جرمني: اروپايي ټولنه اوکرایین ته د توپ ۱ میلیون مرمیو ورکولو ژمنه نشي عملي کولی

د عکس سرچینه، REUTERS
د جرمني دفاع وزیر خبرداری ورکړی چې د اروپايي ټولنې هغه ژمنه به عملي نه شي چې اوکرایین ته به د ۲۰۲۴ کال تر مارچ میاشت پورې د توپونو یو میلیون مرمۍ ورکوي.
بوریس پیستوریوس په بروکسل کې د اروپايي ټولنې هېوادونو د دفاع وزیرانو د غونډې په درشل کې رسنیو ته ویلي "داسې ګڼلی شو چې یو میلیون مرمۍ به ونه ورسېږي."
اروپايي ټولنې د روان ۲۰۲۳ کال په مارچ کې 'تاریخي پرېکړه' وکړه چې کیېف ته په یو کال کې دننه دننه د ۱۵۵ میليمتري توپونو یو میلیون مرمۍ ورکوي.
اوکراييني ځواکونه ډېر وخت روسیې سره په روانه جګړه کې د وسلو له کمښته شکایتونه کوي.
د دغه هېواد ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي ویلي، دا چې د روان کال اوړي کې د دوی لخوا پلان شوي ځوابي عملیات هم پر وخت پیل نه شول، لامل یې د وسلو او وسایلو کمښت و.
اوکراییني چارواکو تېر پسرلي کې ویل چې روسي ځواکونه هره ورځ له ۲۵ تر ۳۰ زرو بېلابېلې مرمۍ کاروي او دا شمېر د اوکراییني ځواکونو لخوا له کېدونکو ډزو شاوخوا څلور برابره لوړ دی.
د اروپايي ټولنې له ۲۷ پنځه ویشتو غړو او ناروې د وسلو صنعت د ودې او له کیېف سره د ملاتړ ښودلو په موخه د اروپا د دفاعي اژانس له لارې اوکرایین ته ژر د ډېرو مهماتو ورکولو تړون لاسلیک کړ.
ژمنه دا وه چې دغه هېوادونه به اوکرایین ته د توپونو دا یو میلیون مرمۍ له خپلو زېرمو او ګډې خریدارۍ برابروي.
په دودیز ډول، د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه تر اوسه د دې پر ځای چې خپلې سرچینې په یوه متحد چلند کې سره راټولې کړي، انفرادي دفاعي پرېکړې کړي.

د عکس سرچینه، AFP
ښاغلي پیستوریوس سېشنبه وویل چې شخصآ ده هېڅکله د یوه میلیون مرمیو ژمنه نه ده کړې او دا چې لا هغه مهال ځینو دا پوښتنې مطرح کړې وې، چې دې هدف ته به رسېدل څومره واقعي وي.
نوموړي وايي "په خواشینۍ سره د خبرداري دغه غږونه اوس سم ثابت شول."
هممهاله د اوکرایین بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولېبا ویلي، په اروپايي ټولنه کې له اوکرایین سره د مرستې کافي سیاسي اراده شته، خو د ده په وینا بیروکراسۍ او نورو خنډونو مخه نیولې ده.
هغه په دې لړ کې "د دفاعي صنعت د خوار وضعیت، د کافي مهماتو د تولید وړتیا، ډیپوګانو او د بهرنیو تړونو د وړتیا" یادونه وکړه.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزېف بورېل پړه د تولید د ظرفیت په کمښت اچوي او وايي اړتیا ده چې د اروپا دفاعي صنعت نورو هېوادونو ته د خپل د ۴۰ سلنه تولیداتو د صادرولو لومړیتوب بدل کړي.
خو د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي چې د امریکا او بریتانیا په ګډون نور لوېدیز متحدان د تولید د ډېرولو په حال کې دي او دا چې د جرمني او اروپايي ټولنې هېوادونو لخوا هم دې برخه کې پرمختګ دی هیله من کړی دی.
د امریکا دفاع وزارت په سپتمبر کې وویل چې اوس هره میاشت د توپونو ۲۸ زره مرمۍ تولیدوي خو غواړي راتلونکی پسرلی دا شمېر ۵۷ زرو ته ورسوي.
پنټاګون ویلي دا ګام د دې لپاره اخلي چې له یوې خوا خپلې زېرمې بېرته پوره کړي او بلې خوا اوکرایین سره مرسته وکړي چې د خپلو ځوابي عملیاتو سرعت ثابت وساتي.
د اوکرایین ولسمشر سېشنبه خبرداری ورکړ چې روسیې د ختیزو ښارونو دونېڅک، کوپیانڅک او اودیوکا شاوخوا د دوی پر لومړیو لیکو بریدونه سخت کړي دي.

د عکس سرچینه، VIKTOR KOVALCHUK/GLOBAL IMAGES UKRAINE VIA GETTY
په اودیوکا کې چې د روسیې تر کنټرول لاندې ډونېڅک په ۲۰ کیلومترۍ کې پروت او له ستراتېژیک اهمیته برخمن ښار دی، اوس یوازې څه باندې ۱۵۰۰ ملکي خلک پاتې دي.
د دې ځای د پوځي ادارې مشر ویتالي باراباش ويي په دغه ښار کې ان یوه داسې ودانۍ هم نه ده پاته چې په جګړه کې زیان نه وي ور اوښتی.
هغه زیاتوي "د اودیوکا ستراتېژیک موقعیت له جغرافیوي پلوه په لوړه پروت دی او دونېڅک ترې ښکاري. د هغوی د همدې لپاره په کار دی."
په جلا ډول د اوکرایین په سویلي خېرسون سیمه کې هم ځايي چارواکو ویلي، چې دغلته سېشنبه د روسي ځواکونو د توپخانې په ډزو کې درې کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.











