بدخشان کې چاودنې اته کسان وژلي

د عکس سرچینه، epa
د افغانستان شمال ختیځ ولایت بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، د کشم ولسوالۍ په څلورلاري کې چاودنې لږترلږه اته کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.
د کشم ولسوالۍ د روغتون یوه ډاکټر فیض الرحمن احمدي بي بي سي ته وویل: ''چاودنه د کشم ولسوالۍ بازار په څلورلارې کې شوې، چې غالباً تر یوې کراچۍ لاندې ماین ځای پرځای شوی وي. دلته مزدوران او لاسي څیزونه خرڅوونکي کسان وو''.
احمدي وايي، پېښه کې دوی ته اته وژل شوي کسان وروړل شوي، خو ځینې ټپیان تخار ولایت ته پر لاره مړه شوي دي.
نوموړی وايي د مرګ ژوبلې دقیقه شمېره نه لري، خو هغه ټپیان چې دوی روغتون کې تداري وکړي، تر شلو ډېر وو، خو ګومان کوي چې د وژل شوو او ټپیانو شمېر شاید شاوخوا سل کسان وي.
د بدخشان والي فیصل بهزاد بي بي سي ته وویل، ځینې ټپیان تخار ته لېږدول شوي او د بدخشان د عامې روغتیا مشر هم ګومارل شوی چې د ټپیانو عاجله درملنه وکړي.
وسله والو طالبانو رسنیو ته په یوه پیغام کې ویلي، د بدخشان کشم ولسوالۍ په څوک کې چاودنه پر دوی پورې اړه نه لري، بلکې غندي یې.
د دوشنبې په ګهیځ، د کابل ختیځ کې د یوه بهرني شرکت د نیپالي کارکوونکو پر یوه لېږدوونکي کاسټر موټر ځانمرګي برید لږترلږه ۱۴ نیپالیان ووژل، پنځه نیپالیان او څلور افغان وګړي پکې ټپیان شول.
د برید پړه وسله والو طالبانو ومنله.








