افغانستان: ترافیکي پېښه کي ۱۰ کسان وژل شوي دي

د عکس سرچینه، BBC Pashto
د کندهار او هرات ولایتونو تر منځ پر لویه لار د میوند ولسوالۍ په " خاک افغان " سیمه کي د یوه ۳۰۳ بس او سراچه موټر د ټکر له امله ۱۰ کسه سپرلۍ وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.
کندهار کې چارواکي وایي، بس ګاډی د " د غزني پیما" نومي مساپر لېږدونکي شرکت اړوند دی، چې له هرات څخه د کندهار پر لور روان و.
په تېر کې له دغه ډول وروسته د پېښې د عاملینو لپاره د سختو مجازاتو او د ځینو شخصي ټرانسپورټي شرکتونو د فعالیت ځنډېدو غوښتنې هم شوې.
څو ورځې مخکې د کندهار او کابل تر منځ پر لویه لاره د زابل په ښار صفا ولسوالۍ کې د یوه بس او باروړونکي ګاډي ټکر له کبله ۳۶ کسان وژل شوي وو.
د کندهار چارواکو له هغې پېښې وروسته د ټکر شوي بس اړوند مساپروړونکي شرکت فعالیت وځنډاوه.
د کابل کندهار او کندهار هرات لویې لارې د افغانستان له هغو لویو لارو څخه دي، چې پرې ډېر تګ راتګ کېږي او ډېر مهال یې په اوږدو کې د ډرېورانو د بې احتیاطۍ او له حده زیات ګړندیتوب له کبله خونړۍ ترافیکي پېښې رامنځ ته کېږي.




