لبنان کې د پېجرونو چاودنې

د ویډیو تشریح،
لبنان کې د پېجرونو چاودنې

د لبنان په بېلابېلو سیمو کې د حزب‌الله غورځنګ "سلګونه" غړي د پېجرونو په چاودنو کې ټپي شوي دي. دغه پېښه سې شنبې (۱۷ سپټمبر) رامنځ ته شوې دي.

د لبنان روغتیا وزیر ویلي، لږترلږه ۹ کسان وژل شوي او ۲۷۵۰ نور ټپيان دي. د ځینو ټپيانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

ایرانۍ رسنۍ وايي، بېروت کې د ایران سفیر مجتبی اماني هم ټپي شوی دی.

حزب الله منلې چې په وژل شویو کې دوه د دوی غړي او یوه کوچنۍ نجلۍ ده.