د ستایش قریشي قاتل 'دوه ځلې په اعدام' محکوم شوی

د ایران رسنیو ویلي، په ایران کې د وژل شوې افغان ماشومې شپږ کلنې ستایش قریشي قاتل 'دوه ځلې په اعدام' محکوم شوی دی. د ایران قضايي بنسټ تر اوسه دغه حکم نه دی تایید کړی.
دا خبر د ستایش د کورنۍ د وکیل عسکر قاسمي آقباش له خولې ځینو خبري رسنیو خپور کړی دی.
ښاغلي قاسمي خبري رسنیو ته ویلي ''قاتل یوځل د قصدي قتل په تور په قصاص محکوم شوی او په دویم تور کې د تاوتریخوالي او تېري په تور په اعدام محکوم شوی''.
دا حکم د بېرته غور وړ ګڼل شوی دی.
پر همدې مهال، د تهران د لومړۍ جنايي محکمې چارسمبالي (سرپرست) محسن افتخاري ویلي، دا حکم لاهم په محکمه کې نه دی لاسلیک شوی او ''رسنیو کې لا د خپرېدو وړ نه دی ګرځېدلی''.
د روان کال اپرېل میاشت کې د ترۍ تم شوې ستایش مړی د هغې د یوه ګاونډي په کور کې وموندل شو.


د هغې د قتل په تور نیول شوی مشکوک او د لېسې زده کووونکی شپږ میاشتې بندي و چې د کورنۍ په وینا یې، د بند پرمهال یې عمر تر ۱۸ کلونو ټیټ و.
ستایش په ایران کې د یوه مېشت افغان کډوال لور وه، چې مړینې یې په خواله رسنیو کې توند غبرګونونه راوپارول، همدا وو چې په اړه یې د ایران د ولسمشر مرستیال او قضايي چارواکي هم د غبرګونونو ښودلو ته اړایستل.
د نوموړې د مړینې په تړاو د افغانستان لوېدیځ ولایت هرات کې راغونډو شویو خلکو د هغې د قاتل د مجازاتولو غوښتنې وکړې، خو تهران کې پولیسو د افغانستان د سفارت مخې ته د خلکو راغونډېدو ته اجازه ورنه کړه.

د عکس سرچینه، setayesh


- <link type="page"><caption> 'ایران دې د افغان بندیانو د اعدام پرېکړه وځنډوي''</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2013/03/130303_hh-af-iran-justice" platform="highweb"/></link>
- ۱۴ ایراني بندیان تهران ته ولېږدول شول








