۱۴ ایراني بندیان تهران ته ولېږدول شول

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند بي بي سي ته ویلي، چې ایراني سفیر له ولسمشر کرزي سره په کتنه کې د ۲۸ ایراني بندیانو د لېږد غوښتنه کړې ده.

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند بي بي سي ته ویلي، چې ایراني سفیر له ولسمشر کرزي سره په کتنه کې د ۲۸ ایراني بندیانو د لېږد غوښتنه کړې ده.

د افغانستان او ایران د حکمتونو ترمنځ د بندیانو د لېږدولو پیل کې څوارلس ایراني بندیان له افغانستانه ایران ته لېږدول شوي دي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د بندیانو د لېږد پرېکړه په ۱۳۸۵کال کې لاسلیک شوې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني بي بي سي ته ویلي، چې اراني سفیر له ولسمشر کرزي سره په کتنه کې ایران ته د هغو ۲۸ بندیانو د لېږد غوښتنه کړې، چې د افغانستان په زندانونو کې پراته دي.

دی وايي، یوه ځانګړي کمیسیون د دغو بندیانو دوسې ارزولې چې پایله کې یې د څوارلسو بندیانو د لېږدولو موافقه کړې ده.

د افغانستان او ایران د عدلیې وزارتونو ترمنځ د بندیانو د لېږد پرېکړه لیک وړاندې لاسلیک شوی دی.

د پرېکړې پربنسټ، د ایران او افغانستان ترمنځ د بندیانو لېږد هغه مهال عملي کېږي، چې دواړې غاړې د دغه سند د تطبیقولو لپاره چمتووالی وښيي.

د ښاغلي مستغني په وینا، ایران په ۱۳۹۱ کال کې خپل چمتووالی اعلان کړ، چې په لومړي پړاو کې په ۱۳۹۲ کال د افغانستان د سترې محکمې مشر ایران ته سفر هم وکړ.

دغه سند پنځه کاله د اعتبار وړ دی.

ایران کې افغان بندیان

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي، لا روښانه نه ده، چې ایران کې څومره افغانان بندیان دي او په کومو تورونو نیول شوي دي.

دی وايي، چې ایران د افغانستان د سترې محکمې د مشر عبدالسلام عظیمي سفر د ایران حکومت دې ته هڅولی، چې د ایران له زندانونو د ۲۰۰ افغان نارینه بندیانو او پنځوسو ښځینه بندیانو لېږدول پیل کړي.

د هغه په وینا، دا مهال د دغو بندیانو دوسیې ارزول کېږي.

مستغني زیاتوي، چې ایران ته د عظیمي د سفر پر مهال ایران د ۷۷۴ بندیانو د بښلو او افغانستان ته په اعدام د سلو محکوم شویو بندیانو د سپارلو خبره منلې ده.

د هغه په وینا، په دغو بندیانو کې د لنډې مودې بندیان، ښځینه بندیانې، او په ناقانونه توګه ایران ته اوښتونکي افغانان هم شامل دي.

خو تر اوسه ایران هېڅ داسې ژمنه نه ده کړې، چې ګني د ایران د بندیانو په حق کې دې عملي شوې وي.

د بشري حقونو سازمانونو د راپور پربنسټ، په ایران کې ګڼ افغانان بندیان شوي، چې دقیق شمېر یې تر اوسه نه دي په ډاګه شوی.

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، د بشري حقونو سازمانونو د راپور پربنسټ، په ایران کې ګڼ افغانان بندیان شوي، چې دقیق شمېر یې تر اوسه نه دي په ډاګه شوی.

مستغني دا هم ویلي، چې د دواړو هېوادونو د بندیانو د لېږد برخه کې باید بالمثل عمل وشي.

د بشري حقونو سازمانونو د راپور پربنسټ، په ایران کې ګڼ افغانان بندیان شوي، چې دقیق شمېر یې تر اوسه نه دي په ډاګه شوی.

پر دې سربېره، ویل کېږي، چې یو شمېر افغانان هلته د نشه يي توقو د قاچاق په تور نیول شوي، او په ایراني محاکمو کې محاکمه شوي او ان پر ځینو یې د اعدام حکمونه هم شوي دي.

تېر کال، په ایران کې د ځینو افغان بندیانو او اعدامېدو د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې د افغانانو غوسې راوپارولې او د ایران پرضد یې مظاهرې وکړې.