ولې بګرام مهم دی او د طالبانو حکومت به پرې امریکا سره کومې هوکړې ته تیار شي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سید عبدالله نظامي
- دنده, بي بي سي
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ واک ته له رسېدو سره څو وارې افغانستان کې د یوې مهمې پوځي اډې بګرام یادونه کړې. هغه په وروستي ځل ان د خبرداري ژبه وکاروله "که د بګرام اډه امریکا ته ونه سپارل شي ناوړه څه به پېښ شي".
د طالبانو ځواب خورا محتاط و " امریکا ته په ټولو دوه اړخیزو مذاکراتو کې روښانه شوې ده چې د اسلامي امارت لپاره د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا له هرڅه زیات اهمیت لري." پر خواله رسنیو د طالبانو ملاتړ بیا د هغه پوځي پرېډ انځورونه خپاره کړي چې طالبانو په ۲۰۲۴ کال اګسټ کې د خپلې بریا د جشن پر مهال ترسره کړی و او ډېرو ټینګار کړی چې بیا به امریکا ته د ور ستنېدو موکه نه وي.
د ۲۰۲۱ کال د جولای پر ۶مه یو داسې راپور خپور شو چې ویل یې امریکايي پوځيان له خبرتیا پرته افغانستان کې له خپلې لوی پوځي اډې بګرامه وتلي دي. دغلته هغه پوځي زندان هم و چې د رپوټونو له مخې شاوخوا ۵۰۰۰ طالبان په کې بندیان وو.
بګرام په تېرو شلو کلونو کې یا خو د طالبانو د زندانیانو اړوند خبرونو، هلته د ډونلډ ټرمپ په ګډون د امریکا د ولسمشرانو او نورو لوړ پوړو چارواکو د سفرونو او یا هم د وسله والو د بریدونو په تړاو ډېر یادېده. له کله چې ولسمشر ټرمپ بیا واک ته رسېدلی بګرام ته د سیمې د یوه مهم سنګر په توګه ارزښت ورکول کېږي. ټرمپ په وار وار ویلي چې چین د کابل شمال لور ته په دغه اډه کې له هغه وخته چې امریکایي پوځيان وتلي خپل شتون ټینګ کړی او دا چې دغه ځای د چین اټومي تاسیساتو ته خورا نژدې دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د بيبيسي ارزونکې څانګې (ویريفای) څېړنه چې د جولای په میاشت کې شوې، ښيي چې د چين په شمال لوېديځ کې، له بګرامه شاوخوا ۲۰۰۰ کيلومتره لیرې د اټومي وسلو د ازموينې يو ځای شته.
خو بيبيسي د ۲۰۲۰ کال له وروستیو تر ۲۰۲۵ کاله ۳۰ سپوږمکيز انځورونه کتلي او دا یې موندلې، له هغه وخته چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، په دغه مرکز کې ډېر کم فعالیت شته او د چين د شتون په اړه يې هېڅ شواهد نه دي موندلي.
په ۲۰۰۱ کال کې په امریکا کې د سپتمبر د یوولسمې له بریدونو او د هغه څه له پیل وروسته چې امریکا د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه بلله، امریکایي ځواکونه دغه اډه کې مېشت شول. یاده اډه چې په څو کلونو کورنیو جګړو کې ویجاړه شوې وه بېرته ورغول شوه. پر بګرام اډې د امریکا لخوا شوی لګښت په کره ډول نه دی معلوم خو ځیني رپوټونه وايي څه باندې ۴۰۰ میلیونه ډالر پرې لګول شوي. په دې کې د لویو الوتکو لپاره د نوې ځغاستلیکې جوړول، د اډي عصري کول، د یو پنځوس بستریز روغتون جوړول چې درې عملیات خونې او د بګرام په هوايي اډه کې امریکايي هوايي ځواکونه دېره وو او د ځانګړو عملیاتو او طالبانو پرضد جګړې لپاره کارول کېده. له همدغې اډې د افغان او نورو بهرنیو ځواکونو د هوايي ملاتړ لپاره هم الوتنې کېدلې.

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان پروان ولایت کې د بګرام هوايي ډګر په ۱۹۵۰ لسیزه کې شوروي هغه مهال جوړ کړ چې سړه جګړه په لومړیو پړاونو کې وه خو د دغه هوايي ډګر جوړېده په ښکاره له افغانستان سره د مرستې لپاره وو. د ۱۹۵۹ کال په دسمبر کې د امریکا ولسمشر ډیویډ ایزنهاور افغانستان ته سفر وکړ او د بګرام هوايي ډګر کې یې پاچا محمد ظاهر شاه هرکلی وکړ. په ۱۹۸۰ لسیزه کې د شوروي ځواکونو پر افغانستان له یرغل وروسته بګرام د خپلو پوځي موخو لپاره مهمه پوځي اډه وګرځوله. دا اډه چې ۳ زره متره اوږده ځغاست لیکه لري په ۴۸ کیلومتره سیمه کې له کابله د ۶۴ کیلومتره په واټن کې ودانه شوې ده.
د شوروي ځواکونو له دې اډې د خپلو عملیاتو او وسایلو د زېرمه کولو لپاره کار اخیسته.
بګرام او طالبان
سره له دې چې د طالبانو حکومت د ولسمشر ټرمپ له لوري د بګرام په اړه شویو څرګندونو ته بې ځوابه نه دي پاتې شوی خو عام بحثونه دا دي چې ښايي په دې تړاو له امریکایانو سره د سولې خبرو پر مهال کوم څه ویل شوي وي.
د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد چې په ۲۰۲۰ کال کې د دوحې د هوکړې لپاره یې له طالبانو سره اوږده پړاونه خبرې وکړې په تېره څه موده کې د زندانیانو د تبادلې لپاره دوه وارې کابل ته سفرونه کړي، هیله څرګندوي چې ګواکې د بګرام په تړاو د طالبانو حکومت دریځ وچ کلک نه دی او خبرې پرې کېدلی شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي " که د بندیانو/یرغملو د موضوع په حل کې د امریکا او طالبانو ترمنځ بریا ترلاسه شي، نو احتمال شته چې نور پړاوونه او اضافي مسایل هم وي چې باید پرې هوکړه وشي او کار پرې وشي. په وخت سره، د امنیتي همکاریو پراخېدل، لکه د بګرام د تاسیساتو کارول د ګډو ترهګرۍ ضد عملیاتو لپاره، له امکانه نه شي غورځېدی."
خو د طالبانو حکومت کې دننه یوه سرچینه وايي: "دوحه کې د خبرو پر مهال امریکایانو د بګرام او نورو پوځي اډو په تړاو بحثونه کړي وو او د طالبانو ټول ټینګار همدا و چې یو بهرنی سرتېری هم باید افغانستان کې پاتې نه شي."
دغه سرچینه وايي، ښايي ځینې طالب مشران چې نرم دریځ لري په قطر کې د العدید پوځۍ اډې او د زرګونو امریکايي پوځیانو د حضور بېلګه یو دلیل وګڼي چې کېدی شي د یوې هوکړې له مخې د خپل هېواد د ګټو لپاره پرې سلا وکړي، سرچینه زیاتوي چې "کېدی شي خلک شخصي مجلسونو کې داسې خبرې وکړي خو د مشرانو په مخکې دا جرات نشي کولی او دا خو زموږ د امارت له اهدافو سره خیانت دی." هغه وايي ښايي قطري چارواکو هم په دې تړاو له امریکایانو سره خبرې کړې وي ځکه کله چې امریکایان په یوه څه کې له طالب مشرانو سره نه غږېږي قطریان منځګړیتوب کوي خو "فکر نه کوم دې حساسې مسلې سره دې څوک خپل نوم وتړي."
د طالبانو د حکومت لوی درستیز فصیح الدین فطرت وايي د دوی حکومت له امریکا سره د بګرام هوايي اډې د بېرته سپارولو په اړه په خبرو کې ښکیل نه دی "دا چې زموږ د یوې لویشتې خاورې په اړه له چا سره تعامل وشي، دا هېڅ امکان نه لري، موږ له هېچا له هېڅ زورواکي نه وېرېږو او دا مو ثابته کړې هم ده."
باور دا دی، له هغه وېرې چې ګواکې وسله وال جنګیالي به ترې لاره بېله کړي او یا دا چې پر وړاندې به یې وسله وال مقاومت ته د بهرنیانو حضور یوه پلمه شي.
په افغانستان کې مذهبي ډلو د پخواني ولسمشر داود خان او بیا وروسته د کمونیست پلوه رژیم پر وړاندې ولسي ملاتړ او وسله وال مقاومت تر هغه ونه ګټه چې په ۱۹۷۹ کال شوروي ځواکونو پر افغانستان یرغل وکړ او همدا و چې جهادي ډلو د خلکو له منځه پر همدې نوم جنګیالي تیارول چې د خپلواکۍ لپاره جګړه کوي.
له ۲۰۰۱ کال وروسته چې د امریکا په مشرۍ ناټو ځواکونه په افغانستان کې وو، په خپله طالبانو خپله جګړه "د اشغال خاتمه" بلله. د بهرنیانو د یرغل پر وړاندې پارونه او پاڅون دغه هېواد کې یوه تاریخي خبره ده.
دا د همدغو حساسیتونو وېره ده چې د ټرمپ او افغانستان کې د طالبانو حکومت ترمنځ د بګرام په اړه خبرې په کې اسانه نه بريښي.









