د عکسونو البوم: امریکا کې پر سوریه د برید ضد مظاهرې

د سوریې پر یوې اډې د امریکا د توغندیز برید پرضد د امریکا بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې وشوې.

مظاهره

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د سوریې حکومت ضد مخالفانو تر ولکې لاندې سیمه کې تر کیمیاوي برید وروسته سوریه کې پر پوځي اډې د امریکا د برید پرضد د امریکا بېلابېلو برخو کې مظاهرې شوې. امریکا د سوریې پر یوې اډې ۵۹ تاماهاک توغندي ویشتلي
مظاهرې

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د امریکا لاس انجلیس د امریکا د برید پرضد مظاهرې وشوې
مظاهرې

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په لاریونونو کې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد انځورونه هم لېږدول کېدل.
مظاهره

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، امریکا په سوریه کې د حکومت پر (الشعیرات) نومې اډې توغندي ویشتلي. د امریکا ۲۰ ښارونو کې ددغه برید په اړه مظاهرې وشوې.
مظاهره

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په مظاهرو کې خلکو له ځانه سره ځینې پیغامونه لېږدول چې سوریه کې دې امریکا خپله جګړه ودروي، جګړه دې ودروي او د خلکو اړتیاوې دې پوره کړي.
مظاهره

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په یوه لاریون کې پر ځمکې لیکل شوي چې سوریه او یمن کې جګړه ودروي، کوریا او ایران کې جګړه نه شته.
مظاهره

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، لاریونیانو ویل، امریکا دې کډوالو ته هرکلی ووايي او له داسې جګړې دې لاس واخلي چې وګړي له خپلو مېنو ایستلو ته اړباسي
مظاهره

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ځینې شعارونه لېږدول کېدل چې ''سوریه کې جګړه ودروئ، د امپراتور لپاره یوه بله جګړه''.
مظاهره

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، لاریونیانو ویل، د سوریې بمباري کول خلک نه ساتي، بلکې وژني یې