طالبان: افغانستان کې به د ټاپي او اورګاډي پټلۍ پروژو چارې ژر پیل شي

افغانستان

د عکس سرچینه، aisa

په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي یو خل بیا ویلي، له ترکمنستان سره پر لویو ګډو پروژو کار روان دی او ژر به په افغانستان کې د ټاپي او اورګاډي د پټلۍ پروژو چارې پیل شي.

ټاپي د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو د لېږد پروژه ده چې ټول اوږدوالی یې ۱۸۴۰ کیلومتره ښوول شوی دی.

د چارواکو په وینا د دغې پروژې تراوسه ۲۱۴ کیلومتره د ګازو نلیکه په ترکمنستان کې جوړه شوې او په افغانستان کې به یې هم ژر چارې پیل شي. ښاغلی متقي وايي "د ټاپي پروژې لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې قانوني مرحلې بشپړې شوې او ژر به یې چارې افغانستان کې هم پیل شي."

ویل شوي د ټاپي پروژې له لارې به له ترکمنستانه تر هنده د ګازو په دې نلیکه کې، هر کال ۳۳ ملیارده متره مکعبه ګاز لېږدول کېږي. له دې به پنځه میلیارډه متره مکعبه ګاز افغانستان ته ورکول کېږي او پاتې برخه به یې په مساوي ډول پاکستان او هندوستان ته رسول کېږي.

افغانستان

د ټاپي پر پروژې د لس میلیارډه ډالرو لګښت اټکل شوی دی او د شوې هوکړې له مخې به هرکال افغانستان ته ۴۵۰ میلیونه ډالر د لېږد (ترانزیت) فیس په توګه ورکول کېږي.

په تېر جمهوري حکومت کې هم چارواکو ویلي و، چې د دې پروژې په پلي کېدو به افغانستان کې زرګونه دندې پیدا شي او دغه راز به افغانستان وکولای شي چې له ګازو د خپلې اړتیا د پوره کولو لپاره برېښنا هم تولید کړي.

متقي وايي، له ترکمنستان سره یې د اورکاډي پټلۍ د غځولو په برخه کې هم د پرمختګ خبره کړې او وايي، ژر به یې چارې په افغانستان کې هم پیل شي.

ښاغلي متقي په هرات کې د نور الجهاد په نوم د برېښناکوټ چارو د بشپړېدو خبر هم ورکړ او وايي په نژدې راتلونکې کې به پرانیستل شي.

د هغه په وینا د دې برېښناکوټ له فعالېدو سره به له ترکمنستانه افغانستان ته د برېښنا لېږد ډېر او پیاوړی شي او دغه راز به له منځنۍ اسیا پاکستان ته د برېښنا په لېږد کې هم رول ولري. هغه دا پروژې د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو په پیاوړي کولو کې ګټورې وبللې.

ټاپې

د یادونې ده چې د ټاپي پروژې فکر شاخوا ۲۷ کاله مخکې رامنځ ته شوی و، خو عملي چارې یې د ۲۰۱۵ کال په پای کې په ترکمنستان کې پیل شوې. د ګازو دا نلیکه به د هرات، فراه، هلمند او کندهار له لارې پاکستان ته تېرېږي چې ورسره به په دغو ولایتونو کې ګڼو خلکو ته کاري فرصتونه هم برابر شي، هغه څه چې اوس مهال ورته ډېره اړتیا لیدل کېږي.

ښاغلي متقي شاوخوا دوه میاشتې وړاندې په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره په کتنه کې ویلي و، د ټاپي نللیکي غځول یې د حکومت په لومړیتوبونو کې دی، خو په افغانستان کې عملي چارې یې لا هم نه دي پیل شوي.