خلیلزاد: د افغانستان د ستونزو مور پاکستان دی
په افغانستان، عراق او ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو پخواني سفیر زلمي خلیلزاد بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې وویل "پاکستان د ترهګرو پلوي کوي. امریکا په دې باور ده چې حقاني شبکه یوه ترهګره ډله ده او په دې کې هم شک نه شته چې دا شبکه د پاکستان له استخباراتو سره تاریخي او ټینګې اړیکي لري".
د دې ترڅنګ سې شنبه د جولای په۱۲مه د پاکستان په اړه د امریکا په ګانګرس یوې جرګګۍ کې پر پاکستان بحث کېږي. ښاغلي خلیلزاد چې په دغه غوڼده کې وینا کوي وویل، د بحث موضوع دا ده چې پاکستان د امریکې دوست دی که دښمن؟ پاکستان د ترهګرۍ په مسله کې له امریکا سره همکاري کوي که له ترهګرۍ سره؟
افغانستان او پاکستان

زلمی خلیلزاد په دې باور دی هغه ډلې چې له افغان حکومت سره جنګېږي، پاکستان یې ملاتړ کوي. نړۍ باید دا حقیقت ومني او د همدې حقیقت په رڼا کې پرېکړه وکړي.
ښاغلی خلیل زاد وايي هغه افغانان چې خپلوان یې په ترهګریزو بریدونو کې وژل شوي، کورونه یې وران شوي، باید پاکستان مسول وګڼي، نړیوالې محکمې ته یې وړاندې کړي او تاوان ترې وغواړي.
ښاغلی خلیلزاد وايي په خبرو څه نه کېږي، باید قربانیان د قانوني وکیلانو له لارې محکمې ته ورشي او له پاکستانه تاوان وغواړي. افغان حکومت باید اسناد او شواهد راټول کړي، ملګرو ملتونو او امنیت شورا ته قناعت ورکړي، په لوېدیځ کې عامه ذهینت قانع کړي او د نړۍ هېوادونه هم قانع کړي چې پاکستان په افغانستان کې لاسوهنه کوي او باید د دي په بدل کې سزا ورکړل شي.

د عکس سرچینه، AFP
نوموړی وايي امریکا باید ورته کار وکړي او پر پاکستان پوځي او مالي مرستې بندې کړي. له پاکستانه باید دویمه شمالي کوریا جوړه شي او ګوښه کړل شي.
ښاغلي خلیلزاد وايي اوس شرایط دې ته چمتو شوي دي چې دغه ډول ګامونه پورته شي.
خو پاکستان تل دغه ټول تورونه رد کړي او وايي دغه هېواد په خپله د ترهګرۍ قرباني دی. دوی دا هم وايي چې پاکستان د ترهګري پر ضد له نړیوالو سره مرستې کړي او د افغان طالبانو سره د سولې خبرو په برخه کې رېښتینې هلې ځلې کوي.
له افغانستان سره مرستې
د جولای په ۹مه ناټو د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې اعلان وکړ چې تر۲۰۲۰ کاله پورې به افغان امنیتي ځواکونه تمویلوي او هر کال به یو میلیار ډالره مرسته ورکوي. د دې ترڅنګ به د ناټو ځواکونه تر ۲۰۱۶کال وروسته هم په افغانستان کې پاتېږي.

د عکس سرچینه، Reuters
د وارسا غونډې په تړاو ښاغلي خلیلزاد وویل، د ناټو له خوا له افغانستان سره نوره مرسته مهمه ده خو نړیوال باید له افغانستان سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي. دی وایي دا مرستې ښې دي خو افغانان باید په پردیو مرستو روږدي نه شي.
د افغانستان لپاره ښه ولسمشر
د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان لپاره به د ډموکرات ګوند نومانده هېلري کېلنټن او که جمهوریت غوښتونکي ګوند مخکښ نوماند ډونالډ ټرمپ ښه وي وویل، سره له دې چې دی جمهوریت غوښتونکی دی خو لا یې د ټرمپ ملاتړ نه دی اعلان کړی.

د عکس سرچینه، Getty
دی وایي لا هم د دوو کاندیدانو ترمنځ د نړیوالو اړیکو په اړه جدي بحث نه دی پیل شوی او دا هم نه ده مالومه چې د افغانستان په اړه یې تګلارې کومې دي؟








