د ملګرو ملتونو سرمنشي: اندېښمن یم چې لبنان به پر بله غزه واوړي

د ملګرو ملتونو سرمنشيۍ ویلي، اندېښنه یې دا ده چې د اسرائیلو او د لبنان حزب‌الله ډلې ترمنځ کړکېچ به د غزې په څېر پر وضعیت بدل شي.

انتونیو ګوتېرېش دا هم ویلي چې په غزه تړانګه کې د اوربند په اړه خوشبین نه دی. انتونیو ګوترېش ویلي "دا اجازه به چا ته ورنه کړو چې لبنان هم لکه غزه په یوه بله جګړه کې ښکېل کړي."

نوموړي په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي کلنۍ اسمبلۍ ته چې د نړۍ له لر و بره ګڼ مشران ورغلي غونډې ته وینا کوله. هغه له سي اېن اېن خبري شبکې سره خبرو کې وویل، داسې ښکاري چې حماس او اسرائیل هېڅ یو هم اوربند نه غواړي.

ښاغلي ګوترېش ویلي دا جګړه او بریدونه باید په هر حال ودرېږي او د لا پراخېدو مخنیوی یې وشي.

د اسرائیلو او حزب الله ترمنځ جګړې له تېرې شپې راهیسې تر پخوا لازور اخیستی دی. دواړو خواوو پر یو بل لوی بریدونه کړي دي.

په وروستۍ پېښه کې د لبنان حزب الله ډلې پر اسرائیلو ۱۵۰ توغوندي توغولي چې د رپوټونو له مخې تر پخوا یې ډېر زیانونه اړولي. دا د شنبې ناوخته د لبنان په سوېل کې د حزب‌الله پر هدفونو د اسرائیلي جنګی الوتکو د بریدونو غچ بلل شوی دی.

د لبنان په بیروت کې نن د حزب الله سلګونه جنګیالي او مشران د دوی د یوه لوړپوړي قومندان ابراهیم عقیل جنازې ته ورټول شوي وو.

نوموړی دوه ورځې وړاندې د لبنان په سویلي څنډه کې د اسرائیلو په بمباریو کې ووژل شو. د لبنان د روغتیا وزیر ویلي چې د اسرائیلو په دغو بریدونو کې د درې ماشومانو او اووه مېرمنو په ګډون پنځه څلوېښت کسان وژل شوي دي.

عقیل چې د تحسین په نامه هم پېژندل شوی،‌ د رپوټونو له مخې، د حزب‌الله د رضوان کنډک له غړو سره په داسې حال کې وژل شوی چې په یوه غونډه کې راټول شوي ‌وو.

اسرائیلو د شنبې ناوخته یوځل بیا د لبنان په سویل کې د حزب الله پر اړونده ځایونو بریدونه کړي چې د یاد هېواد د پوځ په وینا په دغو بریدونو کې یې د یاد ډلې را راکټ توغولو څلور سوه ځایونه ویجاړ کړي دي.

نن سهار بیا حزب الله پر اسرائیلو په کمساري ډول یوسل او پنځوس توغندي ورولي چې ظاهرا د اسرائیلو بریدونو غچ اخیستنه بلل شوې.

ددغه هېواد له حیفاء ښاه اخیستل شوې ویډیوګانې ښيي چې د حزب‌الله یو شمېر توغندي پر ځینو ودانیو او ګاډوی لګیدلي او اور پرې بل شوی دی.

د دې ښار یو اوسېدونکی اچیا وايي: "دی وایي، زه همدې سیمه کې ژوند کوم، راکټونه دلته سهار شاوخوا شپږ نیمې بجې ولګېدل، د خطر له زنګ سره سم چاودنې وشوې ډېرې لویې چاودنې وې، زما کور هم پکې ویجاړ شوی دی."

اسرائیلو شمالي برخه کې ښوونځي تر دوشنبې رخصت کړي او د جولان غونډیو سیمو کې تر لسو د ډیرو کسانو په راټولیدنو هم بندیز لګول شوی. ځینې روغتونونه هم نورو سیمو ته لېږدول شوي.

دا د اکتوبر له اتمې راهیسې په اسرائیلو کې دننه د حزب الله تر ټولو ژور برید بلل شوی. له دې ښکاري چې د جګړې اوسنی پړاو چې له میاشتو راهیسې د پولې تر سیمو محدود و، پراخ شوی دی.

په عراق کې د "اسلامي مقاومت" په نوم ډلې ویلي، له حزب‌الله سره هم مهاله دوی هم له عراقه پر اسرائیلو د ډرون او توغندیو بریدونه کړي.

اسرائیلي رسنیو ویلي ددوی ځواکونه د تیارسي په حال کې دي او سیاسي مشرتابه پرېکړه کړې چې پر حزب الله ډلې به لویو بریدونو ته دوام ورکړي.

له بلې خوا د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سلېوان خبرداری ورکړی چې د اسرائیلو او حزب الله ترمنځ د جګړې پراخېدل ښايي په یوه سیمه ییزه جګړه واوړي.

نوموړي د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، په غزه کې لا هم د اوربند لپاره یوه لاره ویني او په دې اړه له قطري او مصري چارواکو سره خبرې دوام لري.

لبنان کې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې یو شمېر سوله ساتي ځواکونه هم مېشت دي. د دې ځواک مشر اندریا ټینېنټي وویل د لبنان او اسرائیلو ترمنځ د کرښې په اوږدو نژدې اتیا سلنه کلي بشپړ ویجاړ شوي او یا یې یوه برخه ویجاړه شوې ده.

بله خوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا سیمه، په ځانګړې توګه لبنان کې د روان وضعیت څېړلو لپاره غونډه کړې ده.

ددغه سازمان د بشري حقونو کمېشنر 'وولکر تورک' دې غونډې ته ویلي، څو ورځې وړاندې لبنان کې د پیجرونو او مخابرو چاودنې ښايي جګړه ییز جرم وبلل شي.

د لبنان حکومت او حزب‌الله وايي دا چاودنې چې لسګونه کسان یې ووژل او زرګونه نور یې ټپيان کړل، اسرائیلو کړې دي.