د ویښتانو کوڅۍ او د غوسې څپه: د 'ښځه، ژوند، ازادي' له لاریونونو راهیسې ایران کې ریښتیا څه بدل شوي؟

د ایران په کوڅو کې دوه ښځې لیدل کیږي چې له یو بل سره خبرې کوي او سرونه یې لوڅ دي

د عکس سرچینه، Fatemeh Bahrami/Anadolu via Getty Images

د عکس تشریح، د ایران په کوڅو کې دوه ښځې لیدل کیږي چې له یو بل سره خبرې کوي او سرونه یې لوڅ دي
    • Author, امیر عظیمي
    • دنده, د فارسي ټلویزیون د خبرونو مشر ایډیټر
    • Author, کارکوونکي
    • دنده, د بي بي سي نړیوال ژورنالېزم

کله چې درې کاله وړاندې د اوړي په وروستیو کې پر یوه ګرمه ورځ ۲۲ کلنه مهسا ژینا امیني تهران ته ورسېده، هېڅ یې تصور نه شو کولی چې یوازې څو ساعته وروسته به په زور ونیول شي، د پولیسو په موټر کې به ووهل شي او وروسته به د ایران د بدنامو "اخلاقي پولیسو" په بند کې په ډېره مشکوکه توګه مړه شي.

دا ټول یوازې د دې لپاره چې د هغې له پړوني لاندې د وېښتانو یوه کوڅۍ ښکاره شوې وه.

د هغې مړینه د غوسې هغه لاریونونه راوپارول چې د توپان په څېر ټول هېواد کې خپاره شول. دغه لاریونونه وروسته د "مهسا غورځنګ" یا "ښځه، ژوند، ازادي" په نوم وپېژندل شول.

لاریونونه د امیني د مړینې لپاره د عدالت غوښتنې په توګه پیل شول، خو ډېر ژر په یو پراخ غورځنګ بدل شول چې د ښځو د حقونو او پراخو سیاسي بدلونونو غوښتنه یې کوله. د خلکو شعارونه له ازادۍ غوښتنې نیولې، د ملایانو د رژيم د نسکورېدو او د څو لسیزو د ځپنې د مسؤلینو د محاکمې تر غوښتنې پورې ورسېدل.

مېرمن امیني له سقز ښاره چې د ایران د لوېدیځ کردستان ولایت کې دی، پلازمېنې تهران ته راغلې وه چې له خپلو خورلڼو سره وویني او د ښار سیل وکړي، خو د هغې ناوړه مړینې د بدلون غوښتنه راپورته کړه.

له هغه وخت راهیسې ایران داسې بدلونونه ولیدل چې د دیني مشرتابه یې هېڅ تصور نه درلود. یوازې په درېیو کلونو کې، ان د هېواد په لېرې پرتو سیمو کې ښځو د اجباري حجاب د قانون ښکاره ماتول پیل کړل.

د ایران د قانون له مخې، چې د دې هېواد د شریعت له تفسیره اخیستل شوی، ښځې باید خپل وېښتان په حجاب (پړوني) پټ کړي او اوږده، پراخ او تیاره رنګه کالي واغوندي چې "مانتو" بلل کېږي چې د بدن شکل یې پټ کړي.

له ۲۰۰۶ کال راهیسې، ځانګړو پولیسو چې په رسمي ډول "د ارشاد ګزمه" بلل کېږي، د دغو قوانینو د پلي کولو دنده لرله.

خو د ۲۰۲۲ پېښو دا ټول بنسټیز ډول ننګولی دی.

د مهسا ژینا امیني له مړینې وروسته د ایران په ډېرو برخو کې لاریونونه وشول

د عکس سرچینه، Stringer/Anadolu Agency via Getty Images

د عکس تشریح، د مهسا ژینا امیني له مړینې وروسته د ایران په ډېرو برخو کې لاریونونه وشول

د سختو جامو د قوانینو پر وړاندې د عامه مقاومت مخکې هم موجود و، خو دا مقاومت محدودو و او ډېری وخت یوازې تهران او نور لویو ښارونو کې وو. اوس، ځینې مهمې ښځې نور د څلورو لسیزو راهیسې پر هغوی تحمیل شوي سخت قوانین نه مني، بلکې خپله پرېکړه کوي چې څه واغوندي او څنګه یې واغوندي.

په یوه ژوره محافظه‌ کاره ټولنه کې، د رنګینو جامو، کمیسونو، جینز او لنډو جامو ښکاره اغوستل د زیاتېدونکو ښځو لخوا، د دې نښه ده چې د مېرمن امیني مړینه څومره د زلزلې په څېر اغېز لرونکې وه.

"دا هېڅکله یوازې د یوې ټوټې کالي په اړه نه و"، د ایران وکیل او د جنسیت د مساواتو فعاله سامانه سوادي وايي: "موضوع دا ده چې دولت د ښځو پر بدنونو او پرېکړو کنټرول تحمیلوي او دا کنټرول څنګه کولای شي د ښځو ژوند واخلي او د هغوی د ژوند هره برخه یې اغېزمنه کړي؛ د هغوی کار، زد‌کړه، اړیکې، هر څه".

خو پوښتنه دا ده: ایا د محافظه‌ کارې ایرانۍ ټولنې بنسټونو ټکان خوړلي، که دا یوازې ظاهري بدلونونه دي؟

د ایران اخلاقي پولیس له څو کلونو راهیسې په سړکونو کې ګزمې کوي

د عکس سرچینه، HOSSEIN FATEMI/Middle East Images/AFP via Getty Images

د عکس تشریح، د ایران اخلاقي پولیس له څو کلونو راهیسې په سړکونو کې ګزمې کوي

ډاکټره دارا کانډویټ چې د استرالیا د ملبورن پوهنتون د منځني ختیځ کارپوهه ده لهSBS نیوز شبکې سره خبرو کې وویل: " [دغه لاریونونه] له هېڅ ځایه نه دي راغلي، د ایران د ښځو غورځنګ په تېرو شاوخوا شلو کلونو کې د ښځو د موضوعاتو سیاسي کولو او د ښځو د ازادۍ د پراختیا لپاره لویې هڅې کړي دي. د دې پیل د ۲۰۰۰مو کلونو په لومړیو کې د یو میلیون لاسلیکونو کمپاین و او بیا په ۲۰۱۰مو کلونو کې د "زما پټه ازادي" کمپاین."

او، لږ تر لږه په ظاهري کچه، شواهد شته چې دا هڅې اغېزمنې شوې دي. د درېیو کلونو مخکې د لاریونونو تر ټولو ښکاره اغېز دا دی چې ښځې اوس په ایران کې د عامه ژوند په ځایونو کې څرګند حضور لري.

یوې ځوانې ښځې بي بي سي ته وویل: "زه له پړوني پرته له کوره بهر وځم، پتلون او لنډ جاکټ اغوندم. هېڅوک څه نه وايي ټولنه په بشپړ ډول بدله شوې." شادي زیاته کړه چې له هېواده بهر ژوند کوي خو هلته ډېری وخت سفر کوي.

"ایران ته په خپل وروستي سفر کې ما هېڅ پړونی نه دی پر سر کړی".

بلې ښځې مریم یادونه وکړه: "تاسې اوس کولای شئ د هوايي ډګر له امنیتي تفتیشه له حجاب پرته تېر شئ او بانکونو او ټولنیزو خدمتونو ته هم لاړ شئ."

خو دا بدلون په ډېره لوړه بیه راغلی.

د ۲۰۲۲ کال د لاریونونو په لومړیو څو میاشتو کې، خپلواکو راپورونو اټکل کړی چې د پولیسو او امنیتي ځواکونو لخوا له ۵۰۰ ډېر مظاهره کوونکي وژل شوي، په دې کې د ماشومانو شمېر هم شامل دی. ډېر نور جدي ټپیان شوي. زرګونه کسان ونیول شول.

د ایران قانون ټینګار کوي چې ښځې باید خپل وېښتان پټ کړي او حجاب او همدارنګه د مانتو جامې واغوندي

د عکس سرچینه، Morteza Nikoubazl/NurPhoto via Getty Images

د عکس تشریح، د ایران قانون ټینګار کوي چې ښځې باید خپل وېښتان پټ کړي او حجاب او همدارنګه د مانتو په نوم یو ډول جامې واغوندي

او په تېرو درېیو کلونو کې، لږ تر لږه ۱۰ کسان د لاریونونو په تړاو د ادعا شویو کړنو له امله اعدام شوي دي. فعالان وايي هغوی ته عادلانه محاکمه نه ده ورکړل شوې. د تورنو کورنۍ باور لري چې څو کسان د شکنجې په وسیله مجبور شوي چې اعتراف وکړي.

ایران د لاریونونو لپاره نوې نه دی. په تېرو وختونو کې، واکمنانو تقریباً تل مخالفت په ځواک سره مات کړی، نه یوازې لاریونونه، بلکې هیلې هم ورسره ختمې شوې.

که څه هم حکومت په پای کې د مېرمن امیني د مړینې وروسته د سړکونو لاریونونه د کنټرول لاندې راوستلای شول، خو د ایران د ننه او بهر ډېر کسان وايي حکومت نه دی توانېدلی چې د تلپاتې بدلون مخه ونیسي.

هغوی وايي، ایران د مهسا له غورځنګ وروسته هغه هېواد نه دی چې مخکې و. خو رښتیا ده؟

له لاریونونو درې کاله وروسته، ښځې په ټول ایران کې لیدل کېږي چې د ځان لپاره هغه څه غوره کوي چې دوی یې غواړي

د عکس سرچینه، ATTA KENARE/AFP via Getty Images

د عکس تشریح، له لاریونونو درې کاله وروسته، ښځې په ټول ایران کې لیدل کېږي چې د ځان لپاره هغه څه غوره کوي چې دوی یې غواړي

ځینې کسان، لکه ډاکټره کانډویټ، وړاندیز کوي چې د حکومت تګلارې نرمې شوې نه دي، بلکې بدلې شوې دي او په بنسټیزه کچه لا هم سخت دریځي واک چلوي.

په ۲۰۲۳ کال کې، د ایران پارلمان د حجاب او عفت قانون تصویب کړ چې پر ښځو د ظاهر او لباس د باندې سخت محدودیتونه بیا ولګوي. خو پراخه غوسه او مقاومت حکومت مجبور کړل چې دغه قانون د تطبیق لپاره وځنډوي او هېڅ یې نوې نېټه ورته و نه ټاکله. سره له دې، ډېری کسان وايي دا د ښځو د حقونو په اړه د حکومت د تسلیمۍ نښه نه ده.

د ملګرو ملتونو د ایران د خپلواکې نړیوالې حقیقت موندنې ډلې کارپوهانو د سږ کال مارچ میاشت کې یو راپور خپور کړ چې پکې یې د ایران د (نور پلان) په اړه خبرداری ورکړی. دا د پرمختللو څارونکو ټکنالوژیو کارول دي – لکه بې پیلوټه الوتکې، د مخ پېژندنې ټکنالوژي او د وګړو راپور ورکولو کاریال – چې هېواد کې د جامو د سختو قوانینو د پلي کولو لپاره کارول کېږي.

دغه راپور همدارنګه څرګندوي چې د قوانینو ماتولو په تور ښځو ته د زندان د سختو سزاګانو کچه لوړه شوې ده.

ایران په دې راپور څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې، د هېواد په سړکونو کې د پنجشنبې یا جمعې په ماښام، د یو کافي شاپ مخې ته، په پارک یا په سوداګریز مرکز کې، په ښارونو او وړو ټاټوبيو کې، ځوانې ښځې او نارینه لیدل کېږي چې په ټولنیزو فعالیتونو بوخت دي او په داسې ډول وخت په ګډه تېروي چې مخکې یې تصور هم نه کېده. تر ټولو مهمه، دوی بدلون ویني، خو ایا دا کافي دی؟

سونیا بي بي سي ته وویل: "دا رښتیا ده چې ښارونه ښکلي شوي او د حجاب تابو کم شوی، خو مظاهره‌چیانو له دې ډېر څه غوښتل. موږ د وینا ازادي، د باور ازادي، د سیاسي بندیانو ازادي او یو سکولر حکومت غواړو."

د مهسا ژینا امیني د ساده قبر پر ډبره ځینې پیاوړي پیغامونه لیکل شوي دي

د عکس سرچینه، Sosial Media

د عکس تشریح، د مهسا ژینا امیني د ساده قبر پر ډبره ځینې پیاوړي پیغامونه لیکل شوي دي

ډېر کسان چې بي‌بي‌سي ورسره خبرې کړې موافق وو. عالیې وویل: "پړونی لرې شوی، خو د ښځو د کار کچه لا هم ټیټه ده او ډېری وخت د پیسو لپاره پر نارینه تکیه کوي. تر هغه وخته چې قانون بدل شوی نه وي، تر هغه وخته چې ښځې یوازې له کوره د وتلو لپاره په وېره کې وي، هېڅ څه واقعاً نه دي بدل شوي."

پر دې ټولو سربېره، ځینې کسان باور لري چې په ایران کې ساعت شا ته نه شي ګرځېدلی او هغه غږونه چې په ۲۰۲۲ کې راپورته شول، په اسانۍ نه شي چوپ کېدلی.

اوس په عامه ځایونو کې ډېری بې‌حجابه ښځې ښکاري، نه دا چې قانون بدل شوی، بلکې د هغه په ښکاره مخالفت کې، د خطرونو په بشپړ پوهه. مېرمن سوادي وویل: "د اجباري حجاب پر ضد مبارزه اوس د ښځو د واک او د ازادۍ د پراخې مبارزې نښه ګڼل کېږي. اوس داسې ښکاري چې اور تر ایرو لاندې دی. د ځپنې له امله ټیټ شوی، خو زه ډاډه یم چې دغه اور به بیا راپورته شي".

له شک پرته، دغه احساسات هغه چا هم لرل چې د مېرمن امیني د قبر پر ډبره یې په بیړه لیکلي وو:

"ستاسې نوم یوه نښه ګرځي."