کندهار کې افغان سرتېري دوه ناټو عسکر وژلي

د عکس سرچینه، Getty
ناټو وايي، د افغانستان په سوېلي کندهار ولایت کې دوو افغان سرتېرو د ناټو دوه رومانیايي سرتېري د روزنې پرمهال په ډزو وژلي او یو بل یې ټپی کړی دی.
برید کوونکي هم وژل شوي. د رومانیا د دفاع وزارت چارواکو ویلي، وژل شوي د رومانیا د ځانګړو ځواکونو سرتېري دي.
برید کندهار ښار کې د پوځي روزنې پرمهال شوی دی.
په وروستیو کلونو کې پر بهرنیو ځواکونو د افغان ځواکونو په یونیفورم کې ګڼ بریدونه شوي دي.
پر بهرنیو ځواکونو د افغان سرتېرو بریدونه 'زرغون پر آبي' بریدونه بلل شوي، چې معمولاً پکې د طالبانو غړي او یا ملاتړي پر بهرنیو ځواکونو د وسلو خولې ور اړوي.
ناټو ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دواړه برید کوونکي هم د شنبې په ورځ وژل شوي او د پېښې په اړه څېړنه پیل شوې ده.
ویل کېږي چې د پېښې په تړاو یو افغان پولیس نیول شوی او اوس پوښتنې ګروېږنې ترې روانې دي.
د برید پړه وسله والو طالبانو منلې ده. ددغې ډلې یوه ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، ''د کندهار پر هوايي ډګر د یوه با احساسه عسکر په برید کې د ناټو ۴ عسکر مړه او ژوبل شول''.
دا وروستی برید داسې مهال شوی، چې د ناتو ځواکونو قومندان جنرال جان نیکولسن په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر د کمولو پر پلان کار کوي، چې ویل کېږي راتلونکی کال به افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۵۰ سلنه کم شي.
د ناټو په ویناپاڼه کې راغلي، دا وروستی برید به د دوی د روزنې بهیر او د افغان ځواکونو د سلامشورې چارې ټکنۍ نه کړي.
رومانیا په افغانستان کې د قاطع ماموریت د ملاتړ ټول ټال ۱۲۵۰۰ سرتېرو په چوکاټ کې نژدې ۶۰۰ سرتېري لري.

د عکس سرچینه، Getty
په پام کې ده، چې تر ۲۰۱۷ کال پورې افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر له ۹۸۰۰ نه ۵۵۰۰ ته راټیټ شي، خو داسې انګیرنې هم شته چې جنرال نیکولسن شاید د پوځيانو د کمولو چاره کې ځنډ غوښتنه وکړي، چې په دې سره وکړای شي د روزنې بهیر روان وساتلی شي.








