'حکمتیار دې جګړو کې د ښکېلتیا له کبله له افغانانو بښنه وغواړي'

- Author, اسدالله لودین
- دنده, بي بي سي
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د اسلامي حزب له مشر ګلبدین حکمتیار څخه غواړي چې په جګړو کې د ښکېلتیا له امله له افغانانو بښنه وغواړي.
د دغه کمیسیون مشرې سیما سمر نن (یکشنبې) په کابل د افغان دولت او اسلامي حزب ترمنځ د سولې د هوکړې ملاتړ وکړ.
دغه غوښتنه په داسې حال کېږي چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د اسلامي حزب او افغان دولت ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه.
+ <link type="page"><caption> 'ښايي حکمتیار ولسمشرۍ ته ځان ونوموي'</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/interactivity/2016/09/160925_hh-press-sept25th" platform="highweb"/></link>
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي، دوی په جګړو کې د ښکېلو کسانو د اعدام غوښتنه نه کوي، خو ټینګار یې دا دی چې په جنګی جرمونو تورن باید کم تر کمه خپله ګناه ومني او له خلکو بښنه وغواړي.
د دغه کمیسیون مشره سیما سمر وایي، د جنګي مجرمینو اعدام د غچ اخیستو یو ډول دی او دوی هېڅکله د وژلو او د دې پلویان نه دي چې وینه دې پر وینو ووینځل شي.
مېرمن سمر د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، که په جګړو کې ښکېل کسان بښنه وغواړي، دا د عدالت د ټینګښت یوه بڼه او په دې معنی ده چې د جګړې د قربانیانو پر ټپونو به د مرهم یوه پټۍ کېږدي:

د عکس سرچینه، AFP
''زما غوښتنه داده چې خپله ښاغلی حکمتیار راشي او په زړورتیا سره له خلکو په ځانګړې توګه د جګړې له قربانیانو بښنه وغواړي، دا د یوه سیاسي بهیر پیل دی، تمه لرم چې عدالت په یوې بڼې سره ټینګ شي، خو زه د جنګي مجرمینو د اعدام پلوي نه کوم، ځکه دا غچ اخیستل دي، زما په نظر بښنه غوښتل او اعتراف کول د شخړې د هواري لومړنی شرط دی او له دې سره د قربانیانو ټپونه هم رغېږي.''
سیما سمر د افغان دولت او اسلامي حزب ترمنځ د سولې د هوکړه لیک هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې د هرې شخړې معقول هواری د سولې خبرې دي.
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په یوه راپور کې د ۱۹۸۷ زیږدیز کال څخه تر ۲۰۰۱ کاله پورې جنګي جرمونه مستند کړي، خو د کمیسیون د چارواکو په خبره تراوسه د دغه راپور خپرولو ته زمینه نه ده برابره شوې.
د بشر حقونو د خوندیتوب ملاتړی عبدالشکور دادرس مني چې د دغه مستند راپور خپرولو ته شرایط نه دي برابر، خو نوموړی د بشری حقونو پر کمیسیون نیوکه کوي چې د دغه راپور یوشمیر برخې باید په ډاګه کړي.
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له ۲۰۰۱ کال را په دې خوا د اسلامي حزب وسله وال فعالیت او د ځان وژونکو حملو مسئولیت اخیستو ته په اشارې وویل، حق العبد هېڅکله نه بښل کیږي او په خبره یې هېڅوک نه شي کولای چې د جګړې د قربانیانو د عدالت غوښتنې غږ بند کړي.

د عکس سرچینه، Getty
هڅه مو وکړه چې د بشري حقونو د غوښتنې په اړه په کابل کې د اسلامي حزب د مرکچي پلاوي نظر ولرو، خو له پرله پسې هڅو سره – سره د دوی په موندلو بریالي نه شو.








