د "پېجر" وسيله څه ده او چاودنې څنګه وشوې؟

    • Author, اميمه الشاذلي
    • دنده, بي‌بي‌سي -قاهره

یوشمېر د اړیکو هغه بې‌سیمه وسیلې چاودلې چې باور کېږي د لبنان حزب‌الله غړو کارولې، چې د لبنان پلازمېنې بیروت او سوېل په بېلابېلو سیمو کې یې لږ تر لږه ۱۲ تنه ووژل او تر ۲۷۰۰ ډېر نور یې ټپیان کړل.

د "لبنان د کړکېچ عملیاتو مرکز" چې روغتیا وزارت یې مشري کوي، له ټولو طبي کارمنانو وغوښتل چې خپلو روغتونونو ته لاړ شي او هلته په لوی شمېر کې د هغو ور وړل شویو ټپیانو درملنه کې همکاري وکړي چې بېړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري. دغې ادارې ویلي چې روغتیاپالان باید "پېجر" وسیلې ونه کاروي.

پیجر یو کوچنی بې‌سیمه وسیله ده چې معمولا د ګرځنده تلیفونونو له دودېدو وړاندې د لنډو متني پیغامونو (تورو او شمېرو) یا خبرتیاوو لېږلو او ترلاسه کولو لپاره کارول کېده. دا وسیله پر پوځیانو سربېره په روغتونونو کې د روغتیايي کارکوونکو ترمنځ ډېره او کله کله د وګړو ترمنځ هم کارېږي.

د پېجر پرمختللې بڼه له رادیويي څپو په ګټه اخیستو لنډ غږیز پیغامونه هم استولی شي.

هر پېچر پر یوه شخص پورې تړلې د سیمکارت غوندې یوه ځانګړې د تماس شمېره لري.‌

د دې وسایلو دوه اصلي ډولونه دي:

  • ترلاسه کوونکی پېجر وسیله: دا یوازې له مشخصو ځایونو پیغامونه او خبرتیاوې ترلاسه کولی شي، خو لېږلی یې نه شي.
  • ترلاسه کوونکې او استوونکې پېجر وسیلې: که څه هم وړتیاوې یې د اوسنیو ځیرک ټیلیفونونو ‌پرتله محدودې دي، خو متني پیغامونه استولی او ترلاسه کولی شي.

پېجرونه په بېړنيو حالتونو یا په داسې شرایطو کې د چټکو اړیکو لپاره کارول شوي چېرې چې خلک اړیکو ته پر وخت او د مخامخ ځواب ورکولو توان ونه لري او د ځیرک ټیلیفونونو له راوتلو سره د پېجر کارول پام‌وړ کم شوي دي، خو لا هم د روغتیاپالنې په شان – چېرې چې د چټکو او باور وړ اړیکو اتیا ده - په ځینو صنعتونو کې کاورل کېږي.

چاودنې څنګه وشوې؟

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په چارو کې سلاکار عامر الطبش وايي، په بېلابېلو ځایونو کې د خبریالانو د رپوټونو پربنسټ د ټپیانو ملاوو او ډډو کې ټپونه لیدل شوي، چې تاییدوي دا ټپونه د هغو پېجرونو د کارونې له کبله رامنځ ته شوي چې دغو کسانو پر خپلو ډډو تړلي وو او دا لیرې ګڼي چې ګنې دا چاودنې دې د ځیرک ټیلیفونونو اړوندو چاودنو له کبله رامنځ ته شوې وي.

الطبش دې ته هم اشاره کوي چې د حزب‌الله غړو لپاره امنیتي لارښوونې شته،‌ چې دا وسیلې د اړیکو او سېګنالونو ترلاسه کولو لپاره ونه کاروي؛ ځکه دا امکان شته چې "اسرائیل دې دې توان ولري چې د حزب‌الله د غړو له خوا د دغو کارول کېدونکو پېجرونو څپو ته ننوځي او پر بېټرۍ فشار ډېر کړي چې بالاخره وچووي".

د الکترونیکي چارو کارپوه بي‌بي‌سي ته تایید کړه چې د ځیرک ټیلیفونونو لپاره دا ستونزمنه ده چې د تودوخې پر وړاندې د موجوده محافظتي سیسټم له امله د دوی بېټرۍ وچوي، خو دا چاره په دودیزو پېجرونو کې بیا برعکس ده چې ژر چاودل کېدای شي.

الطبش وايي باور یې دا دی چې پېچر وسیلې مخکې له دې چې ایران او بیا د حزب‌الله ډلې غړو ته ورسېږي، له چین څخه په "پټه" پېرول شوې او راوړل شوې دي. دی زیاتوي هغه چاودونکي مواد چې د چاودنې تر حده د بېټرۍ ګرمولو کې یې مرسته کړې ده، غالبا "د پېجر د اصلي پرزو یوه برخه" دي.

"د موساد ځانګړتیاوې"

"د ناورین په وړاندې جاسوسان" د کتاب لیکوال یوسي میلمن د دغو بې‌سیمه وسیلو د چاودلو د پړې ګوته د اسرائیلو څارګرې ادارې (موساد) ته نیولې ده.

دغه لیکوال چې د اسرائیلو د استخباراتو په اړه یې نور کتابونه هم خپاره کړي دي ویلي: "دا چاودنه د موساد د عملیاتو ټولې نښې نښانې لري. یو چا په دې وسیلو کې کوچني چاودېدونکي توکي یا مضر پروګرامونه ځای پرځای کړي او خبر یم چې دا وسیلې په وروستیو کې واردې شوې دي."

میلمن بریتانوۍ ورځپاڼي "ګارډین" ته زیاته کړه، هغه پوهېږي چې "یوازې د حزب‌الله ډلې لوړپوړي مشران نه، بلکې ډېری غړي یې هم دا وسیلې (پېجر) لري."

دی زیاتوي، حزب‌الله له دې وېرې له بې‌سیم وسیلو کار اخیستی چې ګنې ګرځنده ټیلیفونونه به یې د اسرائیلو د څارګرو تر څار لاندې وي چې د دوی اړیکې وڅاري او د دوی پر توغندیزو بریدونو ځانونه خبر کړي.

هغه روښانه کړه، دې پېښې وښوده چې موساد په حزب‌الله ډله کې په تکرار سره د نفوذ کولو توان لري، خو د هم‌مهاله چاودنو د سټراټیژیکو امکاناتو په اړه پوښتي چې: "دا به د ځمکې پر مخ وضعیت بدل نه کړي او زه هېڅ پرمختګ پکې نه وینم."

امریکايي وېبپاڼې "اکسیوس" ویلي چې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو یوه همکار پر اېکس (پخواني ټویټر) کې یو ټویټ خپور کړ او بیا یې حذف کړ، چې د دغو عملیاتو مسوولیت یې د اسرائیلو په غاړه اچولی و. دا کار مخکې له دې شوی چې د نتنیاهو دفتر د حکومت وزیرانو ته خبرداری ورکړ چې اوس د وضعیت په اړه په بربندې خبرې ونه کړي.

بې‌سیمه وسیلې 'ناامنه' دي

د مصر د امنیت کارپوه تورنجنرال محمد نور د "سیبراني پېښه" د "استخباراتو زیږنده" وبلله او د تور ګوته یې د دغو بې‌سیمه وسیلو تولیدوونکي هېواد ته ونیوله او دا یې په بشپړ ډول "ناخوندي" وسیلې وبللې.

نوموړي له بي‌بي‌سي سره په خپله مرکه کې ویلي، د مصر د کورنیو چارو په وزارت کې د خپلې پخوانۍ دندې پر مهال د ترهګریزو او توکمیزو پېښو د راپور ورکولو لپاره د بې‌سیم وسیلو پر ځای د لایني ټیلیفونونو د کارولو لارښوونه شوې وه.

هغه زیاته کړه دا کار وروسته له هغه وشو چې مصري چارواکو له رسېدو مخکې نړیوالو ادارو ته د ترهګریزو عملیاتو خبرونه رسېدلي وو او د نویو لارښوونو په پلي کولو او د بې‌سیم وسیلو له کارولو ډډه کولو چارواکو ته له رسېدو مخکې نړیوالو اژانسونو ته رسېدل ګران شول.

د مخابراتو او مخابراتو د ټیکنالوجۍ په چارو کې سلاکار عامر الطبش د پېجر وسیلو په نښه کولو په اړه وايي چې اوسمهال د خوندي اړیکو لپاره "بل بدیل نه شته".

حزب الله او د لبنان حکومت اسرائیل د برید "بشپړ مسؤل" بولي، په داسې حال کې چې اسرائیلو تر اوسه په رسمي توګه د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.