د اوکرایین لوېدیځ متحدان: د وسلو له کمښت سره مخامخ یو

اوکرایین

د عکس سرچینه، REUTERS

د عکس تشریح، اوکرایین د تر کنټرول لاندې سیمو دفاع لپاره هره ورځ د توپ زرګونه ډزې کوي

بریتانیا او ناټو ویلي چې له پوځي اړخه د لوېدیځ ځواکمن هېوادونه د وسلو له کمښت سره مخامخ دي‌ چې اوکرایین ته یې د روسیې د یرغل پر وړاندې د مقابلې لپاره ورکړي.

د ناټو تر ټولو جګپوړي پوځي چارواکي 'راب باوېر' د وارسا امنیتي فورم ته ویلي چې "اوس د دیګي بیخ ښکاري."

د دغه پوځي چارواکي په وینا حکومتونه او دفاعي صنایع باید د تولیداتو کچه لوړه کړي.

اوکراییني ځواکونه دمګړۍ هره ورځ تر خپل کنټرول لاندې سیمو دفاع لپاره د توپونو زرګونه مرمۍ کاروي چې اکثرآ د ناټو د غړو لخوا ورکول کېږي.

امیرالبحر 'باوېر' چې د ناټو د پوځي کمېټې مشر دی ویلي، له لسیزو راهیسې د وسلو پر جوړولو کمه پانګونه د دې لامل شوې چې د ناټو غړي له خپلو نیمه ډکو او تشېدو ته له ورنږدې زېرمو اوکرایین سره پوځي مرسته وکړي.

هغه وویل "زیاتې اندازې ته اړتیا لرو. په تېرو ۳۰ کلونو کې مو چې په ګډه کوم اقتصاد جوړ کړی، هغه به ډېرو شیانو ته بسنه کوي، خو وسله والو ځواکونو ته نه، چې کله جګړه روانه وي."

د بریتانیا دفاع وزیر جیمز هیپي هم دې فورم ته په خبرو کې ویلي‌ چې د لوېدیځ پوځي زېرمتونونه کوچني شوي دي.

هغه د ناټو پر متحدانو غږ وکړ چې پر دې برخه د خپلو کړو ژمنو له مخې پانګونه وکړي.

د ناټو غړو ژمنه کړې، چې د خپلو ناخالصو عوایدو ۲ سلنه به پر دفاعي برخه لګوي.

ښاغلي هیپي وویل دا په دې مانا نه ده چې "که موږ لاس واخلو، پوتین به هم په اتومات ډول لاس اخلي."

د بریتانیا دفاع وزیر د ناټو له غړو پوښتي "په داسې حال کې چې په اروپا کې جګړه روانه وي او دوی اوس ۲ سلنه عواید پر دفاع نه لګوي، نو دا کار بیا کله کوي؟"

هغه دا هم وویل، که سبا ته جګړې ته د چمتووالي اړتیا وي، دا کار بیا شونی نه دی نو ځکه باید له وړاندې تابیا نیول شوې وي.

د سویډن دفاع وزیر پل جانسن هم ټینګار کړی چې اروپا باید د اوکرایین اوږدمهاله ملاتړ ته خپلې دفاعي صنایع پیاوړې کړي.‌

نوموړي ویلي "زما په اند اړینه ده چې اوکرایین هم باید وکړای شي چې په اوږد مهال کې دفاعي تجهیزاتو ته خپله اړتیا له اروپايي صنایعو تامین کړي. موږ د توپخانې مهماتو د اړتیا د اندازې او کچې په اړه سخت سبک زده کړ."

اوکرایین

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/SHUTTERSTOCK

د عکس تشریح، د اروپايي ټولنې بهرنیو چارو وزیرانو دوشنبه کیېف کې د ناستې پر مهال د مرستو د دوام ژمنه وکړه

د بریتانیا دفاع وزیر وايي چې د ۲۰۲۲ کال فبرورۍ کې یې د اوکرایین جګړې له پیل راهیسې دغه هېواد ته د توپچي له ۳۰۰ زرو ډېرې مرمۍ ورکړي او د روان کال تر پایه به لسګونه زره نورې ور واستوي.

د امریکا متحد ایالتونه بیا وايي چې په دې موده کې یې اوکرایین ته د ۱۵۵ ملي‌متري توپ له دوه میلیونو ډېرې مرمۍ ورکړې دي.

کیېف د امریکا پر پوځي مرستو دومره متکي دی، چې د ناټو غړي یې د راتلونکي کال ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ بیا ځلۍ ولسمشر کېدو ته اندېښمن کړي دي.

دوی اندېښمن دي چې که ښاغلي ټرمپ ولسمشر شي، نو ښايي هغسې چې یې ویلي دي، له مسکو سره سیاسي جوړجاړي ته مخه کړي.

د وسلو د تولید د پراختیا هڅو ترڅنګ یوه بله ستونزه دا هم ده،‌ چې د اوکراییني ځواکونو لخوا یې کارېدل تر هغې ډېر چټک دي، چې له لوېدیزو متحدانو یې ترلاسه کوي.