ولې په سودان کې جګړه لا روانه ده؟

sudan

د عکس سرچینه، AFP

ځايي خلک او فعالان وايي، د سودان په دارفور سیمه کې پر یوه جومات د بې پيلوټه الوتکې برید کې لږ تر لږه ۷۸ کسان وژل شوي.

په الفاشر ښار کې د دغه برید پړه پر نیمه پوځي چټک ملاتړ ځواکونو اچول شوې. دغه ډله د سوډان په کورنۍ جګړه کې له پوځ سره د ښار د نیولو لپاره جنګیږي.

راپورونه وايي، د چټک ملاتړ ځواکونو اوس د ښار شاوخوا د بې ځایه شویو خلکو یو کمپ (ابو شوق) او له سوداني پوځ سره د یوې ملېشه ډلې مرکزي دفتر هم نیولی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر وايي، د تېر کال پرتله په روانه جګړه کې د ملکي وګړو په مړینه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

دغه دفتر په یوه راپور کې ویلي، هلته توکمیز تاوتریخوالی هم زیات شوی.

خو په سودان کې ولې جګړه روانه ده؟

په سودان کې شاوخوا دوه نیم کاله وړاندې د ۲۰۲۳ کال په اپرېل کې وروسته له هغې کورنۍ جګړه ونښته چې د دغه هېواد پوځ او ځواکمنې ملېشې چې د بېړني ملاتړ ځواکونه یا RSF یادېږي سره کېوتل.

له دې جګړې سره د لوېدیځ دارفور سیمه کې د لوږې او د توکموژنې ادعاوې هم وشوې او په ټول هېواد کې له یو نیم لکو ډېر کسان ووژل او شاوخوا دوولس ميلیونه خلک له خپلو مېنو بې ځایه شول چې ملګرو ملتونو ته د نړۍ تر ټولو لوی بشري ناورین شو.

کورنۍ جګړه هلته د تاوتریخوالي او سیاسي ناندریو وروستۍ څپه وه چې په ۲۰۱۹ کال کې د هغه هېواد د اوږدمهالي ولسمشر عمر البشير له تګ سره لا ګړندۍ شوه.

RSF له پوځ سره تر هغه متحد و چې ترمنځ یې اختلاف رامنځ ته شو.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، RSF له پوځ سره تر هغه متحد و چې ترمنځ یې اختلاف رامنځ ته شو.

عمر البشیر په ۱۹۸۹ کال کې په یوه کودتا کې واک لاندې کړی و او له نژدې درېیو لسیزو واک وروسته پوځ پر هغه کودتا وکړه، خو خلکو د هغه له تګ سره د ولسواکۍ او ديموکراسۍ غوښتنه کوله.

د پوځ او ملکیانو تر منځ یو ګډ حکومت جوړ خو هغه هم د ۲۰۲۱ په اکتوبر کې په یوه کودتا کې وپرځېد.

دا کودتا د اوسنۍ کورنۍ جګړې دوو مهمو لوبغاړو وکړه:

جنرال عبدالفتاح البرهان چې د وسله‌ وال پوځ دی او هغه کس چې ځان یې په کودتا کې ولسمشر کړی و.

او د هغه مرستیال جنرال محمد حمدان ډاګالو چې په حمدتي مشهور دی او د بېړني ملاتړ ځواک یا آر اېس اېف ملېشې مشر دی.

دوی دواړه په دې جوړ نه شول چې هېواد کومې خوا ته لاړ شي. دغه راز پلان و چې یو لک ځواکمنه د بيړني ملاتړ ملېشه به په پوځ کې ورګډيږي او د پوځ مشري به ورکول کېږي.

خو دواړو جنرالانو د خپلو دریځونو، شتو او نفوذ د ساتلو هڅه کوله او وروسته له هغې چې د بيړني ملاتړ ځواکونه یا آر اېس اېف د هېواد بېلو برخو کې ځای پر ځای شول او دا پوځ د ګواښ په نظر وکوت نو د ۲۰۲۳ په اپرېل کې دواړو لورو پر یوه بل ګوزارونه پیل کړل.

دا معلومه نشوه چې لومړی ګوزار چا وکړ خو دا جګړه ډېره زر پراخه شوه او د بيړني ملاتړ ځواک یا ار اېس اېف د پلازمېنې خرطوم ډېره برخه ونیوله چې پوځ له دوو کلونو جګړو وروسته د سږ کال په مارچ کې بېرته دا سیمه ونیوله.

سودان

د عکس سرچینه، AFP

د چټک ملاتړ ځواکونه (RSF) په ۲۰۱۳ کال کې رامنځته شوه او تر ډېره له جنګوید ملېشو جوړ ځواک دی چې په دارفور کې یې له یاغیانو سره مرګونې جګړې کړې او هلته د غیر عرب وګړو د نسل وژنې تورونه هم پرې لګېدلي.

له هغې راهیسې جنرال دقلو یو پیاوړی ځواک جوړ کړی چې د یمن او لیبیا په جګړو کې یې هم ګډون کړی او د سودان د سرو زرو پر ځینو کانونو هم واک لري او ادعا کیږي چې متحده عربي اماراتو ته يې هم قاچاقوي.

ډیری دارفوریان په دې باور دي چې د چټک ملاتړ ځواکونو او د هغوی د هم‌ ټلوالو ملېشو جګړه د دې لپاره ده چې هغه ګڼ توکمه سیمه په ډېری عرب او عرب واکمنه سیمه بدله کړي.

د سوډان پوځ بیا چې د دغه هېواد پر شمال او ختیځ کنټرول لري ویل کېږي تر شا یې مصر د اصلي ملاتړي په توګه ولاړ دی. مصر له سودان سره ګډه پوله لري او د نیل سیند اوبه هم په ګډه کاروي.

د پوځ مشر جنرال برهان د سودان بندر (Port Sudan) چې د سره سمندرګي پر غاړه دی، د خپل او ملګرو ملتونو د په رسمیت منلي حکومت مرکز ګرځولی.

د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره په سعودي عربستان او بحرین کې څو پړاوه د سولې خبرې هم شوې، خو ناکامې شوې دي.

د بي بي سي د افریقا برخې مرستیال اډیټره ان سوي، وایي چې دواړه خواوې، په ځانګړې توګه پوځ، اوربند ته لېوالتیا نه ښيي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان مشر، تیدروس ادهانوم ګیبریسوس، هم په دې اړه خواشیني ښودلې چې د نړۍ د نورو کړکېچونو پرتله په سودان او په افریقا کې دغو وروستیو شخړو ته د نړۍ پام کم دی.