افغان سرتیري دوه لیتوانیايي پوځيان ټپي کړل

په دې وروستیو کې د خپل منځي بریدونو له امله چارواکي اړ شول چې د افغان پوځ د گمارنې چارو ته له سره کتنه وکړي
د عکس تشریح، په دې وروستیو کې د خپل منځي بریدونو له امله چارواکي اړ شول چې د افغان پوځ د گمارنې چارو ته له سره کتنه وکړي

د غور ولایت په مرکز چغچران کې د افغانستان د ملي اردو یوه سرتیري دوه لیتوانیايي پوځیان هغه مهال ټپي کړل چې د چارواکو په وينا يې د درېدلو امر مانه.

د غور ولایت چارواکي وايي، د ملي اردو سرتیري لیتوانیايي پوځیانو ته د درېدلو امر وکړ، خو بهرنیو پوځيان په ګړندي تګ له پوستې تیر شوي دي.

دا نه ده جوته چې ولې بهرني پوځیان د دريدا امر ته نه دې دريدلي.

ځايي چارواکي گومان کوي چې ښايي بهرنيو سرتيرو د افغان افسر غږ نه وي اورېدلى.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبی ځايي رسنيو ته وويل کله چې د بهرنیانو ټانک د درېدلو امر ته په نه پاملرنې له پوستې تیر شو، د ملي اردو د سرتیري له خوا پرې د توغندي برید وشو چې په پایله کې دوه تنه بهرنیان په کې ټپيان شول.

ښاغلی خطیبي وايي د یوه تن ټپي روغتیایي حالت ښه نه و او له ولایت څخه بهر ته استول شوی دی.

وېل کیږي بهرني لیتوانیايي پوځیان له ګزمې وروسته چې د چغچران ښار په لور تلل په دې پيښه کې ټپي شوي دي.

د افغانستان د ملي اردو له دغه سرتيري اوس په چغچران کې پولیس پوښتنې ګروېږنې کوي.

دا لومړی ځل دی چې په غور ولایت کې د افغان او بهرني پوځيانو ترمنځ وسلوال ټکر رامنځ ته کیږي.

په تيرو څو کلونو کې څو ځلې داسې پېښې شوي دي چې د افغانستان امنيتي ځواکونو او يا هم د افغان ځواکونو په جامه کې وسله والو پر بهرنيو ځواکونو بريد کړى دى او ځينې يې وژلي دي.

دغه حالت چارواکي اړ کړل چې د افغان پوځ د گمارنې چارو ته له سره کتنه وکړي.