د بګرام په اړه د ټرمپ څرګندونو ته د چین غبرګون: په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتولو ملاتړ نه کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نورګل شفق
- دنده, بيبيسي پښتو
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغو څرګندونو ته چین غبرګون ښودلی چې یو ځل بیا یې په افغانستان کې د بګرام پوځي اډې د نیولو خبره کړې او ویلي یې دي چې ګواکې چین ته یې نه شي پرېښودلی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت یې په غبرګون کې ویلي چې د "افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا" ته ژمن دی او په سیمه کې د "تاوتریخوالي د زیاتولو ملاتړ" نه کېږي.
د دغه وزارت ویاند لین جیان د یوې خبري ناستې پرمهال په دې اړه د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې، "چین د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ته درناوی لري. د افغانستان راتلونکی باید د افغانستان د خلکو په لاس کې وي."
هغه همدا راز وویل، "زموږ ټینګار دا دی چې په سیمه کې د تاوتریخوالي زیاتول له ملاتړه نه شي برخمنېدای. موږ هیله لرو چې ښکېلې خواوې په سيمهييز ثبات کې رغنده رول ولوبوي."
د یادولو ده چې د تېرې پنجشنبې په ورځ (سپتمبر ۱۸ / وږی ۲۷) د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا وویل چې حکومت یې هڅه کوي چې په افغانستان کې د بګرام پوځي اډه بېرته ونیسي.
ښاغلي ټرمپ دا څرګندنې بریتانیا ته د سفر پر مهال له لومړي وزیر کېیر سټارمر سره په ګډه خبري ناسته کې وکړې.
ښاغلي ټرمپ د خپلو خبرو پر مهال له افغانستانه د امریکا د وتلو مسئلې ته په اشاره د جوبایډن پر ادارې بیا نیوکه وکړه او ویې ویل، "هغوی بې دلیله په ناوړه حالت کې په بشپړ ډول له افغانستانه ووتل. موږ هم غوښتل له افغانستانه ووځو خو له ځواک او درناوي سره. موږ به هغه بګرام بېرته خپلوو چې په نړۍ کې تر ټولو ستره اډه ده."
ښاغلي ټرمپ تر دې مخکې هم ورته خبرې کړې دي او ویلي یې دي چې ګواکې امریکا چین ته دا اډه "وړیا" پرېښې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه زیاته کړې، "موږ د هېڅ په بدل کې دا اډه هغوی ته ورکړه. بېرته به یې ترلاسه کړو. دا به یو کوچنی بېړنی خبر وي. موږ دغه اډه بېرته غواړو. یو دلیل یې دا دی چې تاسې پوهېږئ چې د چین د اټومي وسلو د جوړولو له ځایه دا اډه یوازې یو ساعت لرې ده."
خو ډونلډ ټرمپ دا نه ده روښانه کړې چې بګرام به څنګه بېرته خپلوي.
"پوځي حضور نه خو سیاسي تعامل ته دروازې خلاصې دي"
د ښاغلي ټرمپ برعکس چې په پرلهپسې ډول یې د بګرام پوځي اډې او د چین مسئلې یادونه کړې، د طالبانو حکومت او چین تل دا ډول ادعاوې رد کړې دي.
که څه هم د ډونلډ ټرمپ دې تازه څرګندونو ته تر اوسه په افغانستان کې د طالبانو حکومت کوم نوی رسمي غبرګون نه دی ښکاره کړی خو په تېر کې یې ویلي چې دا اډه یې هېچا ته هم نه ده سپارلې. همداراز یې ویلي چې په دغه هېواد کې د چین په ګډون د هېڅ هېواد پوځي حضور نه مني.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس ذاکر جلالي پر خپله اېکسپاڼه نن پنجشنبه (سپتمبر ۱۸ / وږی ۲۷) د ښاغلي ټرمپ دغو څرګندونو ته په اشاره لیکلي چې ګواکې ډونلډ ټرمپ "یو سوداګر" دی او په وینا یې، "د بګرام د بېرته اخیستو یادونه هم د یوې معاملې له لارې کوي."
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي همدا راز لیکلي چې، "افغانستان او امریکا له یو بل سره تعامل ته اړتیا لري او کولای شي د متقابل درناوي او مشترکو ګټو پر بنسټ اقتصادي او سیاسي اړیکې ولري، بې له دې چې امریکا د افغانستان په کومه برخه کې پوځي حضور ولري."
ښاغلي جلالي زیاته کړې، "پوځي حضور افغانانو په تاریخ کې نه دی منلی او دا احتمال د دوحې د خبرو او هوکړې پر مهال هم په بشپړ ډول رد شوی مګر نور تعامل ته دروازې پرانیستې دي."
د بګرام په اړه د بيبيسي د یوې څېړنې موندنې

ښاغلي ټرمپ په تېره جولای میاشت کې هم د خپلې کابینې په یوه غونډه کې ویلي وو چې باید بګرام هوايي اډه یې ساتلې وای او چین ته یې نه وای پرېښې.
بيبيسي هماغه میاشت د ښاغلي ټرمپ د همدې ادعا چې ګواګې چین په بګرام کې حضور لري او دا چې دغه هوایي اډه د چین د اټومي وسلو د جوړولو له مرکزه یو ساعت لرې ده، څېړنه وکړه.
د سیټلایټ په مرسته اخیستل شوو انځورونو دا په ډاګه کړه چې له دې اډې د امریکایي سرتېرو له وتلو وروسته، هلته د پام وړ پراخ فعالیتونه، د ودانیو جوړولو او یا پوځي شتون نه دی لیدل شوی.
د بيبيسي څېړنې دا هم جوته کړه چې بګرام هوایي اډه د چین د اټومي وسلو د جوړولو له مرکزه له یو ساعته ډېره لېرې ده.
بيبيسي له سپینې ماڼۍ د هغو شواهدو غوښتنه وکړه چې پر بنسټ یې ډونلډ ټرمپ ادعا کوي چې چین په بګرام کې حضور لري خو ځواب یې ترلاسه نه کړ.
د طالبانو له حکومته یې هم وغوښتل چې دې اډې ته د ورتلو اجازه ورکړي چې وګوري، هلته څه روان دي خو اجازه ور نه کړل شوه.
بګرام؛ د درو امریکايي ولسمشرانو له لیدنې د طالبانو تر پوځي پرېډه

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان په شمالي ولایت پروان کې د بګرام اډه په ۱۹۵۰ لسیزه کې شوروي اتحاد جوړه کړې وه او په ۱۹۸۰ لسیزه کې د شوروي ځواکونو مهمه پوځي اډه بلل کېده.
د سپتمبر د یوولسمې له بریدونو او د هغه څه له پیل وروسته چې امریکا "د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه" بلله، امریکایي ځواکونه د ۲۰۰۱ کال په دسمبر کې دې اډې ته ننوتل. نږدې دوه لسیزې دا اډه د القاعدې او طالبانو پر ضد د مبارزې مرکز بلل کېده.
د یادولو ده چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو د پوځي حضور پر مهال د امریکا درو ولسمشرانو جارج ډبلیو بوش، بارک اوباما او ډونلډ ټرمپ د بګرام پوځي اډې لیدنه کړې. جوبایډن په ۲۰۱۱ کې هله ورغلی و چې د وخت د ولسمشر مرستیال و.
هماغه بګرام پوځي اډه چې امریکا په ۱۴۰۰ لمریز کال کې پرته له دې چې د وخت افغان حکومت خبر کړي، د شپې په تیاره کې پرېښوده او ترې ووتل.
اوس له تېرو شاوخوا څلورو کلونو راهیسې دا اډه له امریکايي ځواکونو له پاتې پوځي تجهیزاتو سره د طالب ځواکونو د پوځي پرېډ او مراسمو ځای دی.











