د فراه بخش اباد بند د ډیزاین تړون لاسلیک شو

د عکس سرچینه، arg
افغان حکومت د فراه ولایت د بخش اباد بند د ډیزاین تړون له یوه ایټالیايي او یوه افغان شرکت سره وکړ. دغه بند د فراه رود پر سیند جوړېږي.
دغه بند د ۲۷ میګاواټه برېښنا تولید ته زمینه برابروي او له سلو زرو هکتارو ډېره ځکمه خړوبولی شي.
دغه تړون د ایټالیايي شرکت "هایدرو آرک" او د هلمند په نامه افغان ساختماني شرکت ته وسپارل شو.
څلور کاله مخکې یوه پاکستاني خصوصي شرکت دغه تړون ترلاسه کړی و، خو د افغانستان د برېښنا او اوبو وزیر په وینا، د هغه شرکت د کار د سستوالي له کبله یې هغه تړون لغوه کړ.
فراه رود د افغانستان د فراه ولایت په شمال ختیځ کې یو فصلی سیند دی چې د ۵۶۰ کیلومتره د غور د دولینه له ولسوالۍ سرچینه اخلي.
د غور له ولایته په تیریدو سره د فراه شګلنو سیمو او هامون دښتو ته سر باسي.
د برېښنا او اوبو وزیر علی عثماني وویل: "بند مرسته کوي د افغانستان په ځانګړي ډول د فراه د ځمکې لاندې د اوبو د ساتنې په برخه کې زموږ کرنه ښه کېږي. له ۴۸ څلویښت قلمو محصول څخه اویا او اتیا قلمو ته پرمختګ کوو د اوبو د پریمانۍ له کبله، د کرنې میکانیزم کېدل او په فراه کې د زراعتي صنایعو د رامنځه ته کېدو لامل کېږي او هیله لرو چې د بند د امنیت د تامین په برخه کې چې تفصیلي پلان یې شته دی، مرسته وشي".

د عکس سرچینه، arg
د دغه بند لومړنۍ اقتصادي څېړنې د محمد داود خان د حکومت پرمهال د یوه فرانسوي شرکت له خوا ترسره شوې وې.
دغه بند ۸۱ متره لوړوالی لري او د زېرمې توان یې ۱۳۶۰ میلیونه متر مکعبه دی (یعنې د سلما بند دوه برابره).
د بخش اباد بند د اووه ویشتو میګاواټه برېښنا د تولید توان لري چې په جوړولو سره به یې نه یوازې د فراه ولایت روښانه شي، بلکې د دغه ولایت تر سل زرو هکتارو ډېره ځمکه به هم خړوبه کړي.
د هایدر وارک شرکت مشر کاتیلو سیلیتو د دغه تړون د لاسلیک پر مهال د اوبو مدیریت د ښې حکومتوالۍ نښه وبلله.

د عکس سرچینه، arg
د فراه والي محمد اصف ننګ له حکومته وغوښتل چې د دغې پروژې د امنیتي ټینګښت لپاره له خلکو سره مرسته وکړي.
افغان حکومت څو ورځې مخکې د سلما بند پرانیست او د کجکي بند د ډیزاین تړون یې هم لاسلیک کړ.

د عکس سرچینه، Getty








