جو بایډن له افغانستان سره بشري مرستې د یوه بل کال لپاره وغځولې

g

د عکس سرچینه، DAB

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن ددې هېواد کانګرېس ته په یوه لیک کې د افغانستان اقتصادي او بشري وضعیت ناوړه بللی او له دې وضعیت سره د مرستې لپاره د بشري مرستو د دوام سملاسي امر یې کړی دی.

په افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو را وروسته په تېرو نږدې دوه نیمو کلونو کې امریکا متحده ایالتونه د هغو هېوادو په سر کې راځي چې له افغانستان سره یې ډېرې بشري مرستې کړې دي.

د ښاغلي بایډن لیک چې د تېرې چهارشنبې پر ورځ کانګرېس ته استول شوی، پکې راغلي په افغانستان کې د پراخ بشري کړکېچ په شتون کې پرته له دې چې امریکا خپلې مرستې روانې و نه ساتي " د اقتصادي نظام د لمنځه تلو" شونتیا شته. هغه یاد حالت " د امریکا ملي امنیت او بهرنۍ تګلارې ته یو غیر عادي او ځانګړی ګواښ بللی."

دغه لیک چې د سپینې ماڼۍ پر وېب پاڼه خپور شوی پکې راغلي:"د امریکایي ولسمشر د ځانګړي پلي کېدو وړ فرمان له مخې به له افغانستان سره د امریکا بشري مرستې له روانې فبرورۍ میاشتې وروسته هم دوام ومومي."

امریکا په تېرو دوو نیمو کلونو کې سلګونه میلیونه بشري مرستې په فزیکي ډول د هوا له لارې په ځانګړو الوتکو او کڅوړو کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته استولې دي.

دغه مرستې د افغانستان د نیم بند اقتصادي ثبات او دارنګه د افغانیو د ارزښت ساتلو کې مهم بلل کېږي.

د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ

f

د عکس سرچینه، Getty Images

د دغه لیک بله برخه هم په امریکا کې د افغانستان د کنګل شویو پیسو په اړه ده چې لاهم په خپل حال پاتې دي.

امریکایي ولسمشر ویلي چې د افغانستان بانګ د شتمنیو کنګل ساتل د اقتصادي وضعیت ساتلو او یوولسم سپټمبر قربانیانو د شکایتونو لپاره اړینې دي.

جو بایډن د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ میاشت کې یو اجرایي فرمان صادر کړ چې د بشري مرستو او یوولسم سپټبر قربانیانو ته د تاوان ورکولو لپاره د افغانستان د کنګل شویو اووه میلیارده ډالرو مصرف ته لار پرانیزي.

د امریکايي ولسمشر دا نوی لیک هم د همدغه اجرایی فرمان د دوام برخه دی.

خو له وړاندې د امریکا په نیویارک کې یوې محکمې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو ته 'د افغانستان بانک ' له کنګل شویو پیسو د تاوان ورکولو غوښتنه رد کړه.

د افغانستان له کنګل شویو شاوخوا اوه میلیارد ډالرو درې نیم میلیارد ډالر یې دا مهال په سویس کې یوه امانتي صندوق کې ساتل کېږي.

دغه دریمګړی صندوق د امریکا او سویس حکومتونو او ځینو افغان اقتصادي کارپوهانو په مشوره جوړ شوی دی او د سویس له بي ای اېس بانک سره بانکي حساب لري.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په وار وار له امریکا او ملګرو ملتونو غوښتي چې دغه پیسې له ګنکل څخه وباسې او د دوی تر واکمنۍ لاندې د افغانستان بانک ته یې وسپاري.

امریکا داسې مهال له افغانستان سره د بشري مرستو دوام پرېکړه کوي چې تازه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د طالبانو حکومت له چارواکو سره لیدنه کې ویلي چې د دوحې راتلونکې غونډه د افغانستان او افغانانو لپاره د بشري مرستو د جلبولو لپاره ښه فرصت دی.