د امریکا په پنځوسو ایالتونو کې د حمل سقط کولو په پلوئ مظاهرې وشوې

د عکس سرچینه، AFP
د امریکا په ۵۰ ایالتونو کې زرګونو کسانو د ماشوم ضایع کولو (سقط) په پلوۍ مظاهرې وکړې.
مظاهرې وروسته له هغه وشوې چې د یوه نوي قانون له مخې په ټکساس ایالت کې د ماشوم ضایع کولو ته لاسرسي محدودېږي.
د ماشوم ضایع کولو (سقط) پلویان د دې محدیت له امله ویره لري په اساسي قانون کې ورکړل شوی د سقط حق به بېرته ترې واخیستل شي.
په پام کې ده چې د امریکا ستره محکمه په راتلونکو میاشتو کې داسې یوه دوسیه واوري چې کولای شي په ۱۹۸۳ کال کې جوړ شوی هغه قانون چې په ټول امریکا کې ښځو ته د ماشوم ضایع کولو حق ورکوي باطل کړي.
پرون شنبه (د اکتوبر دویمه) ګڼو کسانو په واشنګټن کې د سترې محکمې لور ته لاریون وکړ.
د مظاهرو په پیل کې د ماشوم ضایع کولو مخالفو یو شمېر کسانو هڅه وکړه چې مظاهره چیان خواره کړي.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د رپوټ له مخې له دې ډلې نه یوه کس چیغې وهلې چې ''د بې ګناه ماشومانو خون ستاسو په غاړه دی '' خو د هغه غږ د مظاهرچیانو په شور او چکچکو کې ورک شو.
یوې ښځې چې په دې مظاهرو کې یې ګډون کړی و وویل ''که څه هم له نیکمرغه هېڅ کله د ماشوم ضایع کولو له انتخاب سره نه یم مخامخ شوې، خو ډېر داسې ښځې شته چې دغسې شرایطو سره مخامخېږي او کله چې خبره د ښځو د بدن شي نو بیا دولت او نارینه حق نه لري چې زموږ په اړه پرېکړه وکړي. ''
دا مظاهرې د ښځو کلني لاریون تنظیموونکې ډلې له خوا تنظیم شوې وې.
دا ډله په ۲۰۱۷ کال کې جوړه شوه او د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لُوړې وروسته یې میلیونونه کسان سړکونو ته د ښاغلي ټرمپ د هغو څرګندونو په غبرګون کې وایستل چې د ښځو په اړه یې کړې وې.

د عکس سرچینه، Reuters
د ښځو د کلني لاریون اجرایوي مشره ریچل اولري کمرونا وايي '' زموږ له ډلې نه ډېری ښځې له دې نظریې سره رالویې شوې چې د ماشوم ضایع کول به د ټولو لپاره قانوني وي او هرڅوک به ورته لاسرسی لري، خو اوس وینو چې دا موضوع له خطر سره مخامخ ده، دا زموږ لپاره د ویښودو د زنګ په مانا دی. ''
د نیویارک والۍ کیتي هوکول هم وینا وکړه او ویې ویل: ''زه له دې نه ستړې شوې یم چې د ماشوم ضایع کولو (سقط) لپاره مبارزه وکړم، دا په هېواد کې یو منل شوی قانون دی او څوک نه شي کولای چې زموږ دا حق له موږ نه واخلي، نه، هېڅکله نه. ''











