مینوپاز مهال د مېرمنو هډوکو پیاوړي کولو لپاره درمل جوړېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
بریتانیا کې د روغتیا او پاملرنې ملي انستیتیوټ (NICE) وايي، لسګونه زره مېرمنې چې د مینوپاز (د میاشتنۍ ناروغي وچېدو لومړي کلونو) پېر څخه تېریږي، کولای شي د هډوکي پیاوړي کولو نوي درمل وکاروي.
ابالوپاراتاید (Abaloparatide) کولای شي د هډوکو د کمزوري کېدو مخنیوی وکړي، د مینوپاز پر مهال او په زړښت کې د هډوکو د ماتېدو لوړ خطرونه لوړېږي.
د درملو څار یاد انستیتیوت وايي، انګلستان کې به دا درمل په راتلونکو دریو میاشتو کې د روغتیا ملي مرکزونو(NHS) له لارې وړاندې شي.
دا پیچکاري ډوله چې د قلم په څېر دي او له مخکې ډکه وي خلک کولای شي په ورځ کې یې یو ځل په کور کې پخپله وکاروي. دا د بدن حجرې هڅوي چې نوي هډوکي جوړ کړي.
د اوستیوپوروسس (د هډوکو ورستېدل) نورې درملنې هم وار له مخکې شته، خو دا نوي درمل د هغو خلکو لپاره یو بدیل دی چې له مخکینو درملنو یې مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی او یا یې زغملی نه شو.

د عکس سرچینه، Getty Images
الیسن سمیت چې په ۲۰۱۱ کال کې د اوستیوپوروسس په ناروغۍ اخته شوې وه، بي بي سي ته ویلي، نوي درمل به د ډېرو هغو ناروغانو لپاره "لوی توپیر" رامنځ ته کړي چې د "د جانبي عوارضو له امله" د شته درملو کارولو لپاره زړه نه ښه کوي.
د هډوکو معالج ډاکټر نیکي پیل په وینا، نوی درمل د ډیری خلکو لپاره " ښه او د زغم وړ" دي.
ډاکټر نیکي پیل زیاتوي، په لومړیو کې ځینې خلک د زړه بدوالی، سر درد او د زړه لوړ ضربان تجربه کوي خو ابالوپاراتاید (Abaloparatide) د هغو کسانو لپاره ښه مناسب دي چې د هډوکو ماتېدو لوړ خطر سره مخامخ دي.
خو نوموړي خبرداری ورکړی، "ننګونه" دا ده، چې ډاډ ترلاسه شي ناروغ کس "مناسبو تشخیصي خدمتونو" ته لاسرسی لري، چې دې درملو ته یې اړتیا معلومه شي.
د یادو درملو وړاندیز به هغو کسانو ته وشي، چې ډاکټران معلومه کړي ناروغ کس د هډوکو ماتېدو له لوړ ګواښ سره مخ دی.
تر دې دمه دا نه ده په ډاګه شوې، تیرامېکس شرکت ( Theramex)، چې دا درمل جوړوي دا د بریتانیا پر روغتیا ملي مرکزونو (NHS) په کومه بیه پلوري.
کله چې انسانان د ۲۰ کلنۍ په منځني حالت کې وي د هډوکو کلکېدو او ځواک یې لوړ حد ته رسېږي. خو وروسته بیا په طبیعي توګه را ټېټېږي.
کافي اندازه ویټامین ډي او کلسیم خوړل د هډوکو روغتیا لپاره هم مهم دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د مینوپاز په وخت کې د هورمونونو درملنه (HRT) هم مرسته کولای شي.
ښځې د نارینه وو پرتله د اوستیوپوروسس له خطر سره زیاتې مخ دي او لامل یې هم د هورمونونو بدلون دی، چې له مینوپاز سره ورپېښېږي.
دې حالت کې د اسټروجن کچه راټیټېږي او دا کولای شي هډوکي کمزوري کړي.
بریتانیا کې د روغتیا او پاملرنې ملي انستیتیوټ (NICE) پروفیسور جانتن بینجر وايي: " د ناروغانو خپلواکې کمیټې دا پتېلې چې اوستیوپوروسس څنګه ضعیف کمزوری کوونکی حالت دی."
"زموږ تمرکز پر دې دی، هغو درملنو ته لاسرسی پراخ کړو چې د ژوند کییفت ورسره ښه کېږي او مالیه ورکوونکو ته ارزښت وړاندې کوي."
په بریتانیا کې له درې ملیونو څخه ډېر خلک د اوستیوپوروسس په ناروغي اخته دي.
دغه ناروغي د عمر په زیاتېدو سره پراخېږي هغه ښځې چې ۵۰ کلنې دي دوه سلنه یې په اوستیوپوروسس اخته کېږي خو هغه مېرمنې چې ۸۰ کنلې دي نژدې نیمايي یې په نوموړې ناروغۍ اخته کېږي.
په هرو دریو مېرمنو کې له یوې څخه زیاتې او په هرو پنځو نارینه وو کې یو یې د خپل عمر په اوږدو کې د هډوکو ورستېدو له امله د یوه یا څو هډوکو ماتېدل تجربه کوي.











