او سترګې یې په سپین دستمال پوښلي.
تر دې مخکې ځینو رسنیو داسې رپوټونه خپاره کړي وو، چې د ښاغلی اماني سترګې سختې ټپي شوې دي.
ګڼ رپوټونه وايي، د اسرائیلو جاسوسۍ ادارې (موساد) په لبنان کې له چاودنې مخکې د حزب الله په زرګونو پېجرونو کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو.
د لبنان یوې جګپوړې امنیتي سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي، دغه پېجرونه څو میاشتې وړاندې هېواد ته ور وړل شوي وو.
حزب الله ته نژدې یوې امنیتي سرچینې اې اېف پي خبري اژانس ته ویلي، د دوی په اند اسرائیل د حزب الله د غړو پر وړاندې د پېجرونو چاودنو کې لاس لري.
نړیوال غبرګونونه
د پېجرونو د چاودنې په تړاو د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ، لبنان یو "سوله غوښتونکی" هېواد بللی او وايي، د سه شنبې ورځې چاودنې"د نړیوالو قوانینو پر وړاندې یوه جدي ننګونه وه."
ماریا زاخارووا وویل: "د دې برید تنظیمونکو چې پرمختللې ټیکنالوژي یې کارولې، په قصدي ډول هڅه کړې چې په منځني ختیځ کې د یوې لویې جګړې رامنځته کولو لپاره د لویې کچې وسله والې نښتې رامنځته کړي."
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان د لومړي وزیر له مرستیال نجیب میقاتي سره په ټیلیفوني خبرو کې د دغو چاودنو په اړه خپله خواشیني څرګنده کړې ده. د ایرلینډ د لومړي وزیر مرستیال هم ویلي، د هغه په نظر، دا د جینېوا له کنوانسیون څخه سرغړونه ده.
د مایکل مارټین په وینا، "دا یو نوی ډول جنګ دی، زه فکر کوم چې موږ باید په دې اړه ډېر اندیښمن اوسو او اړینه ده د دې لپاره چې نړیواله ټولنه د دې برید د بڼې په اړه فکر وکړي."
اسرائيلو تر دې مهاله په دې پېښه کې د لاس لرلو په اړه څه نه دي ويلي.
پېجر څه شی دی؟
پیجر د مخابراتي اړیکو وسیله ده چې د راډیويي څپو له لارې لنډلیکلی متن او غږیز پیغام ور استول کېدای شي.
پېجرونه لومړی ځل په ۱۹۵۰مه او ۶۰مه لسیزه کې جوړ او خدمت ته وړاندې شول.
هر پېجر د تېلفون په څېر خپله ځانګړې شمېره لري.
د کیودو خبري اژانس د رپوټ له مخې تر ۱۹۹۶ کال پورې جاپان کې یوازې توکبو شرکت ۱ اعشاریه ۲ میلیون کسانو ته د پېجر په وسیله د لنډلیکلي پیغام یا مسج استولو خدمت وړاندې کاوه او په ټول جاپان کې یې د کاروونکو شمېر ۱۰ میلیونه کسانو ته رسېده.
د یادونې ده چې د ګرځنده تلېفون یا د موبایل خدمتونو له ودې سره نړۍ کې د پېجر کارېدل ورو ورو محدود شول.
داسې ښکاري چې پېجرونه د تایوان نښه لري، خو تایواني شرکت (ګولډ اپولو) په دې چاره کې هر ډول ښکېلتیا ردوي او وايي پېجرونه د هنګري شرکت لخوا جوړ شوي دي.