ناټو: د ملا منصور مرګ د طالبانو ډله بې ثباته کوي

د عکس سرچینه، RS
د "پرېکنده ملاتړ ماموریت" ځواکونه چې په افغانستان کې د ناټو تر قومندې لاندې فعالیت کوي وايي، د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور وژل کېدل به په دې ډله کې د بې ثباتۍ سبب شي.
کابل کې د ناټو یوه ویاند رونالډ فلیسویګ بي بي سي ته وویل، دا انګېرنه ناسمه ده چې د طالبانو د پخواني مشر وژل کېدل به د اورپکو د پیاوړتیا او یووالي لامل شي او افغانستان کې به امنیتي وضعیت له پخوا خراب کړي.
طالبانو تېره ورځ د خپل پخواني مشر د مرګ ، هبت الله اخندزاده د خپلې ډلې نوی مشر او سراج الدین حقاني او ملا یعقوب د هغه مرستیالان اعلان کړل.
طالبانو ویلي، ټولو قومندانانو یې له دې ټاکنو ملاتړ کړی، که څه د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو د انشعابي ډلې ویاند ملا منان نیازي ویلي چې په دې برخه له هغوی سره مشوره نه ده شوې.
کابل کې د ناټو ویاند وایي، طالبان باید دې پایلې ته ورسېږي چې د جګړې له لارې بریالي کېدای نشی.
ښاغلي فلیسویګ وویل: "له سولې پرته د طالبانو لپاره یواځنی غوراوی به د جګړې ډګر کې ماتول وي. نو له دې امله د طالبانو یو هوښیار مشر دې پایلې ته رسېږی چې د جګړې له لارې نشي بریالی کېدای. نو وکتل شي چې ایا د طالبانو نوی مشر به داسې ارزونه وکړی که نه. خو د هغه پخوانی مشر دې پایلې ته نه و رسېدلی."
امریکایي سرچینو ویلي چې د امریکا بې پیلوټه الوتکې په افغانستان کې د مېشتو امریکایي پوځيانو تر نظر لاندې د طالبانو پخوانی مشر کله چې د ایران له خاورې د پاکستان بلوچستان ایالت ته ننوت، په نښه کړ او ووژل شو.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم تایید کړې چې ملا منصور د "جهادي چارو" ترسره کولو لپاره ایران ته سفر کړی و. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ایران ته هغه سفر رد کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وړاندې ویلي و چې د ملا منصور د وژل کېدو په سیمه کې چې کوم پاسپورت موندل شوی د "محمد ولي" په نوم صادر شوی او درلودونکی یې د برید په ورځ د تفتان له پولې ایران څخه پاکستان ته اوښتی و.








