اسراییلي ځواکونو جنین ښار کې ۴ فلسطینیان وژلي

REUTERS

د عکس سرچینه، Reuters

فلسطیني چارواکي وايي اسراییلي ځواکونو د اشغال شوې لوېدېزې غاړې جنین ښار کې په پټو عملیاتو کې څلور فلسطینیان وژلي دي.

د فلسطین روغتیا وزارت ویلي په وژل شویو کې یو ۱۶ کلن هلک دی.‌

دغو عملیاتو کې د ۲۰ کسانو د ټپي کېدو هم ویل شوي دي.

د اسراییل پوځ ويلي، ځواکونو یې د "ترهګریزو فعالیتونو" له کبله دوه مطلوب اورپکي او یو بل شخص چې غوښتل یې د اوسپنیزې ډنډې برید پرې وکړي، وژلي دي.

دوی زیاته کړې چې د دغو عملیاتو پر مهال وسله والو سره ډزې هم تبادله شوې.

له ټپي شویو کسانو د څلورو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی.‌

اسراییلي ځواکونو روان کال لویدیزه غاړه کې پوځي چاپې او عملیات ډېر کړي.

په دغو عملیاتو کې پر وسله والو سربېره وخت ناوخت ملکي خلکو ته هم مرګژوبله اوړي.

فلسطینیان بیا د دغو چاپو بدل کې پر اسراییلو د توغندیو او نور مرګونې بریدونه کوي.

په دغه تاوتریخوالي کې تر اوسه له ۸۰ ډېر فلسطینیان چې ملکي خلک او وسله وال دواړه پکې شامل دي، وژل شوي.‌

د اسراییل اړخ ته بیا ټولټال ۱۳ کسان وژل شوي، چې یوازې یو پکې د ملېشه پولیسو افسر او نور ټول ملکیان دي.

gety

د عکس سرچینه، Getty Images

د پنجشنبې ورځې عملیاتو کې د اسراییل پر پوځي سربېره د شین بېت امنیتي‌ خدماتو او سرحدي پولیسو ځواکونو هم برخه درلوده.‌

د فلسطیني ولسمشر محمود عباس یوه ویاند ویلي د اسراییلو دغه تېریګر ګامونه ښيي چې اسراییل د وضعیت له ارامېدو او د انفجار مخنیوي سره هېڅ لېوالتیا نه لري.‌

پر غزې واکمن حماس غورځنګ هم دغه وژنې "جرم" بللی او ګواښ یې کړی چې بې ځوابه به پاتې نه کېږي.

د اسلامي‌ جهاد ډلې هم ویلي چې اسراییل به د دغو وژنو 'بیه پرې' کړي.‌

دا عملیات داسې مهال شوي چې ټاکلې راتلونکو ورځو کې د اسراییل،‌ فلسطین، مصر، اردن او امریکا استازې په شرم الشیخ ساحلي ښار کې سره راټول شي.‌

دوی د مسلمانو د مبارکې روژې میاشتې له را رسېدو وړاندې د کړکېچ د کمولو پر لارو چارو غږېږي.‌