"د امریکا د مرستو کمول پر افغان اقتصاد اغیز نه لري"
کابل د متحدو ايالاتو له خوا د مرستو کمښت د پام وړ نه دى بللى او وايي پر اقتصاد يې اغېز نه لري.
د افغانستان د ماليې وزير ډاکټر عمر زاخېلوال له بي بي سي پښتو ټلويزيون سره په خبرو کې د کانگرس هغه پرېکړه چې وايي څه باندې يو ميليارد ډالر به د ٢٠١٤ کال په ترڅ کې پر افغانستان دروي لوى گوزار و نه باله: