روسیې پر کیېف د توغندیو نور پراخ بریدونه کړي

اوکرایین

د عکس سرچینه، STATE EMERGENCY SERVICE OF UKRAINE

د اوکرایین پر پلازمېنه کیېف نور هوايي بریدونه شوي. په دغو بریدونو کې توغندي او چاودېدونکي ډرون دواړه کارول شوي دي.‌

تر اوسه د ۳ کسانو د ټپي‌ کېدو پخلی شوی.

اوکراییني چارواکو‌ ویلي د هوايي دفاع سیستمونو یې ۱۸ توغندي هوا کې په نښه او شنډ کړی دي.

روسیې په وروستیو اونیو کې یو ځل بیا پر کیېف بریدونه ډېر کړي او دا په دې لړ کې روانه میاشت پر دغه ښار اتم هوايي برید و.

دا په داسې حال کې ده چې اوکراییني ځواکونه ظاهرآ د دغه هېواد سویل کې ځوابي عملیاتو ته چمتووالی کوي.‌

د روسیې دغو تازه بریدونو له کبله کیېف کې د سهار ۲:۳۰ بجې د خطر زنګ وکړنګول شوی او تر دوه ساعتونو یې دوام درلود.

په دې موده دغه ښار کې د سترو چاودنو پرله پسې غږونه اورېدل شوي او ځايي چارواکو د پلازمېنې اوسېدونکو ته د انلاین پیغامونو په وسیله ویلي چې د هوایي دفاع سیستمونه فعال شوي دي.‌

اوکرایین

د عکس سرچینه، Reuters

د اوکرایین د وسله والو ځواکونو مشر والېري زالوژني وايي، روسانو د شمال، سویل او ختیځ لخوا پر کیېف له هوا، ځمکې او سمندره ۱۸ توغندي توغولي.‌

د پلازمېنې کیېف د پوځي ادارې مشر سېرهي‌ پاپکو هم ویلي چې په لنډ وخت کې د ګڼو توغندیو برید وشو.

هغه زیاته کړې "د لومړنیو مالوماتو له مخې د دښمن ډیری اهداف د کیېف فضا کې په نښه او لمنځه وړل شوي دي."

له دې سره د کیېف اوسېدونکو ته ویل شوي چې د خونو له کړکیو لېرې واوسي، ځکه هوا کې د ویشتل شویو توغندیو پاتې شوني ځمکې ته راپرېوځي.

د کیېف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي چې د توغندیو پارچې د ژوبڼ په ګډون د ښار مرکزي برخو کې پرېوتې دي، خو مرګژوبله یې نه ده اړولې.

د پلازمېنې سولومینسکي ناحیه، چې نړیوال هوایي ډګر هم پکې دی، د راپور له مخې تر ټولو ډېر په نښه شوی دی.

ښاغلي پاپکو ويلي د دغو بریدونو له کبله په یوه غیر استوګنیزه سیمه کې اور هم لګېدلی و چې وروسته بېرته ووژل شو.

روسیې روانه میاشت له شاوخوا ۵۰ ورځنۍ وقفې وروسته پر کیېف خپل بریدونه له سره پیل کړل.

اوکراییني چارواکي داسې انګیري چې مسکو دا تګلاره د دې لپاره خپله کړې، چې د دوی د هوایي دفاع سیستمونه له کاره وغورځوي.

دوی وايي دغه سیستمونه د ډرون او توغندیو د بریدونو شنډولو کې خورا بریالي ثابت شوي دي.

اوکرایین

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، زېلېنسکي دغه سفر له ایټالیا پیل کړ

د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي تېرې څو ورځې په اروپايي دوره بوخت وو او په دې لړ کې ورسره د بریتانیا، فرانسې او جرمني لخوا د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د پوځي تجهیزاتو د مرستو ژمنه وشوه.‌

له هغې را وروسته چې روسیې پر اوکرایین یرغل کړی، روانه جګړه او بریدونو کې زرګونو سرتېرو او ملکي خلکو ته مرګژوبله اوښتې او ګڼ کلي او ښارونه ویجاړ شوي دي.

په دې موده کې ۸ اعشاریه ۲ میلیونه اوکرایینیانو اروپايي هېوادونو ته پناه وړې او شاوخوا ۲ اعشاریه ۸ میلیونه نور روسیې ته ورغلي دي.