په کومو هېوادونو کې د جنین ليرې کول ناقانونه دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
په امریکا کې د جنین د سقط پر ګولۍ (میفپریستون) بندیز لپاره لا هم حقوقي دعوې روانې دي. محکمه به پر دې پرېکړه کوي، چې آیا ډاکټران او د جنین د سقط ضد فعالان کولی شي پر ښځو د میفپریستون ګولۍ کارول بند کړي که نه.
د جنین د سقط دا ځانګړې ګولۍ له ۲۰۰۰ کال راهیسې په امریکا کې قانوني دي او له ۲۰۱۶ راهیسې یې په مقرراتو کې هم اسانتیا رامنځته شوې ده.
د ملګرو ملتونو د درملو او خوړو سازمان د مقرراتو په تازه بدلونونو کې راغلي، چې د میفپریستون ګولۍ د ډاکټر له نسخې پرته وپېرل شي او خلکو ته یې په پوسټ کې واستوي.
ښايي دا اسانه او له کوم محدودیت پرته لاسرسی خطر ولري. د امریکا سترې محکمې تر هغې چې قضیه رانه وي، د دغو ګولیو د کارولو اجازه ورکړې.
د میندوارۍ د حقوقي مرکز د شمېرو له مخې، نړۍ کې ۲۱ هېوادونو د جنین د سقط بشپړ ناقانونه دي. دا هېوادونه ډېر یې جنوبي هغه دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
نورو ډېرو هېوادونو د جنین د سقط برخه کې ډېر سخت قوانین وضع کړي او یوازې هغه مهال میندواره مور جنین سقط کولی شي چې د جنسي تیري، جنسي روزنې له امله یې ماشوم په نس شوی وي.
کنګو، سنېګال، سیرالیون، موریتانیه، ماداګاسکر او مصر هم د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې د جنین پر سقط یې بندیز لګولی دی.
ډېرو اروپايي هېوادونه بیا د اقتصادي ستونزو له امله د جنین سقط کولو ته جواز ورکوي. میندواره مېرمن کولی شي په رسمي ډول غوښتنه وکړي او جنین سقط کړي.
د اسټرالیا او نیوزیلڼد په څېر نورو هېوادونو کې هم له غوښتنې سره سم میندواره میندو ته د جنین د سقط کولو اجازه ورکول کېږي.
امریکا کې د جنین سقط کول پیچلي دي. په دې اړه قوانین له ۲۰۲۲ کال راهیسې چې تر ۲۴ اوونۍ یې د جنین د سقط کولو حق لغوه شو، په بېلابېلو ایالتونو کې توپیر کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
میفپریستون څه شی دی او په کومو هېوادونو کې کارول کېږي؟
میفپریستون لومړي درمل دي چې د جنین د سقط کولو لپاره په دوو مرحلو کې کارول کېږي. دا درمل په بدن کې د پروجسترون هورمون جریان چې د میندواره کېدو لپاره لازم دي بندوي.
دویم ډول دارو میزوپروستول دي چې له میفپرسیتون نه وروسته کارول کېږي چې رحم په بشپړ ډول له جنین پاکوي.
څېړنې چې په امریکا کې شوي ښيي، دا دواړه درمل چې په دوو مرحلو کې کارول کېږي، ۹۵ سلنه اغېزمن دي.
میفپریستون په لومړي ځل ۱۹۸۸ کال کې په فرانسه کې تائید شول د شمېرو له مخې، د درمل په ۹۶ هېوادونو کې منل شوي. وروستیو کې ارجنټاین، اېکوادور، جاپان او نایجيریا د دې درملو د کارولو اجازه ورکړې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
د میفپریستون درملو جانبي عوارض څه شي دي، آيا خوندي دي؟
د دې درملو له خوړلو وروسته د تناسلي آلې درد او خونریزي تمه هم کېدای شي او دا د دې نښه ده چې درمل مو پر بدن اغېز کوي، خو ډاډ یې نه شي کېدای. د دې درملو نور جانبي عوارض زړه بدوالی، کمزوري، تبه، لړزه، سر درد، اسهال او ګنګسیت هم دی.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، میفپریستون او میزو پروستول درملو کارول خطر نه لري او دا دواړه ډوله درمل د اړینو درملو له ډلې دي.
د جنین سقط ضد فعالان وروستیو کې د درملو د جانبي عوارضو پر خطرونو ډېر تاکید کوي او وايي دا خطرناکه لار ده او بې ګټې ده.
دا ادعاوې روغتیا نړیوال سازمان او د امریکا طبي سازمان نه دي تائید شوي. د خوړو او درملو سازمان وايي، په کال کې د دې درملو یو میلیون کاروونکو کې پنځه یې مړه کېږي.










