تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
لبنان کې د پېجرونو چاودنې
لبنان کې د پېجرونو چاودنې
د لبنان په بېلابېلو سیمو کې د حزبالله غورځنګ "سلګونه" غړي د پېجرونو په چاودنو کې ټپي شوي دي. دغه پېښه سې شنبې (۱۷ سپټمبر) رامنځ ته شوې دي.
د لبنان روغتیا وزیر ویلي، لږترلږه ۹ کسان وژل شوي او ۲۷۵۰ نور ټپيان دي. د ځینو ټپيانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
ایرانۍ رسنۍ وايي، بېروت کې د ایران سفیر مجتبی اماني هم ټپي شوی دی.
حزب الله منلې چې په وژل شویو کې دوه د دوی غړي او یوه کوچنۍ نجلۍ ده.