افغان عسکر یو ناټو همکار وواژه او پنځه یې ټپیان کړل

افغان چارواکي وايي د جنوبي کندهار ولایت په هوايي لواء کي کې یوه افغان سرتېري په ډزو د ناټو یو بهرنی سرتېری وژلی او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.
بل لور ته سلواک چارواکو منلې، چې د پېښې قرباني پوځیان ټول سلواک دي، چې د ناټو تر چتر لاندې یې افغانستان کې خدمت کاوه.
د دوی په وینا افغان سرتېري له خلع سلا او نیول کېدو مخکې د څار له یوه برجه پر خپلو ناټو همکارانو ډزې وکړې.
ناټو تر اوسه په دې باب څه نه دي ویلي. د کندهار له مطبوعاتي دفتره په یوه خپره شوې خپر پاڼه کې ویل شوي، چې دغه افغان سرتېرى تر ډزو وروسته نيول شوى او لا هم ورڅخه د ګډو ځواکونو له خوا پلټنې روانې دي چې معلومه شي، د کوم هدف لپاره يې د چا په دستور دغه کار سر ته رسولى دى.
له ۲۰۰۷ راهیسې د (خپل منځي) نښتو په پایله کې تر ۱۰۰ ډېر ناټو سرتېري وژل شوي دي. افغان چارواکو بي بي سي ته ویلي، چې برید ګر سرتېری د افغان ملي پوځ په توقیف کې و.
د سلواکیا د دفاع وزیر مارټین ګلواک یوې خبرې غونډې ته وویل، چې د غه پېښه کې یې لومړی ځل افغانستان کې د هېواد مېشت پوځیانو ته د سر زیان واوښت.
د کندهار ولایت په خبر پانه کې دغه پېښه غندل شوې او ویل شوي، چې دغه شان بريدونه به ونشي کولاى د افغان او ايساف ځواکونو ترمنځ ګډ کار له خنډونو سره مخامخ کړي.
خو کابل کې د بي بي سي خبریال بلال سروري خپل رپوټ کې کاږي، چې دغه ډول بریدونه افغان شخړې کې د وروستي پړاو په تشریح اوښتي او د ناټو هغه هیله مندې یې تر پوښتنې لاندې راوستې، چې غواړي له افغانانو سره (اوږه په اوږه) له طالبانو سره جګړه وکړي.
افغانستان کې د دېره بهرنیو سرتېرو پر اړوندو هېوادونو د ورته (زرغونه پر شنو) بریدونو له کبله فشار په ډېرېدو دی، چې خپل ځواکونه له هغه هېواده وباسي.
د افغان امنیتي ځواکونو ډېر غړي د خپلو همکارانو له لوري وژل شوي، خو خبریالان وايي پر (زرغونو د زرغونو) د بریدونو او په کې د اوښتو تلفاتو په باب د کره شمېرو معلومول ګران کار دی.








